ماته مې له کوچنیتوبه خپلې وړې هیلې دومره ګرانې وې لکه پادشاه ته چې خپله پاچاهي ارزښت لري زما مبارزه د نیلسن منډیلا په څیر زما ژوند دی. دا منم چې ما به ډېر کړاونه خپل منزل ته درسیدو لپاره تیر کړي وي خو موراو پلار که زما مخه نه ده نیولې زما مخه یی هم نه ده ډب کړې او تل یې ازاده پریښې یم. ما ډاډ ورکړی چې ستاسو لور ستاسو د عزت شمله تل لوړه ساتي زما تل دهغوی هره بیچارګي او خواري په یاده وي او وي به، کومه ډوډۍ چې پلار به مې په تڼاکو لاسونو راته ګټله او مورکۍ به مې د وښو په پوک وهلو له اوښکو سره پخوله هیڅ نه هیریږي. ښه مې یاد دي چې مور مې په کتابو نه پوهیده خو ماته به یی قران غیږ کې راکړ هغې د قران اوه پوښه لرې کړل زما په وړو لاسو کې یې راکړ ویل یې: خوږې ادکه دې ومره درته! چې ته راته داسې ښایسته کتابونه وایي،تل به یې راته ښې خبرې راښودلې مور ویل: پښتانه پیغلې ځکه مکتب ته نه پریږدي ځکه چې بیا خلک ورباندې د بې غیرت نوم ږدي، نو ما به مور ته ویل مورې زما پلار خو ښه سړی دی ایا پلار به مې هم بې غیرت یادیږي؟ مور سترګې د هو په اشاره ورپولې اوږده سا یې واخیسته زه یی خپلې خواته را نږدې کړم بیا یی راته وویل لورې ستا پلار هوښیار دی هغه پوهیږي چې خلک هرحالت کې درپسې خبرې کوي نو مهمه نه ده چې پردیو ډولو ته سر وخوزو، مور مې وایی د پلار وړه لور وم مستې پیروي کوچ به ټول زما وه هر سهار به مې ادې په ژیړو غوړیو کې راته اوړو ډوډۍ پخولې او ما به مې له ورونو سره ګډې خوړلې وایی چې لږه رالویه شوم د کلي یوې نجلۍ هم راسره سیالي نه شوه کولی، دومره غټ او مین پاستي به مې پخول چې دملا وار به وه کلیوال به زما د پاستو دلیدو په تمه د ډوډۍ تر رسیدو ناست وه ټولو پیغلو به له ما خامک زده کاوه خو بیا به هم زما په شان نه شو ګنډلی سنۍ به یی راوړلې چې جاکتونو کې ګلان ورته ووبمم هغه وایی له پلاره مې ډېره وړه ده ځکه پلار مې هغه وخت مجاهد وه بیا مې د مور دوی کره له ماماګانو سره تللی وه مور مې پلارته د لاسو اوبه اچولې وې پلار مې هم وایی مور مې طلایي ویښتان، سپین مخ او ښایسته مړاوې سترګې وې دپلار مې د مور په تندي لا هغه شین خال هم په یاد وه زه ورته وایم همالته دې زما مور خوښه کړې خو پلار مې بیا وایی چې کوژدې نه هیڅ لا خبر نه وم کله چې کور ته راغلم پوه شوم چې کوژده یی راته کړې مور هم همدا خبره کوي چې د خور کره یی ولیږم ځکه هغه ډېره سرزورې وه وایی چې راغلم نو بیا خبره شوم او له همغې ورځې له باغونو منع شوم خو وایی چې هغه وخت یی نوی د درس ویلو فکر کړی وه که کوژده یی نه وه کړې اوس به یی درس هم ویلی وه، خو هغه اوس خپل خوبونه زما هیلو کې لټوي زما هره هیله چې پوره کیږي نو مورکۍ مې د هوساینې اوږده سا واخلي تل چې له کوره راوځم لاسونه په دعا لولپه کړي زما په وړو هیلو کې د مورکۍ پیغلې هیلې نڅیږي نن چې زه څوک یم هغه زما د مور او پلار له برکته دي پلارمې د قام له خوا ورکړي نوم بې غیرتي ته غاړه کیښوده خو هغوی اوس پښیمان دي ځکه زما پلار غیرت کار کړی وه هغوی دواړو دهرکار زه لپاره ازاده پریښودم او ما دغې ازادۍ نه دومره ګټنه واخیسته زه د هغو پیغلو دردیدلې چیغه یم چې په ستوني کې خپ خپ ژاړي او چیغې یې هیڅوک نه اوري غواړم دهغوی پټه پټه ژړا په داسې یاغې چیغې بدله کړم چې له شرقه تر غربه یې ناره د هرې پیغلې په وجود لرزه راخوره کړي.