تاند(دوشنبه، د حمل ۴) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو نن په نااعلان شوي سفر افغانستان ته راغی.
رویټرز خبري اژانس وايي، پامپیو د دې لپاره کابل ته تللی چې د فبرورۍ په ۲۹ نېټه په دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تاریخي موافقې له ژغورلو سره مرسته وکړي.
د رویټرز پر اساس پامپیو په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني او د هغه له سیاسي سیال عبدالله عبدالله سره ویني.
که څه هم رویټرز اژانس د پامپیو سفر د امریکا او طالبانو د موافقې له عملي کېدو سره تړلی بلل خو ګومان کېږي چې پامپیو به د بارک اوباما د وخت د بهرنیو چارو وزیر جان کیري رول لوبولو ته راغلی وي.
جان کیري په ۲۰۱۴ م کال کې اشرف غني او عبدالله د ملي یووالي حکومت ته وهڅول.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د پامپیو سفر د سولې د موافقې د ژغورلو لپاره عاجل سفر بللی او ویلي یې دي چې دا سفر په داسې وخت کې شوی چې کورونا وایرس په خپرېدو دي او له کبله یې د نړۍ مشران او چارواکي سفر نه کوي.
دا اژانس همداراز وايي، په دوحه کې د موافقې له لاسلیکه وروسته د افغانستانت د سولې پروسه په ټپه ولاړه ده.
د اسوشیتیډ پریس پر اساس، پامپیو به له ولسمشر غني او پخواني اجرايي ريیس عبدالله عبدالله سره جلا جلا وویني او بیا به له دواړو سره یوځای خبرې وکړي.
دغه راز ټاکل شوې ده چې غني او عبدالله له یو بل سره وویني.
دا اژانس وايي، د امریکا متحد ایالتونه هر کال د افغانستان د ملکي او پوځي بودجې لپاره ملیاردونه ډالر مرسته ورکوي او دا هغه څه دي چې متحدو ایالتونو ته پر افغان مشرانو د فشار راوړلو زمینه برابروي.
پامپیو ته د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هرکلی ووایه.
خلیلزاد او نور امریکايي چارواکي هڅه کوي چې له طالبانو سره د قطر له موافقې سره سم، د افغانستان حکومت د طالبانو ۵ زره بندیان خوشي کړي.