تاند، جمعه، د میزان ۵مه: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له ولسمشر غني سره په یو ټلیفوني تماس کې ویلي، واشنګټن په افغانستان کې رڼې او له عیبه پاکې ټاکنې غواړي، تر څو یې پایلې مشروع او د ډاډ وړ وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، دا ټلیفوني اړیکه تېر ماښام ناوخته نیول شوې او دواړو لوریو د ټاکنو پر امنیت هم بحث کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په دغه ټلیفوني تماس کې ویلي، امریکا یو وار بیا د ټاکنو په تړاو د ترهګرو ډلو ګواښونه غندي.
بلخوا ولسمشر غني هم په خپل یو ټویټ کې ویلي، چې له مایک پومپیو سره یې د ټاکنیزې بهیر د امنیت په تړاو خبرې کړې دي او افغانستان د امریکا د مرستو منندوی دی.
سبا شنبه د میزان په شپږمه په افغانستان کې د څلورم ځل لپاره د منتخب ولسمشر د ټاکلو لپاره پراخې ټاکنې ترسره کېږي.