د غازي آباد خونړۍ پېښې زموږ د ژوند تېرې دوې ورځې په وینو ولړلې. په هر کور، هر محفل او هر ځای کې د ویر تت سیوري وزر غوړولی و. ټولو هېوادوالو د ولسمشرۍ له کاندیدانو څخه رانیولې تر سیاسي اپوزېسیون، دولت او عامو افغانانو پورې د خواشینۍ ژور تاثرات څرګند کړل. د ټولنیزې شبکې فیسبوک پرمخ هر چا خپل غم څرګند کړ، ټوېټر د خواشینۍ له پرله پسې پیغامونو څخه ډک و، لنډه دا چې ټولو افغانانو په دغه غملړلې پېښه کې د شهیدانو له کورنیو سره ویر ووېشه. خو له دغو ټولو عاطفي تاثرات ها خوا یو لړ نور مسایل هم شته چې د عاطفې او احساساتو تر عینکو ورته ونه کتل ش، بلکې د یوه تریخ واقعیت او حقیقت په توګه باید ورته پاملرنه وشي.
له پیل څخه د ملي دفاع وزارت په چوکاټ کې د استخباراتو نه شته والی هغه لویه ستونزه ده، چې ښايي تر ډېره وخته به له دا ډول خونړيو پېښو سره مخ شو. که څه هم اوس د استخباراتو ډېر کمزوری مدیریت پکې فعال شوی، خو شته تهدیدونو ته دا ډول استخبارات اغېزناک ندي، پکار خو دا ده چې په لویه پیمانه د اردو په لیکو کې استخباراتي مامورین فعالیت ولري.
د جلب او جذب پروسه په بشپړه بې احتیاطۍ کې ترسره شوېده، ښايي هغه وخت د ځینو کورنیو پوځي چارواکو دې ټکي ته پام و چې په راتلونکي کې دا ډول ستونزې را ولاړېدلی شي، خو نړیوالو په ځانګړې توګه امریکایانو نه غوښتل چې هغه مهال پدې مساله ډېر وخت ضایع کړی شي، تر وړم کال پورې خو حتا دوی په اردو کې د استخباراتو د موجودیت اړتیا نه احساسوله، خو کله چې د ملي دفاع په وزارت کې چاودېدونکي توکي ونیول شول بالاخره دا حقیقت یې ومانه.
د جلب او جذب د نا رڼې پروسې له طی کولو څخه وروسته اوس د دې وخت را رسېدلی، چې د اردو په لیکو کې لومړی استخبارات غښتلي شي او دویم دا چې؛ شته ځواکونه تر استخباراتي جال لاندې داسې رڼه او شفاف شي چې د شک سلنه پکې صفر ته نږدې شي.
بل مهم ټکی چې د دا ډول پېښو د بیا پېښېدو مخنیوی کولی شي هغه اردو له تنظیمي حالت څخه را ایستل پکار دي. د اردو ډېری لوړپوړي جنرالان تنظیمي سابقه او تنظیمي ملاتړ لري. د تنظیمونو د جوش و خروش په دوران کې له کوچني قوماندان را نیولې تر لویه پورې ټولو د ګاونډ هېواد له پلیتو استخباراتو سره اړیکې درلودې، دا شونې نده چې هغه اړیکې دې په قطعي ډول شلېدلې وي او یا لږ تر لږه هغوی دې په دوی اغېز ونلري. له بده مرغه د اردو په لیکو کې هغه هم په لوړه کچه دا ډول له چټلو وینو ډک رګونه شته او له دغه تریخ حقیقت څخه باید سترګې پټې نکړی شي. تر هغې چې دغه رګونه وچ نشي اردو به له همدا ډول ګواښونو سره مخ وي. ډېر داسې کسان پېژنم چې د تنظیمونو د وخت له دالو جوړه شوې وینه یې اوس هم په رنګونو کې چلېږي او د پاکستان پر ضد حتا د یوه انتقاد اورېدو ته غوږ نلري، دا یې مشت نمونې خروار ده. کېدای شي ځینې پاک او سپېڅلې شخصیتونه هم ولرو چې له بده مرغه هغوی ډېر کم او د ګوتو په شمېر دي.
هره پېښه مثبت او منفي دواړه اړخونه لري. د غازي اباد پېښې هم د همدغې قایدې پر بنسټ ډېر بد او په وینو لړی اړخ درلود چې ټوله افغاني کورنۍ یې د غم په ټغر کېنوله. خو د غم په دغو شېبو کې یو بل څه چې غم مو کمولی شي او راتلونکي ته مو هیله زیاتولی شي هغه په پراخه کچه د دغو شهیدانو د شهادت غندل او د ټولو افغانونو غمرازي ده. په تېرو دوو کلونو کې څو ځلې داسې د خوښۍ او غم پېښې رامنځ ته شوې چې ټولو افغانانو په یوه غږ بدرګه کړې. دا ډول پېښې د یوه رښتیني ملت یوه نمونه ده، چې دښمن یې په میلیونو ډالرو او ځواک نشي زیانمولی.
زما د هېواد د شمالي څنډې د ساتونکي او پاسدار شهید هر څاڅکی وینه به رنګ راوړي، سوله به راوړي، ښېرازي به راوړي او بالاخره به ځوان نسل ته د یوه ودان افغانستان لپاره د خولو تویولو درس ورکوي. په اخر کې د همدغه شهید پیغام ولس ته دای دی چې: ((ما سر به فنا دا دیم، تا زنده شما باشید.))