دلته خلګ له مرګو څومره خوند اخلي، نه یې انسان مالوم سو نه یې دښمن مالوم سو، مرګ یو مرګ دي یوه روح اخلي او له یوه وجوده ځي یوه نړۍ ختمیږي خو څوک د ځان په غم خپه او څوک دبل په مرګ خوشحاله دي.
خو جالبه دا ده چي ټوله د یوې خاوري د یوې مور له غېږي څخه دي.
ځیني وختونه د حالاتو او ژونده ستړې سم د مرګ غېږي ته پناه وړم او دا یوازني لار ګڼم چي ګوندي زه به هوسا سم ارامه به سم!
خو کله چي د شپې تاریکي ووینم وهم مي واخلي ساه مي له بیري ونیسم او بیرته ځان سره ووایم یا اللّه ژوند څومره خوږ دي مه یې راڅخه اخله!!!
زه داسې ماحول کي ژوند کوم چي بغیر د مرګه بل نوم نه پیژنم او بغیر دوینو د رنګه بل رنګ نه وینم
خو ځیني سته چي په دومره مرګو کي د دوئ تنده نه ده ماته وینه غواړي وینه څیښي، زما ماشومتوب همدې کیسو اخیستي دي، پیغلتوب مي سوځوي ما نه ژوند وکړي او نه د ژوند په خوند هم پوهېږم
زه حیرانه یم چي دوي هم زموږ په څیر ژوندي خلګ دي؟!
که چیري یې جواب هو وي، بیا نو ماته دا ژوند ولي دومره سخت دي؟!
خو زه هم د همدې خاوري یم همدې نړۍ کي ژوند کوم همدا مرګونه که زما په لاس نه دي خو په همدې لاسو یې را ټولوم بیا ولي نه عادت کېږم؟!
او ددوئ په څیر ژوند نسم کولای؟
د پرون ماشومتوب دنن پیغلتوب او دسبا مورتوب لپاره زه هیڅ نه لرم او نه مي درلودل!
کوم قران تاسو مطالعه کوي؟
که هلته دا هرڅه روا وي ماته یې هم وښایاست ماته مي چي کوم اسلام د مسجد ملا ښودلي وو او کوم قران چي زه وایم کومه د اسلام لار چي ما خپله کړي ده هلته د انسان وینه تویول ګناه ده!
ناحقه وژنه ګناه ده!
علم پر نر اوښځي فرض راغلي دي
ایا دا غلط دي؟؟؟
زه د نړۍ په څیر نه غواړم و اووسم خو تاسو که د اسلام په نوم ماته حق راکوي او غواړي د اسلام پر لاره ولاړه سم دلته جنګونه بس کړي دلته ما مه بې حجابه کوي زه د هغه خدای بنده یم چي ته دا هرڅه هغه ته د جهاد په نوم کوي او دلته یې ګناه بولي، نو زما وژنه زما د اسلام څخه زړه بدول، او دکفر په بمونو ما مه بې حجابه کوي حق لرم د یو انسان په څیر دلته ژوند وکړم او پر خپل وخت مي خپله روح و الله ته وسپارم..!