عکس: قوماندان

د چوک ختیځ لورته لمر وهلی تور سړی ولاړ و، د اوږده واسکټ له جیب نه يې د مخابرې انتن راوتلی و، د مار ګیم چې لري هغه ټیټ ماډل تلیفون يې غوږ ته نیولی و، تورې نرۍ شونډې يې خوځېدلې، ملګري مې وویل شیخ همدا دی.

په روغبړ کې سره پوه شوو چې دواړه یو بل ته انتظار و، پرېکړه دا وه چې ټول باید یوځای حرکت وکړو، لار هم له شلو خطرونو ډکه وه، له همدې یوه ورځ وړاندې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې یو افغان او بهرنی خبريال د کوم نا معلوم لوري څخه په راکټ ویشتل شوي وو.

 موږ هم په ويرېدلې خندا ويل«کیدای شي نن شپه  بل مهم خبر دا وي چې یو افغان خبریال او فرانسوۍ خبرياله زر خرید کلي ته پر لاره وو چې د طالبانو پر کمین ور برابر شول … !»

لار قدم په قدم سختيدله، له ښاره نابلده خلک او نابلده موټر د هر چا نظر ځانته اړاوه، په هر کنډو او هره نخره کې، ګډ وډ وسلوال ولاړ و، چا پلنګي پتلون له زېړې، رنګه زيرپيرانۍ سره اغوستی و، چا د ګرمۍ له امله لوند دسمال پر ببرو ويښتانو اچولی و، ځینو هم اوږده کندوزي کالي اغوستي و.

اوس نو خپل هدفت ته نېږدې شوي وو، قومندا یوه کور ته ګوته ونیوله ويل يې دلته يې دوه ځوان زامن را مړه کړل.

یوه سرای ته ننوتلوو، اربکي ملیشو خپل قومندان ولید چې له یوې سپین پوستې جګې ښځې سره یو ځای له موټره را کښته شو، ټولو په فرانسوۍ ميرمن کې چې خپله څېره یې افغاني کړې وه سترګې خښې کړې وې.

په سرای کې په مر میو ویشتلي ځایونه او کنډ کپر لوښي پراته وو، د سرای په لویدځه څنډه لوړ برج و عسکر يې لاندې سيل ته را کښته شوی و.

 موږ خپل وسایل چمتو کړل، قومندان سر کوږ کړ په چپه لاس يې پټکی سم کړ: ” د کندوز په سقوط کې پنځه ورځې دلته محاصره وم، په ډيرې سختۍ مې ځان له دې ځایه و ایستۍ ځکه ملا سلام د کندوز نیولو ته دومره بيړه نه کوله لکه زما وژلو ته! زه له طالبانو بیل شوی قومندان وم“.

ملا سلام د کندوز په سقوط کې د دولت پر وړاندې د جګړې رهبري کوله او د همدغه ولایت د طالبانو والي و.

دا د هغه جنګي قومندان کیسه ده چې نېږدې یو کال وړاندې د طالبانو له لیکو را بیل او اوس يې په خپل کلي کې د پنځوسو اربکي ملیشو مشري کوله.

له موږ سره يې د سیمې د حالاتو او تشویشونو په اړه اوږده مرکه وکړله ، اخری ځواب يې دا و چې که دولت زما په اړه خپل دریځ بدل نه کړ دا به زما ورستۍ مرکه وي او زه استفا وړاندې کوم، له دې وروسته به په کندوز ښار کې دکانداري پیل کړم.!!

شیخ ذاهد وویل دوه کاله وړاندې چې ما له طالبانو سره په ښکاره کار پیل کړ، نو په لنډ وخت کې مې په کندوز کې ډيرې حکومتي پوستې تر برید لاندې را وستلې.

زاهد اوس د همغو طالبانو پر وړاندې جنګېده.

ولې شیخ زاهد له حکومت سره یو ځای شو؟

نوموړی وايي: ”په لومړي ځل چې پيښور ته وغوښتل شوم، د طالبانو د یو شمير قومندانانو او والي له لوري ډير وهڅول شوم، د سپيڅلي جهاد مبارکي يې را کوله، امر وشو چې مولوي صاحب ته د لارې او کورنۍ خرڅ، او ځانمرګي بریدګر چمتو کړئ.

زه بیرته خپل کلي ته راغلم  دا ځل مې یو څه جیب هم ډک و، د ټوپک له چلولو مې هم خوند اخیست.

 څو میاشتې چې تيرې شوې، بیا وغوښتل شوم، دا ځل راساً د ای ایس ای له یوه جنرال سره کینول شوم، درې ځله يې خبره تکرار کړه چې ته باید کور پيښورته راولې، ټول مصرف او هرڅه موږ در کوو، ته یواځې خپل فعالیت کوه. په دا ځل ماموریت کې ماته دوه وړانديزونه وشول، یو دا چې ویل يې ته باید ننګرهار یا کندهار ته ولاړ شې، ځانمرګي چمتو دي، یواځې دا معلوم کړه چې د هندوستان په قونسلګرۍ کې څومره افغانان کار کوي، د هرې ورانۍ امر راته وشو، لنډه دا چې له تورخم اخوا ته افغانستان وران کړه خو پاکستا ته وفادار پاته شه.

دویم وړانديز دا و چې که کندوز ته ځې نو بیا به هلته هغه سړک چې قیر کیږي کارونه به یې ور بند کړې، دا سړک زرخرید کلي ته را غلی و چې زما د خاپوړو کلی دی، دا ځل د پاکستاني مشرانو شوم هدف سخت خپه  کړم، ما چې فکر وکړ اوس خو دې له دوی سره ژمنه کړې او دا سړک زموږ کلي ته راځي چې یوخت به زموږ بچیان هم ترې ګټه اخلي، بس تصمیم مې بدل کړ او په خپل هنر او چالاکۍ مې دواړه غاړې خوشاله ساتلې همدا زما هلې ځلې وې چې سړک پوخ شو.

هلته ورځ تر بلې پر طالبانو فشارونه زیاتېدل، واک مو کم شو، غوښتنې مو نه منل کېدلې، هغه و چې ما هم ځان د مرګ خوله کې ور کړ، را غلم له حکومت سره یو ځای شوم، خو دلته هم دومره صداقت نشته، زه دا شپږ میاشتې د خپلو نفرو لپاره د خوارک او څښاک پیسې نه لرم، دولت وسله او خرچه نه راکوي“.

په کندوز کې اربکي ملیشې ښه نوم نه لري، د ملي اردو د ۲۰ پامير فرقې یوه سرتيري په خبره چې د ذکات ټولولو پر وخت اربکیان هره ورځ په خپل منځي جنګ بوخت وي د عشر په سیمو يې سره جنګ وي.

خو قومندا شیخ ذاهد بیا ځان سپينه کوتره بولي او وايي چې که زه نه وم کلی به میراث شي.

قوماندان وايي، په اربکیانو کې ډير بد خلک شته  چې ان د خلکو پر ناموس هم ایله نه کوي او د ټولو اربکیانو رنګه یې بده کړې ده.

کندوز اوس بیا له یوه  لوی ګواښ سره مخ دی ددغې سیمې چارواکي او عام وکړي هم د طالبانو له بیا راتګ څخه وېرېږي، چې بیا خواړه له خاورو سره ګډ نشي.

پای

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *