کله چې د کابل په وزير محمد اکبر خان مېنه کې د لبناني هوټل پېچلې سيمې ته ځير شې، نو ښکاره به شي، چې ګويا دغه ډيپلوماتيکې سيمې ته د ځانمرګو بريدګرو ننوتل ناشونی کار دی او فکر به وکړې، چې ګويا دا بريد د وسله والو طالبانو له سويې خورا اوچت دی.

 په دې سيمه پراخه امنيتي ګزمې او د هغوی چک پاينټونه ددې څرګندويي کوي، چې په دومره اسانۍ سره دې ځای ته ورتلل به ستونزمنه چاروي.

په ياد بريد کې د کورنيو او بهرنيو په ګډون ۲۱ تنه ووژل شول، چې ټول ملکيان وو، نو جوتيږي، چې له طالبانو اخوا داسې کړۍ په دې کې لاس لري، چې غواړي په مټ يې افغان حکومت و وېروي او هغه ته وښيي، چې ان نور نو د ارګ د خوندي کېدو چانس کم دی.

ددې ډول بريدونو انګازې اوچتې دي او په مټ يې په افغانستان د خپلو غوښتنو د منلو يو فشار دی، ځکه چې دا او دې ته ورته نور ځنځيري رهبري شوي او پلان شوي هغه  ډېر له ګواښه ډک بريښي، چې وسله وال طالبان يې په يو مهال کې له برابرولو عاجز بلل کېږي.

وسله وال طالبان ځکه ددې بريدونو پړه مني، چې دوی هم يوه واحده ډله نه ده، بلکې دوی هم سره ويشلي دي او له بلې خوا د افغانستان لپاره د دوی دريځ هم له امريکايي، هغه سره ورته بلل کيږي.

وسله وال طالبان چريکي بريدونه کولای شي، ترور يو، يونيم بريد تر سره کولای شي، خو داسې بريدونو ته به دوی هم حيران وي، چې تر سره کوونکي يې بل څوک خو کرېډټ يې د دوی په نوم تمامېږي.

په تېرو دوولسو ورځو کې تر سره شوي بريدونه په بهرنيو پوځيانو نه دي شوي او نه هم پکې کوم بهرنی پوځي ټپي او يا وژل شوی، بلکې قربانيان يې ملکي وګړي او افغان امنيتي سرتېري دي، نو له دې امله هم ترې بل مفهوم اخستل کيږي.

په تېرو ۱۲ ورځو کې په ټول هېواد کې دې ډول بريدونو کابو ۷۰ ملکي وګړي وژلي او د ټپيانو شمېر يې تر دې لوړ دی.

په افغانستان کې يوشمېر پرديپالې رسنۍ هره ورځ ددې لپاره لګيا دي، چې څنګه د خلکو ذهنونه اغوا او روحيې يې کمزورې کړي، ځکه چې په دې تبليغاتي جګړه کې بهرنيان لوړ لاس لري، دوی د افغانانو له منځه خپلې غوښتنې ډېرې ښې کولای شي.

په افغان امنيتي سرتېرو کې اوس هم پوره توان او وړتيا شته، چې له هېواده دفاع وکړي او تر دې په سختو شرايطو کې د مخالفينو مخه ډپ کړي، خو هله ستره او پياوړې روحيه اخستلای شي، چې ولس يې ترشا ودريږي، ويې ستايي او د قربانيو درناوی يې وکړي، نه دا چې د ولس له لوري توهين شي.

په ټوله کې پکار ده، چې امنیتي ادارې باید د امنیتي ګواښونو او وسله والو مخالفینو د بریدونو په مهارولو کې بې تفاوته پاتې نشي او تردې څو برابره د سختو او پېچليو بريدونو د مخنیوي لپاره ګوته په ماشه ودريږي. دا کار يوازې د کابل ښار لپاره نه بلکې د هېواد د هرګوټ لپاره اړين دی.

د کورنيو چارو وزارت د يوه چارواکي خبرو حيران کړم، چې ويل يې تر هر بريد وروسته موږ پلانونه بدلوو او فکر کوو. پکار خو داده، چې تر بريدونو د مخه يې مخه ډپ شي، پلانونه ورته جوړ شي او له نورو امنيتي ادارو سره په همغږۍ، ټول توان په کار واچول شي، چې ددې ډول قربانيو مخه ونيول شي، د هېڅ افغان وينه بايد توی نشي، په دې کې که ملکي وګړي وي او يا هم امنيتي سرتېری. ددې ولس لپاره د دوی د وينې هر څاڅکی د وياړ هغه دی.

افغانستان په ډېرو حساسو حالتو کې قرار لري، امنيتي تړون، د روان زيږديز کال په پای کې د بهرنيو پوځيانو شمېر کمېدل، د راتلونکو ولسمشريزو او ولايتي شوراګانو ټاکنې د بهرنيانو د مرستو کمېدل او نور ، چې که يې په اړه په دقت سره ګام اوچت نشي، نو افغانستان به يوه بحران ته ولاړ شي.

په اوسنيو شرايطو کې له امريکا سره د امنيتي تړون د نه لاسليک په خاطر د نړيوالې ټولنې فشارونه او د افغان ولسمشر دريځ دومر سره متضاد دي، چې تر شايې ان د يوه ناورين سيوری ښکاري.

امريکايي چارواکي په يوډول نه يوډول سره زور راوړي، څو وښيي، چې د هر کار وړتيا لري او په دې هېواد کې يې تر سره کولای شي. د دوی لاس د ډېرو پېښو تر شا شته، ځکه چې د خپلو ګټو لپاره ورته هر کار جواز لري.

د افغان حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر دريځ هم ډېر وخت مناسب نه وي، کله ناکله خو له نړيوالو سره په بدۍ کې د درېدو له امله يې دومره لويې تېروتنې وکړي، چې د هېواد د ولس او راتلونکي لپاره له خطره ډک پرېوځي.

پکار خو داده، چې د تېرو کلونو لاسته راوړنې په صفر ضرب نشي، افغان حکومت بايد په خپلو پلانونو او دريځونو کې بدلون ته لار اواره کړي او نړيواله ټولنه هم ددې ستونزې په اواري کې داسې يوه لار غوره کړي، چې تېرې ۱۲کلنې لاسته راوړنې په صفر کې ضرب نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *