مرکه کوونکی: فريد احمد تسکين

داځل مو د تير په څېر د موسيقۍ په ګل بڼ کې له يو داسې بلبل سره غږيدلي يو چې چغار يې لر او بر ته رسيږي او دبيدارۍ جرس يې زړونو ته لار کوي دغه بلبل مبين وصال نوميږي او د لويې پکتيا له سندريزې سيمې سره تړواو لري،هيله ده ترپايه راسره پاتې شئ.

لوی افغانستان: ښاغلی مبين وصال له هرڅه دمخه درته ښه راغلاست وايو چې لوی افغانستان سره مرکې ته حاضر شوی او له نوم سره خو دې ګڼ شمېر خلک اشنا دي که د خپلې سيمې په هکله مالومات راکړی؟

مبين وصال: ډيره زياته مننه تسکين صیب چې راغلې ماته مو لوی افغانستان سره د مرکې بلنه راکړه لومړی تاسو ته او د لوی کور لوی افغانستان لوی قوم ته چې په لر او بر کې ژوند کوي سلامونه او نيکې هيلې وړاندې کوم نوم مې مبين وصال دی د لويې پکتيا د لوګر ولايت د محمد اغه ولسوالۍ د دينو د کلي اوسيدونکی يم.

لوی افغانستان : ښاغلی وصال که د خپلو زده کړو نه راته ووايی؟

مبين وصال: له بده مرغه بايد ووايم چې له ځينو ستونزو له امله مې ښوونځی نه دی بشپړ کړی تر اتم ټولګي پورې مې ښوونځي ته سر ور ښکاره کړی څه ناڅه ستونزې مې پرې حل کيږي.

لوی افغانستان: وصال صيب د موسيقي ډګر ته مو څه وخت را دانګلي دي او د کوم احساس له مخې مو دې هنر ته مخه کړه؟

مبين وصال: له موسيقي سره مې له ماشومتوبه مينه وه په ځانګړي ډول له غزل سره چې شا او خوا پنځلس کاله کيږي دې هنرته راغلی يمه.

لوی افغانستان: داچې ته يو موسيقار يې د موسيقي کومه اله مو خوښيږي او همدا ډول په دې ډګر کې مو د چا لاس لاندې کار کړی دی موخه مې له استاد څخه ده؟

مبين وصال: د موسيقي ټولو الو سره بلد يمه ؛خوباجه راباندې ‌‌ډېره ګرانه ده خکه چې زما ګوتې پرې ښې چليږي او استاد مې خپل ګران پلار او کاکا ګان چې ډېر يې هڅولی يمه او راسره یې مرسته هم کړې ده خو په رسمي شکل سره مې له استاد سيداګل مينا نه د موسيقي زده کړه کړې ده.

لوی افغانستان: تردې دمه مو څو سندرې تر مينوالو رسولې دي په دې کې يې څو اډيو او ويډيو دي؟

مبين وصال: د مهاجرت پرمهال چې ما په مقبوضه پښتونخوا کې ژوند کاوه ډيرې سندرې مې ويلې دي خو اوس مهال نهه سندرې لرم چې پر دوو مې ويډيو کړې او پاتې نورې يې اډيو دي.

لوی افغانستان: شعر خوند درکوي که موسيقي او همدا ډول که راته و وايی له خپل هنري کار راضي ياست؟

مبين وصال: ډير د حدای ج شکر دی چې د ذوق پرخوا روان يمه کارونه مې ټول په ښه ډول روان دي او له خپل کار ډېر راضي يمه ،شعر او موسيقي لکه نوک او ورۍ سره نږدې دي وايي شيدې خو د خدای ج نعمت دی خو چې غوړي ورسره يو ځای شي نعمت الله ترې جوړيږي دواړه يو تر بل لازم او ملزوم دي.

لوی افغانستان: لوی افغانستان لوی کور ته دې سندرې ويلې دي؟

مبين وصال: هوما د خپل لوی کور افغانستان او لوی قوم پښتون د بيدارۍ لپاره سندرې ويلې دي.

شعر يې د ملنګ جان بابا دی

هرڅه نه به تېر شم خو ايمان نه تيريدی نه شم

زه لکه ايمان پښتونستان نه تيريدی نه شم

عزم مې دی کړی چې وطن به خپل ازاد کړم

يا به خپله لاره کې هستي خپله برباد کړم

دا زما پيمان دی خپل پيمان به څنګه مات کړمه

زه خو له خپل قوم او خپل پيمان نه تيريدی نه شمه

او داسې نور ورته د هيوادنۍ مينې سندرې چې د خپل قوم د ویښتيا لپاره ليکل شوي وي ويلې مې دي او ګڼ شمېر مينه وال هم لري او هڅه مې همدا ده چې په راتلونکي کې د لوی افغانستان لپاره سندرې ووايم ترڅو د خپل قوم او ولس يو والی ټینګ شي.

لوی افغانستان:ٌ نورو افغان موسيقارو ته څه بيغام لری؟

مبين وصال: زما پيغام هغو موسيقاروته داده چې اوسمهال بې ذوقۍ ځپلي دي او زما هيله ترې داده چې پر موسيقي ځان پوی کړي د موسيقي خپل ځانګړي سبق لاره ونیسي زحمت وباسي او له تکړه موسيقارو استادانو څخه زده کړې وکړي.

لوی افغانستان: داچې ته هم د يو مشهور سندرغاړي په توګه بيژندل کيږې خپله ستا کوم سندرغاړی خوښيږي؟

1مبين وصال: سندرغاړي خو ډېر دي خو يو څو تنه مې ډېر خوښيږي لکه خيال محمد استاد،شاه ولي استاد،سيدا ګل مينا،هارون باچا او ځيګر صافی او په ميرمنو کې مې نازيه اقبال،ستاره يونس او د ارواښادې ګلنار بيګم.غږ مې هم ډېر خوښيدو.

لوی افغانستان: راتلونکي کې کوم پلانونه لری ؟

مبين وصال:راتلونکي کې په پام کې لرم چې غزلې،نظمونه او ولسي سندرې ووايم که رسنۍ وغواړي موږ سره مرسته وکړي او زموږ سندرې خپلو مينه والو ته خپرې کړي هيلې شته دي چې د موسيقي هنر په برخه کې به ډېر زيات کار وشي.

لوی افغانستان: پرته له تاسو ستاسو په کورنۍ کې پخوا يا اوسمهال نور داسې کسان شته چې د موسيقي په ډګر کې کار کوي؟

مبين وصال: زما نيکه حاجي صيب محمد الدين دې خدای وبښي چې اوسمهال وفات شوی دی ښه قابل رباب غږوونکی و او زما پلار او کاکا ګان هم رباب غږوونکي او تبله ماران دي او د موسيقي کار او بار مسلک موږ ته په ميراث پاتې دی.

لوی افغانستان: ښاغلی وصال ايا دا نوې موسيقي به په کلاسيکه موسیقي اغيزه و نکړي مينه وال او پلويان به له لاسه ورنه کړي؟

مبين وصال: زه په دې نظر يم چې له کلاسيکې موسيقي نه اوسنۍ موسيقي ډېره بې خونده ده او هغه خوند چې په کلاسيکه موسيقي کې و مينه وال يې ډير و اوس هم ډير شمير خلک کلاسيکه موسيقي اوروي او خوند ترې اخلي.

لوی افغانستان: هغه کومه سندره وه چې د ولس له لوري بدرګه شوه او مينه وال يې پيداکړل؟

چې مې د چا په تهمت توره ده لمنه

اوس مې نه کوي پوښتنه

د بې کسۍ بې وسۍ لاسه

اوس مې نه کوي پوښتنه

د ارمان مړي مې خښيږي بې کفنه

اوس مې نه کوي پوښتنه

دغه سندره چې شعر يې د حکيم جان فريادي دی طرز مې ورته کليوالي جوړ کړی و او د ولس لخوا ډېره خوښه شوه.

لوی افغانستان : د لوی افغانستان لوستونکو ته څه پيغام لری؟

مبين وصال: زه له ټول افغان ولس د لوی کور لوی اولس څخه هيله کوم چې په خپلو کې سره يو شي د هغه دوښمن مخه ونیسی چې زموږ په فکري استعمار يې لاس پورې کړی دی د باچا خان هغه فکري رڼا د زړه په لپه کې را واخلي او د خپلو تيارو کورونو په خونو کې يې روښانه کړي او د انسانيت او سولې ناره تر نړيوالو ورسوي.

لوی افغانستان: ښاغلی مبين وصال له تاسو غرونه غرونه مننه کوو چې وخت مو راکړ او مرکې ته حاضر شوئ ستاسو د لا زياتو برياليتوبونوپه هيله.

مبين وصال : ګران تسکين صیب له تاسو هم ډيره زياته مننه کوم چې زموږ پوښتنه مو وکړه او زما جونګړې ته راغلی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *