هيواد ته مو چا خبر رالېږلى وو ، چې نن د برخو بازار جوړيږي او هر څوک په پوره خپلواکۍ سره بې له کومې ستونزې چې کوم شى ېې خوښ شي خورا په ټيټ قېمت سره ېې اخيستلى شي زه او زمونږ د هيواد مشر ور ، روان شو د خپل هيواد له خزانو په ډکو غرونو مو يون پيل کړ ، له نښترو او لمنځو په ډکو ځنګلونو کې مو دمې وکړې او له روانو او بهانده سيندونو مو يخې اوبه څکلې ، په لاره کې به ځاى پر ځاى د خپل پنځه زره کلن تاريخ د سترو فاتحينو شهکارونه او برجورې کلاګانې هم پر مخه راغلې ، ما به ېې په ليدو من ، من غوښه واخيسته او له خوښۍ به مې غږ کړل زه پنځه زره کلن تاريخ لرم ، لنډه دا چې د برخو او پېر بازار ته ورسېدو ، د نړۍ له ډېرو خوارو او غريبو سيمو داسې واکمنان او استازي راغلي ٶ چې پر تن ېې هېڅ جامې نه درلودې ، ځينو يواځې لنګونه وهلي ٶ ، څوک له رنګه تور او څوک د فقر له لاسه خړ پړ ښکارېدل زمونږ مشر چې لوړ دنګ ٶ د اطلس لباس ېې پر تن او د ګران افغانستان د جنتي اب و هوا ، او رنګارنګ مېوو اثرات ېې له ورايه په سور او سپين مخ کې ښکارېدل نړيوالو ېې قدر او عزت وکړ او د سترو ملتونو د استازو په لومړۍ ليکه کې ېې ځاى ورکړ ، ځکه هغوى ته معلومه وه چې دا سړى د داسې يو هيواد مشر ده چې يواځې کاني زېرمې ېې د نيمې نړۍ ارزښت لري ، روانې اوبه او تنګي لري چې د برېښنا ستر بندونه ورباندې جوړيدلى شي ، او تر څنګ ېې پنځه زره کلن تاريخ هم لري په بازار کې د خرڅلاو لپاره مختلف شيان د پېرېدونکو په وړاندې اېښودل شوي ٶ ، لکه علوم ، فنون ، صنايع ، ټيکنالوژي ، تخنيک ، صبر ، زغم ، حوصله ، استقامت ، ريښتينولي ، امانت داري ، زړه سوى ، ناپوهي ، خيانت او داسې نور شيان چې زه ېې له بيانولو عاجز يم علوم ، فنون ، صنعت ، زغم او داسې نور شيان چې په ټيټ نرخ پلورل کېدل د غريبو ولسونو استازو وپلورل ځکه چې دومره شتمني يې نه درلوده چې د لوړ قېمت اجناس ورباندې وپيري ، ما غوښتل علم ، حوصله ، يا ريښتينولي وپېرم خو مشر مو راته په غصه شو او وې ويل ته د اريا لمسى ېې ، پنځه زره کلن تاريخ لرې او دا تاته د شرم خبره ده چې دومره کم ارزښته شيان اخلې ، په غصه ېې له لاسه ونيولم او روان ېې کړم ، مخکې لاړو په زرينو ټوټو او دسمالونو کې نغښتي توکي اېښودل شوي وو ، مشر ېې د قېمت پوښتنه وکړه پلورونکي يې ارزښت ور په ګوته کړ ، مشر جېب ته لاس کړ ، يوه زرينه غوټه ېې ځان ته وپېرله او يوه ماته ، چې غوټې مو خلاصې کړې مشر ځان ته مشر ځان ته خيانت اخيستى ٶ او ما ته لويه ناپوهي ، زارۍ مې ورته وکړې ، عذر مې ورته وکړ چې دا شيان دومره ارزښت نلري ، بېرته ېې ورکوو نور څه به واخلو ، خو مشر وخندل او وې ويل دا قيمتي شيان له مونږ سره خوند کوي ، ځکه مونږ هر څه لرو تعليم مو ملا لري ، کسبګر لکه د کلي نجار ، اهنګر ، جولا ، او نور لرو يواځې دغه دوه شيان نلرو ، بس همدا زمونږ لپاره ښه خريد ده ، نړيولو چې مونږ د دې با ارزښته توکو په اخيستلو وليدلو ، په شونډو ېې مسکا ګانې خپرې شوې ، او په چکچکو ېې ونازولو ، مشر په اس پښه واړوله او زه ورپسې شوم ، نېغ خپل هيواد ته راغلو ، ماته ېې امر وکړ چې دا زرينه ډالۍ په ښارونو ، غرونو او کليو کې په مېشتو ولسونو ، ووېشه او خپله زرينه ډالۍ ېې د هيواد په لوړ پوړو چارواکو لکه وزيرانو ، واليانو ، معينانو ، وکيلانو ، جنرالانو ، ښار والانو ، ولسوالانو او نورو مامورينو ووېشله شکر دى تر اوسه مو دغه دوه قېمتي ډالۍ له ځانه سره په پوره صداقت او ريښتينولۍ سره ساتلي دي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *