تاند، شنبه، د حوت ۱۰مه: د امریکا د باندنیو چارو وزیر د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې د هوکړې لاسلیک مراسمو کې د ګډون لپاره د قطر دوحې ته ورسېد.
د امریکا ولسمشر ویلي، چې مایک پمپیو به د تړون د لاسلیک د شاهد په ډول هلته موجود وي، خو داسې ګنګوسې هم شته چې کیدای شي پمپیو د سولې هوکړه پخپله لاسلیک کړي.
د طالبانو لخوا د سولې د هوکړې لاسلیک لپاره ملا غني برادر ټاکل شوی دی.
ټاکل شوې چې د افغانستان په وخت نن مازیګر له پنځو تر شپږو بجو پورې په قطر کې د طالبانو او امریکا تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي چې ورسره جوخت به لس ورځې وروسته د افغان حکومت او طالبانو مذاکرات پیلېږي.