تاند- متحده عربي اماراتو او افغانستان یوه مفاهمه لاسلیک کړه چې پر اساس یې افغانستان دغه عربي هیواد ته کارګر لېږي.

اوس هم په زرګونو افغان کارګر په متحده عربي اماراتو کې په کار بوخت دي خو هغوی په خپل لګښت او ابتکار دې هیواد ته تللي دي.

متحده عربي اماراتو ته د افغان کارګرو د لېږلو موافقه د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د کار، شهیدانو، معلولانو او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي او د متحده عربي اماراتو د بشري قوې وزیر نصیر بن ثاني الاحلیمي ترمنځ د سویس په جینیوا کې د کارګرو د نړیوال کنفرانس د ۱۰۷ مې ناستې په څنګ کې لاسلیک شوه.

د خلیج ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې د متحده عربي اماراتو د بشري قوې وزیر وویل، د دواړو خواوو ترمنځ دا موافقه د دوو هیوادونو ترمنځ د موجودو دوستانه اړیکو د لا زیاتېدا لپاره لېوالتیا ښيي.

ښاغلي الاحلیمي دا مهمه وبلله چې دغه هیواد ته د کارګرو په لېږلو کې افغانستان له شفافیته کار واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *