تاند- د متحده عربي اماراتو حکومت پرېکړه کړې چې د نېکمرغۍ په نوم د خلکو د سوکالۍ او خوشالۍ لپاره ځانګړی وزارت جوړ کړي.
د متحده عربي اماراتو صدراعظم محمد بن راشد ال مکتوم وویل چې د نېکمرغۍ او دغه راز د زغم وزارت جوړوي.
متحده عربي امارات هڅه کوي چې د دغه وزارت له لارې د خلکو په منځ کې زغم او د یو بل منل دود کړي.
ال مکتوم، چې د متحده عربي اماراتو د صدراعظمۍ ترڅنګ د دوبۍ امیر هم دی، وايي چې څو وزارتونه به له یو بل سره مدغم کړي.
ده وویل چې په حکومت کې باید زیات انعطاف موجود وي، متحده امارت زیاتو وزارتونو ته اړتیا نه لري خو داسي وزارتونو ته اړتیا لري چې له بدلونونو او اصلاحاتو سره جوړ راتلای شي.
ال مکتوم په وروستیو کې ویلي و چې په دې لټه کې دی چې تر ۲۵ کلونو یو کشر ځوان په متحده عربي اماراتو کې د ځوانانو وزیر شي.
د متحده عربي اماراتو حکومت په پام کې لري چې اکثره دولتي خدمات خصوصي سیکتور ته وسپاري.
متحده عربي امارات د عربي خلیج په سیمه کې یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د تېلو پر عوایدو زیاته اتکا نه لري او د سوداګرۍ، پانګونې او د نړیوالو د پانګو د جذبولو له لارې یې بې ساری پرمختګ کړی دی.