تاند، چهارشنبه، د حمل ۶مه: د امریکا د باندنیو چارو وزیر به له افغانستان او قطر څخه خپل هيواد ته په ستنېدو د کورونا په شک قرنطین نه کړای شي، ځکه امریکايي چارواکي وايي، دواړه هیوادونه لا په هغه لیست کې ورسره نه دي چې ترې ستانه شوي کسان په احتیاطي تدابیرو کې وساتل شي.
یوه امریکايي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، په دواړو هیوادونو کې د مایک پامپیو د ناستې پاستې ځایونه څارل شوي وو او پامپیو ته له هغو خلکو څخه، چې ور سره لیدلي یې دي، د کورونا خطر پېښ نه دی.
له دغه امریکايي چارواکي څخه وپوښتل شول چې ایا مایک پامپیو او ورسره ملګري پلاوي یې له افغانستان او قطر څخه په ستنېدو ۱۴ ورځې د قرنطین کېدو لپاره چمتووالی نیولی دی؟
په ځواب کې یې امریکايي لوري ویلي، نه، د هیچا د قرنطین کولو اراده نه لري ځکه په دې اړه کومه اشاره نشته.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د ساري ناروغیو د مخنیوي مرکز څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې له هر هیواد څخه دغه هیواد ته ستنېدونکي کسان باید ۱۴ ورځې قرنطین شي.
خو د امریکا د باندنیو چارو وزارت بیا په دې تړاو له څه ویلو ډډه کړې چې ووايي ایا مایک پامپیو به د کابل او قطر له سفر وروسته ځان ۱۴ ورځې د کورونا وایرس له ویرې قرنطین کړي که نه.
امریکايي چارواکي وايي، مایک پامپیو له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله سره تر جلا لیدنو وروسته ګډه ناسته کړې همدا راز یې له ملا برادر سره هم په قطر کې د امریکایانو په یوه پوځي اډه کې ۷۵ دقیقې کتلي دی او په دغومره وخت کې د کورونا د مخنیوي په تړاو د مایک پامپیو لپاره جدي تدابیر نیول شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې د رویټرز د راپور له مخې مایک پامپیو د قطر، افغانستان په سفر کې ۵۱ ساعتونه لګولي دي.
په همدې منځ کې فرانس پریس اژانس ویلي چې د افغانستان چارواکو له امریکايي پلاوي سره په کتنو کې د هغو نویو مقرراتو پر اساس، چې د کورونا وایرسو له خپرېدو وروسته اجرا کېږي، یو بل ته لاسونه نه دي ورکړي.
د افغانستان ولسمشر له یوې مودې راهیسې د کابینې په غونډو کې ماسک اغوندي او یو بل ته په لاس روغبړ یې منع کړی دی.