مایک پامپیو

تاند، پنحشنبه، د حوت لومړۍ: د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي، چې هیواد یې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې له نږدې څاري.

پمپیو نن د پنجشنبې په ورځ ، سعودي عربستان ته د سفر په مهال وویل: ((د افغانستان په اړه څه ویل نه غواړم پرته له دې چې موږ د ټاکنو پایلې خورا نږدې تعقیبوو، موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې هرڅه په سم ډول دي.))

ښاغلي پمپیو په سعودي عربستان کې د شهزاده سلطان نظامي اډه کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د اعلان په اړه د متحده ایالاتو د غبرګون په اړه وویل، ډېر ژر به یې حکومت په دې اړه رسمي اعلامیه صادره کړي.

امریکا د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د نتایجو د اعلان څخه د دوه ورځو په تېرېدو لا هم رسمي غبرګون نه دی ښودلی، خو د امریکا یو شمیر سناتورانو په دې اړه خپل نظرونه څرگند کړي دي.

One thought on “مایک پمپیو: د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو په اړه به ژر اعلامیه خپره کړو”
  1. افغانستان ته د افغانستان اساسی قانون ، جمهوریت ، ، انتخابات ، تمامیت حاکمیت ، تمامیت ارضی او د افغانستان ملی ګټی سری کرښی دی نه د نورو هیوادونو غوښتنی او ملی ګټی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *