آغا محمد حید ری )

مایکروسافټ پخوا ویلی و چې د وینډ ز ۷ او ۸ پرځای به د وینډ وز نوې نسخې د Windows 9, Windows Threshold , Windows TH, Windows X, Windows one په نومونو بازارته وړاندی کړی، ولی اوس مهال مایکروسافټ ویلی چی نوی وینډ وز به د وینډ وز ۱۰ په نوم وی .چی په ۲۰۱۵ کال کی به په رسمی ډ ول بازارته واړندی شی .

مایکروسافټ وای چی دغه نوی وینډ و ز به یو مکمل وینډ وز وی چی په موبایلونو ، کمپیوټرونو او ټبلیټونو کی به ورنه ګټه اخستل کیږی ، ویل کیږی چی اوس مهال په نړی کی میلونو نه کسان له وینډ وز ۷ او ۸ نه ګټه اخلی ، مایکروسافټ غواړی چی د پخوانیو چلند ویه سیستمونو کارونکی د وینډ ز ۱۰ کارولو ته دعوت کړی ، د مایکروسافټ د چلندویه سیستمونو مدیر ښاغلی (تری مریسون ) وای چی و ینډ وز ۱۰ نظر نورو وینډ وزونو ته یو ښه او پرمختللی چلند و یه سیستم ده ، د چټک سرعت د رلودونکی ده ، او لوړو امنیتی امکانات لری ، داسی ښکاری چی و ینډ و ز ۱۰ له وینډ وز ۸ او ۷ و ینډ وزونو نه جوړ شوی ، په نوی وینډ وز کی Start Menu رامنځ ته شوی په نوموړی مینو کی د Search اختیار رځای پرځای شوی چی د نوموړی اختیار په وسیله کولای شو په کمپیوټر او یا په انټرنیټ کی یو څه وپلټو ، په وینډ و ز ۱۰ کی کولای شوی په اسانی سره ټول کمپیوټر د Task View په وسیله مدیریت کړو ، لکه په مک کمپيوټر کی د Expose په وسیله چی ټول کمپیوټر کنټرول کید ،ویند وز ۱۰ به په لمسی ډول هم خلک په موبایلونو اونورو وسایلو کی کارولی شی ، په نوموړی وینډ وز کی په اسانی سره کولای شو د Command Prompt پیچلی کمانډ ونه ترسره کړو ،تردی مهاله د مایکروسافټ له لوری د نوموړی وینډوزلپاره قیمت نه ده ټا کل شوی .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *