درې واړه په موټر کې ناست و، یو یې په لاره کې کوز شو، د اکا زوی ته مې د پاتې کېدو ډېر ستونه وشول، خو ما ته یې غږ هم ونه کړ، مخ مې واړوه، له ځان سره مې وخندل.
بل ځای لاړو، ډوډۍ ته ناست و، ټولو ده ته ستونه کول، چې ښه ډوډۍ وخوري، خو ما ته د هیچا پام نه و، دا ځل مې پټ په زړه کې له ځان سره وخندل.
د یوې موضوع په اړه پریکړه کیده، ټولو ده ته د خبرو اختیار ورکړ، خو ما ته د یوې دقیقې لپاره چا نوبت را نه کړ. چې مجلس ختم شو، موسک شوم.
دا ټول ځکه کېدل، چې زما جیب خالي و او د اکا زوی مې د پیسو کان و.
رښتیا را یاد شول، ما په نورو ځایونو کې هم خندلي دي.
هر کال به مو په دفتر کې د مشرانو کلیزې نمانځل کیدې، خو ما غریب به چې ډیرې ګیلې هم وکړې، د چا به را پام نه و. نو مجبوره به وم، چې وخاندم.
د دفتر مشرانو ته به چې څه غم ور پیښ شو، ټول دفتر به یې کور ته ور روان و، خو ما ته یې قسم کړی و، چې قدم را وانخلي.
ما ډېر خندلي دي، دا خلک چې پیسې او واک د احترام کولو معیار ګڼي، زه یې د کرکې وړ نه ګڼم او نه ترې خفه کیږم. دوی ډېر واړه خلک دي، ځکه اوس یوازې خاندم او د همدې عملونو تکرار ته به یې تل وخاندم.
وروره ما هم دغه شی درک کړی دی. د هر چا څخه د مناسبي رویې او برخورد هیله مه ساته کنه بیا به ما غوندي تنها او یوازي ګرځې. زه خو وایم هر څوک باید خپل زړه خوشاله وساتي او د خلکو سره ګذاره وکړي
Hamhagha d` Sa`adi saheb d ghwarr lasttony(aasteen-e charb) qesa da !
Vesselaam.
په یوه ټو لنه کې چې ټول ار زښتونه ما دي وي او ټولنه له ټو لو اخلا قي او دیني ارزښتو نو څخه تس نس شوې وي او همدا لړۍ په ډیره بیړه روانه وي ، د انسا نیت او انساني اقدارو جرړي را ایستل کیږي ، د اسلا میت ، افغا نیت ، انسا نیت او نورو اخلا قي او معنوي ارزښتونو طمعه کول بیځا یه بو لم.