نه پوهېږم ولې دومره اجمتماعي یم؟ هره دقیقه چې څوک راته ووایې: یوازې یې که څوک درسره دي؟

ده ته ووایم یوازې یم؛ خو په حقیقت کې یوازې نه وم. دې ټولنیز حالت راته ستونزه پیدا کړې؛ غواړم نور له ټولنیزه ژونده لرې شم.داسی هم نه ده چې هرمهال زه په دفتر کې د مامورینو سره په کلي کې له دوستانو او کلیوالو سره وم . ډېر کله یوازې وم؛ خو بیا هم یوازې نه وم دا څه ډول یو حالت دی؟!

له دې حالت څځه د خلاصون لاره غواړم .

یوه لاره خو یې یوه دوست راته په ټیلفون وویله ویې ویل: فیسبوک پرېږده!

ما هم دا مشوره ومنله؛ ځکه د ځان څخه ټولنه مهمه نه ده او زمونږ ټولنیز حالت داسی نه دی؛ چې د ټولنې له پاره په کار او حدمت کې ځان مړ کړه ستا به ښه ومني! نه یې مني، مونږ ډير پولیس او داردو افسران وینو چې ددې هېوا له پاره یې سرونه نذرانه کړل؛ خو چا یې په جنازه او فاتحه کې ګډون هم و نه کړ. او ایله یې دا خبرې پسې وتړلې ((د معاش په خاطر اردو ته تللی وو؛ یا یې په کلي کې مشکل درلود، نو ځکه په نظامي ځواکونو کې داخل شو))

خو چې هرڅه وي، دلته قرباني دومره مانا نه لري؛ لکه مونږ یې چې په اړه فکر کوو ماته د ځان صحت مهم دي؛ که زما بچیانو ته زما له مرګ وروسته څه تکلیف رسیږي؛ نو څوک شته چې غم یې وکړي؟ ولې نه. د غم خلک یې شته وروڼه لرم، پیاوړی پلار لرم . خوبیا هم د اولاد له پاره د پلار او مور مینه له هر څه مهمه ده.

نو زه غواړم نور غیر اجتماعی شم تاسو. مې پدې ملامت کوئ چې ولې داسي کوم دا زما د ژوند هیله ده او که دا هیله پوره نه کړم نو زه نه یوازې ټولنې ته څه نشم ورکولای بلکې د ځان له ښېګړې به هم عاجز وم

تاسو غواړئ زه له یوه داسي حالت سره مخ شم؟ زه پوهېږم زما دوستان ماته غلطه مشوره نه راکوې حتمآ راته وایې : د ځان غم وکړه ځان جوړ کړه؛ خو زه بیا هم پدې پوه یم چې د ځان غم نشم کولای!

زمونږ د فکر ساختمان داسي عیار شوی چې هرڅنګه وې باید د ځان ترڅنک نورو ته هم خیر ورسوو. خو اوس نور نه کېږي. تاسو مه خفه کيږئ؛ زه به داستونزه لرم چې د ځان په څېر مې څوک ونه روزل خو دا مانا نه لري چې ما به هڅه نه وې کړي. دلته د خلک په فکرونو دومره کار شوی چې زمونز هڅې که شپه او ورځ هم ددوی له پاره وکړو بیا هم هغسې نتیجه نه ورکوي؛ چې مونږ یې غوښتونکې یو. خو څه وکړو؟

وروڼو چاره نشته. نه مو ولس جوړ کړ او نه ځان او په ماتې سره اجتماعي میدا ن پرېږدم کوشش به وکړم بیا دې میدان ته راشو؛ خو له لږ ځنډ وروسته دا ماتې باید داسي ونه کڼل شي، چې بېخې دا میدان پرېږدو، دا ماتې دا مانا لري چې د ټولنې د بهبود له پاره باید فکر وکړو، څنګه خپله ټولنه ژغورلی شو؟

ایا مونږ دا وس لرو چې خلکو ته نجات ورکړو که هسي مو میدان ګرم کړی؟!

دا یوه فکر ته اړتیا لرې نو زه غواړم یوازې فکر وکړم فکر ته مې پرېږدئ نور یوازیتوب غواړم

ما يوازې پرېږدئ!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *