لنډیز

الکترومقناطیسي څپې د دې ترڅنګ چې غږ او تصویر له یوه ځایه بل ځای ته لیږدوي، انرژي هم انتقالولی شي. د الکترومقناطیسي څپو په ذریعه د انرژئ لیږدولو ښکاره مثال د مایکروویو(وړو څپو) داش دی. په دغه داش کې لوړې فریکونسي لرونکي الکترومقناطیسي څپې کاریږي، ترڅو اوبه لرونکو خوړو ته په مستقیمه توګه انرژي ورکړي؛ په دې اساس خواړه له دننه څخه پخیږي. په دې مقاله کې تاسې دواړه، هم د وړو څپو څرنګوالی او هم د دې څپو په ذریعه د خوړو پخولو علت لولئ.

سریزه

ډېري کورنۍ مایکرو ویو داشونه لري او پخلی هم پرې کوي؛ د خوړو پخولو او خوړلو وروسته به حتمن دا پوښتنې ورته دریدلي وي، خواړه په مایکرو ویو داش کې ولې پرته له ښورولو پخیږي؟ ولې د یخ وهلو خوړو ځینې برخې ښې ګرمیږي او ځینې یې یخ وهلې پاتیږي؟ ولې د فلزي لوښو له استعمال سره احتیاط کوو چې مایکروویو ته دننه نشي؟ ولې ځینې شیان په مایکرو ویو کې یخ کرخ پاتیږي، مګر ځینې شیان د اېشېدو ترحده ګرمیږي؟

مایکرو ویو داش په خوړو کې اوبو ته انرژي لیږدوي، په دې موضوع هغه وخت پوهېدای شئ چې یو ځل اوبه نلرونکي شیان لکه مالګه، بوره او دې ته ورته نور شیان په مایکرو ویو داش کې کېږدئ او څو دقیقې وروسته یې له مایکرو ویو څخه راوباسئ نو حتمن به یخ پخ وي. اما که لږ مقدار اوبه ورسره ګډې او بیا یې بېرته د څو دقیقو لپاره داش ته کړئ، وبه وینئ چې ګرم کیږي.

اوس که چېرې د یخ یوه ټوټه داش ته واچوو نو آیا وبه ایشي؟ که چېرې مو دا حالت لیدلي وي، نو ځواب مو حتمن نه دی! موږ مخکې وویل چې مایکرو ویو داش انرژي د خوراکي توکو اوبو ته لیږدوي، نو یخ خو هم له اوبو جوړ دی، یخ ولې نه ویلي کوي او ایشوي؟

وړې څپې او خواړه

په هر ډول څپو کې د څپو اوږدوالی او فریکوینسي خپلواک مفاهیم نه دي بلکې یو بل پورې تړلي دي. یوه الکترومقناطیسي څپه په فضا کې دواړه (د څپې اوږدوالی او فریکوینسي) لري، چې د ضرب حاصل یې د نور د سرعت څخه عبارت دی. یا په بله ژبه: ستره فریکوینسي لرونکې الکترومقناطیسي څپه، وړه طول موج لرونکې څپه ده او بالعکس یې.

د رادیويي خپرونو د خپرېدو لپاره د الکترومقناطیسي څپو لوړه فریکوینسي او اوږده څپه دواړه کاریږي. AM راډیو ګانې په 550 kHz-1600 kHz فریکوینسيو ( 545 m-187 m څپو اوږدوالي)او FM راډیو ګانې په 88 MHz-108MHz فریکونسيو( 3.4m-2.8m څپو اوږدوالي) خپریږي. د دې لپاره چې د دغه څپو د څپو اوږدوالی له 1 څخه ډېر دی، نو ځکه ورته راډیویي څپې وايي. مګر په مایکرو ویو کې د کارېدلو الکترومقناطیسي څپو د څپې اوږدوالی له 1 څخه وړوکی دی، نو ځکه ورته مایکرو ویو(وړوکې څپې) وايې. د مایکرو ویو څپو د څپو اوږدوالی له 1m(3.3 ft) څخه تر 1mm(0.04 inches) پورې دی.

2د دې لپاره چې پوه شو، مایکرو ویو داش څرنګه خواړه ګرموي/پخوي، د اوبو مالیکول ته لږ ځیر کیږو. د اوبو مالیکول په بریښنايي توګه قطبي دی چې انتها یې مثبت یا منفي چارج لري. اوبه د اکسیجن لخوا د هایدروجن الکترون د جذب د تمایل له وجهې قطبي دي. د اوبو مالیکولونه خمش لري (د موږک د غوږونو په څېر، له اوکسیجن څخه دوه راوتلي هایدروجنونه). کله چې د اوکسیجن اتوم له هایدروجن اتوم څخه یو الکترون واخلي، د مالیکول هغه حصه چې اوکسیجن پکې واقع دی منفي چارجیږي، اما هغه برخه کې چې د هایدروجن اتوم موجود دی، مثبت چارج غوره کوي، نو ځکه اوبه قطبي مالیکول ګڼل کیږي.که اوبه یخ ووهي، نو د اوبو قطبي مالیکولونه یو ډول خاص، واحد او منظم حالت غوره کوي، بريښنايي ساحه یې ځانګړئ جهت خپلوي.

2که مایع اوبه په قوي بريښنايي ساحه کې واچوو، مالیکونه یې د ساحې د جهت مطابق دوران ته تمایل لري. دا ځکه د مایع اوبو مالیکونه غیرمنظم دی او غیر منظم مالیکولونه ډېر الکتروستاتیکي پوټانشیل انرژي لري او هغه لور ته تعجیلي حرکت کوي چې دغه پوتانشیل انرژي یې په سریع توګه کمه شي. په دې حالت کې د اوبو مالیکولونه تورک او تعجیلي دوراني حرکت تجربه کوي. ددغه دوراني حرکت په ترڅ کې مالیکولونه پر یو بل ضربه واردوي او د یو بل الکتروستاتیکي پوټانشیل انرژي په حرارتي انرژي اړوي.

ورته حادثه په یوه مزدحم محفل کې هم پښیږي کله چې هریو وغواړي په خپل جهت دفعتا حرکت وکړي یعنې په دې حالت کې هر کس له یو بل سره ټکر کوي او په دې توګه اصطکاک د حرارتي انرژئ په تولید منتج کیږي. خو که چېرې د محفل ګډونوال ډېر تیز په خپلو جهتونو لاړشي او راشي نو یقینا چې خلک به ډېر ګرم او خولې شي. همدې ته ورته حالت په برېښنايي ساحه کې مایع اوبو باندې هم تېریږي(که چېرې بريښنايي ساحه د اوبو د مالیکولونو جهتونه څو، څو ځله واړوي، نو د اوبو مالیکولونه د ډېر مخته او شاته کېدو په پایله کې، ګرمیږي ).

د مایکرو ویو نوساني برېښنايي ساحه د اوبو د ګرمولو لپاره مناسبه ذریعه ده. مایکرو ویو داش 2.45-GHz(2.45-gigahertz  یا 2,450000000-Hz) وړې څپې کاروي، څو د خوړو د اوبو مالیکولونو ته په یوه ثانیه کې بیلیون ځله شاته او مخته دوراني حرکت ورکړې. څرنګه چې د اوبو مالیکونه حرکت وکړي، د حرارت تولید پیلیږي. اوبه وړې څپې جذبوي او انرژي یې په حرارتي انرژي اړوي.

د مایکرو ویو داش لپاره  پاسنئ فریکونسي چوټ انداز نه ده ټاکل شوې، بلکې دا یو طبیعي اصل دی. که فرضا له پاسنئ فریکونسئ څخه لوړه فریکونسي ټاکل شوې وای نو د خوړو له لورې به په لوړه پیمانه جذبېدله او قادر به نه و ترڅو د خوراکي توکو غټو برخو کې نفوذ وکړي. او که چېرې له دغه فریکونسي څخه ټیټه فریکونسي وټاکل شي، نو مایکرو ویو(وړې څپې) په آسانئ له خوړو څخه وځې او نشي کولی په موثر ډول خواړه پاخه کړي.پاس موږ توضیح کړه چې ولې یوازې هغه خواړه او شیان چې اوبه او یا نور قطبي مالیکولونه لري، په مایکرو ویو داش کې په آسانه پخیږي.

سرامیک، ښیښه یي او پلاستیکي لوښي اوبه او قطبي مالیکولونه نلري، نو ځکه په مایکرو ویو داش کې ساړه پاتیږي. حتی یخ هم ددغه انرژئ د جذب وړتیا نلري ځکه د یخ کرستالي شکل د اوبو مالیکولونه محدود کړي او نشي کولی په آسانئ تاو را تاو شي.

مایع اوبه سریع ګرمیږي مګر یخ سوکه سوکه په مایکرو ویو داش کې اوبه کیږي. د حرارت دغه عجیبه خاصیت توضیح کوي څنګه په مایکرو ویو داش کې تاوده شویو، یخ وهلو خوړو باندې سوزو؟ د خوړو هغه برخه چې یخ یې ژر ویلي کیږي د مایکرو ویو ټوله انرژي ځانته جذبوي او پاتې برخه یخ وهلې پاتیږي. د خوړو پرمهال تاسې ته ممکن توده ګوله خولې ته درشې او ووایئ چې ټول خواړه همداسې تاوده دي، خو دوهمه ګوله به هماغسې یخ وهلې پاتې وي او په خوړلو سره به ستاسې غاښونه وبريښي یا به یې مینا ماته شي. اوس، اوس ددې ستونزې د حل لپاره ډېري مایکرو ویو داشونه د یخ اوبه کولو چرخه لري( یعنې د مایکرو ویو حرارت په دوراني توګه قطع کیږي تر ځو حرارت وکولی شي په طبیعي توګه په خوړو کې نفوذ وکړي او یخ اوبه کړي. کله چې یخ اوبه شي بیا ټول خواړه انرژي جذبولی شي

فلز په مایکرو ویو داش کې

د عوامو د فکر خلاف، فلزي وسایل او مایکرو ویو(وړې څپې) له یوه بل سره ډېر ناسازګاره نه دي. په حقیقت کې ویلی شو چې د داش دننه برخه (هغه برخه چې خواړه پکې اېښودل کیږي) فلزي ده، دغه فلزي برخه چې کله هم د پخلي پرمهال له مایکرو ویو(وړو څپو) سره مخ شوې څه ستونزه یې نده پېښه کړې. د ډېرو فلزي سطحو په څېر د داش دننه دغه فلزي دیوال هم وړې ځپې منعکسوي. او په دې توګه د اخیستونکي او منعکسوونکي آنتن په توګه کار کوي. د مایکرو ویو برېښنايي ساحه د فلز په سطحه سیار چوکاټونه منځته راوړي څو اصلي وړې څپې جذب کړي یا تعجیل ورکړي. خو کله چې دغه چوکاټونه تعجیل ورکوونکي وي، نو د دې ترڅنګ اضافي وړې څپې هم خپروي. نوې خپرې شوې وړې څپې د اصلي څپو په اندازه فریکوینسي لري، خو بیل او نوی مسیرونه وهي.

2د مایکرو ویو داش د ننه فلزي برخې سربېره، حتی له فلزي شبکو څخه جوړه دروازه یې هم وړې څپې منعکسوي. د داش دننه فلزي وسایل دد ې لپاره دي چې خواړه پاخه کړي، خو که چېرې موږ بیروني فلزي وسایل( قاب، ګلاس او…) په داش کې دننه کړو نو ممکن ځانونه په اور پاخه کړو. که چېرې د المونیم فلز نه جوړ ظرف کې خواړه مایکرو ویو داش ته د ننه کړو، له دې چې قاعدتا فلز دغه څپې بېرته منعکسوي، نو وړې څپې خوړو ته په رسیدو سره بېرته منعکسیږي او هیڅکه خواړه نه ګرمیږي.او که خدای مه کړه دغه وړې څپې د فلز په «تېره»برخه برابرې شي، دغه څپې به د اور د بڅرکو په شکل شاوخوا وغورځېږي او ممکن د سترې اورلګېدنې باعث شي. نو هيڅکله فلز او په ځانګړي توګه تېره څوکه لرونکی فلز مایکرو ویو داش ته مه دننه کوئ.

One thought on “مایکروویو داش/ د افغانې ساینسپوه نرگس بیگ لیکنه”
  1. سلامونه،
    ډیره ښه ،علمي او په زړهء پورې لیکنه ده.
    محترم نرګس بیګ ساهب که د مایکروفیو داش په شان نورو ماشینونو په هکله هم معلومات راکړي ، لطف به ېې وي خو؛
    اساسي شی بریښنا=برق ده چې لمړی باید افغانستان له دې نعمت بالکل برخورداره سي. مڼنه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *