تاند، پنجشنبه، د قوس ۲۸مه: امریکايي جمهوري خواه قانون جوړوونکی مایکل والټز وايي، د سولې په خبرو کې د پرمختګ لپاره لازمه ده چې طالبان اوربند وکړي او تاوتریخوالی راکم کړي.
مایکل والټز له امریکا غږ انګلیسي څانګې سره په یوه مرکه کې ویلي، داسې احتمال شته چې طالبان پر خپلو جنګیالیو کنترول نه لري او ډارېږي که اوربند ومني، نو د خپلو ځینو قومندانانو د بریدونو مخه به ونه نیولی شي.
د امریکا د استازو مجلس دغه غړی وايي، طالبانو تر اوسه نه ده ښودلې چې له ترهګرو ډلو القاعدې او حقاني شبکې سره یې اړیکه پرې کړې ده: (( دا په خپله ښيي چې طالبان د سولې د مذاکراتو مثمرو نتایجو ته علاقه مند نه دي.))
ښاغلي والټز په افغانستان کې وروستۍ ولسمشریزې ټاکنې د ولسواکۍ نښه بللې، خو د پایلو د ځنډ په اړه یې له ټولو لوریو غوښتي چې پایلې ومني او په یووالي کې پاتې شي.
دغه امریکايي قانون جوړوونکي فساد لا هم د افغانستان لپاره لوی خنډ او ستونزه بللې ده: (( پوهېږم چې د ولسمشر غني حکومت د فساد پر ضد هڅې کړې دي، خو اړتیا ده چې په دې برخه کې لوی اقدامات وشي.))
دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې په اړه زلمي خلیلزاد یو مهم پړاو ته د رسېدو ډاډ ورکړی او د فساد په اړه بیا څو ورځې وړاندې د امریکا سفیر جان بس هم پر حکومت نیوکې کړې و.