فياض حميد||

نه پوهېږم چې دوستي مو له کوم ځايه پيل شوې وه، خو په کلي کې زما رښتيني او زړه ته راتېر دوه کسان وو، فضل الله او عابد، دواړه د ښه اخلاقو څښتنان، متدين او پرهېزګاره ځوانان وو، د کلي شپو ورځو کې مو ډېر وخت يو ځای تېر کړی، ډېرې خاطرې سره لرو، ما په پېښور کې زده کړې کولې، د اوړي په رخصتيو کې به چې کونړ ته راغلم، نو عابد او فضل الله چې موږ ورته فضلي وايو، راورسېدل او بيا به زموږ قصې سره پيل شوې. تر هغې به زموږ خوږې شېبې تېرېدې، تر څو به چې د اوړي تر رخصتيو بېرته پېښور ته نه وم تللی.

وخت راغی چې موږ ننګرهار ته کډه وکړه او دا دواړه خواږه ياران مې په کلي (کونړ) کې پاتې شول. ما په ننګرهار کې پر زده کړو پيل وکړ، تر شپږو مياشتو زده کړو وروسته کابل ته راغلم، دې وخت کې عابد او فضلي هم له دولسم ټولګي فارغ شوي و، تر يو څه وخت وروسته دواړه جلال اباد ته راغلل او لوړې زده کړې يې پيل کړې، زه تر هر څه زيات د دوی پر زده کړو پيلولو خوشاله شوم. دا وخت همداسې تېرېده، له عابد سره مې د ټلېفون اړيکه نه رخ کېده، هر وخت مې هڅه کوله چې خبرې ورسره وکړم، خو نه کېده، چا خبر راکړ چې عابد پوهنتون پرېښی دی او کونړ ته تللی. له دې سره مې ځان ګرم وباله چې ما يو نږدې ملګری د زده کړو پر ارزښت پوهه نه کړای شو، هغه مې ولې په سم ډول تشويق نه کړای شو، چې زده کړو ته دوام ورکړي. تر څه مودې وروسته فضلي هم د غربت له امله د ژوند په کږلېچونو پل ونه شو وهلی، اوسېله يې ختمه او په نيمه لار پښه نيولی شو، زده کړې يې پرېښودې او بېرته خپل کلي ته لاړ.

د (۱۳۹۵) لمريز کال، لوی اختر درېيمه ورځ وه، سخت مريض وم، درمل مې خوړل چې له يوې نا اشنا ټلېفون شمېرې څخه راته زنګ راغی، ما ويل: ((سلام! څوک ياست))، ويل يې: ((وعلیکم سلام! عابد يم))، ما ويل، ځوانيمرګه! هر وخت دې شمېرې بندې وي. ويل يې، نورې قصې پرېږده، خو سبا ته مې واده دی. ما ويل، رښتيا؟ ويل يې هو. ما وويل، سمه ده سبا وخته درځم. ويل يې، نه همدا اوس به راځې، ما ورته وويل، دومره مريض يم، همدا اوس چې تا زنګ وواهه، ما درمل خوړل. ويل يې دلته راشه ښه کېږې، ما هم د دويم ځل لپاره ورته د سبا نه ورتګ ونه ويل. بس همغه مهال مې حرکت وکړ، مازيګر ورسېدم، تر ماسختن ناوخته مو له نورو ملګرو سره بنډار وکړ، ځکه د شپې تر يوولسو بجو د (عابد) له ليدو محروم وم، يوولس بجې شوې، چې زه فضلي او عابد د (طيب ساپي) هجرې ته لاړو، هلته د (طيب) ورور چې موږ ورته (حاجي) وايو، هم و، هغه هم زموږ د ډلې او زړه سړی دی، له عابد سره مې د څو کلونو د زړه بړاس په يوه شپه وويست، تر سهار اذانه پورې مو د زړه هغه ټولې خبرې وکړې چې د مودو مودو او څو کلنې جدايي له امله مې په زړه بار پرتې وې، د سهار اذان وشو، عابد راڅخه په تورتم کې رخصت واخيست، زړه نازړه مې رخصت کړ، د بيا ليدو هيله مې وکړه، سبا سهار شو، خلک راروان و، د کلي ځوانانو د حالاتو له امله د يو نا څرګند زلمي په واده کې خوښۍ کولې، مېلمانه يې پالل او بنډارونه يې کول. ما تر غرمې وروسته حرکت وکړ، جلال اباد ته راغلم، وخت همداسې تېرېده، هر وخت مې په زړه کې د فضلي او عابد د ليدو هيله وه، خو حالاتو زموږ پر بخت پښه ايښې وه، د يو بل ليدو فرصت يې نه راکاوه.

نن د عابد د واده يوولسمه مياشت په پوره کېدو ده، د مېرمن به يې لا د نکريزو رنګ هم له لاسو نه وي تللی، لا خو به يې د پښتني دود او حيا له امله ورته په ډکه خوله نوم هم نه وي اخيستی، لا خو به ورته د خپل واده او نوي ژوند حقيقت هم خيال ښکارېده چې د مرګي تور توفان سرتوره کړه، لا خو عابد د پښې ځوانۍ پر درشل قدم هم نه و ايښی چې له موږه يې د ژوند لارې جلا کړي، هغه زموږ په څېر ژوند نه خوښاوه، نن يې له موږ څخه بېل او متفاوت ژوند غوره کړ.

هغه چې زما پرې د زړه ستنې ودانې وې، هغه عابد نن نشته، نن راڅخه روح الوتی، تش کالبوت يم، د عابد د ځوانيمرګۍ غږ پر ما د قيامت ورځ کړه، نن زه ناتوانه يم، د خپل هغه يار چې زړه مې ورسره تړل شوی و، جنازه هم نه شم ليدلای، د هغې د جنازې کټ ته مې اوږه هم ورنه کړه، ما يې وروستی ديدن هم ونه کړ، نن هغه له ما څخه بې خدای پامانۍ د تل لپاره رخصت شو. هغه خو به له ما ګيله من نه وي تللی؟ دا ګيله خو به يې په زړه نه وي وړې چې فياضه! زنګ راته نه وهې؟

عابده! ډېرې خبرې درته لرم، غواړم ستا هغې مينې ته زړه تش کړم چې زما په روح کې اوس هم ژوندۍ ده، خو ګوتې مې د ليکلو تاب نور نه لري، زه دې نيمګړی کړم..

(نن د (۲۰۱۷) م کال، د اګست مياشتې (۱۰)مه، زما او د عابد د ابدي بېلتون ورځ زما د ژوند توره ورځ ده)

ژوندون راډيو ټلوېزيون

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *