غالباً د سردار فاروق احمد خان لغاري دور و. له کابله یو رسمي پلاوی پاکستان ته راغلی و. له همدې صدر سره یې ملاقات درلود. پلاوي د وخت  د جمهور رییس استاد برهان الدین رباني پیغام ځان سره راوړی و.

کوربه ورته ویلي و چې پښتو ستاسو د هیواد ملي ژبه ده نو په پښتو به خبرې وکړو. خو پلاوي چور انکار کړی و او ویلي یې و چې نه، پښتو د خانه بدوشو ژبه ده!

پلاوي انګریزي شروع کړې وه او چې کله ورسره کوربه انګریزي خبرې پیل کړې وې، نو بیا یې دوی په مانا نه پوهیدل او د پښتو تحقیرولو د ګناه عذاب یې وڅکه او ښه وشرمیدل.

په دې موضوع هماغه وخت د پیښور په یوه اخبار کې کالم راغی. لیکوال په دې افسوس ښودلی و او دا یې د شرم خبره ګڼلې وه چې د یوه هیواد رسمي پلاوی، د خپل وطن له رسمي ژبې منکریږي او بیا په شرمونو شرمیږي.

پښتو که څه هم زموږ په هیواد کې د اکثریت ژبه ده، خو له وختونو راهیسې ور سره د ځینو اقلیتونو لخوا تعصبات روان دي. په دوی کې داسې متعصبین هم شته چې ځانونه ورته له ټولو غوره مسلمانان ښکاري، حتی د دیني زدکړو خاوندان دي خو لا یې هم په زړه کې د تعصب اور بلیږي.

 دا متعصبین ځینې مړه شوي او ځینې یې ژوندي دي او زه د دواړو ( مړو او ژوندیو ) په مسلمانۍ شکمن یم. دا شک مې، خدای مکړه،  د تعصب زیږنده نه ده؛ دا شک مې د یوه نبوي حدیث شریف له مخې ده. حضور اکرم ص فرمایلي: ((لَيْسَ مِنَّا مَنْ دَعَا إِلَى عَصَبِيَّةٍ ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ قَاتَلَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ ، وَلَيْسَ مِنَّا مَنْ مَاتَ عَلَى عَصَبِيَّةٍ ))

پښتو یوه ژبه ده، هره ژبه د خدای ج د قدرت ښکارندويي کوي. خدای ج خلک په مختلفو قومونو او ډلو وویشل، رنګارنګي یې رامنځ ته کړه، د دې لپاره یې وویشل چې یو بل وپیژني، پیژندل یې اسانه شي او بیا یې په دې ډلو او ټپلو کې تر ټولو د غوره کسانو صفت هم بیان کړ، دغه صفت یې هیڅ ژبې ویوونکي پورې ځانګړې نکړ، بلکې یوه عمومي قاعده یې وړاندې کړه او د تعصب مخنیوی یې وکړ:

 (( …وَ جَعَلْنَكمْ شعُوباً وَ قَبَائلَ لِتَعَارَفُوا إِنَّ أَكرَمَكمْ عِندَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ…الایه، سوره حجرات))

تعصب، هغه که ژبنی وي، که قومي وي، که جنسیتي وي، که  نژادي وي او که… یوه هلاکوونکې ناروغي ده. په دې ناروغۍ هم عرب اخته دي او هم عجم او شاید د نړۍ هر ګوټ ته دغې ناروغۍ ریښې ځغلولي وي.

خو زموږ له ټولې نړۍ سره کار نشته. زموږ خپل غمونه ډير دي.  موږ سره د خپل هیواد او خپل ولس غم دی موږ سره د هغو خلکو غم دی چې د تعصب قرباني کیږي. دولتي دفترونو کې د کمترۍ احساس کوي، توپیري چلند ورسره کیږي او حتی سپکاوی یې کیږي.

که ژبنی تعصب یو عادت وګڼو نو د عادت له منځه وړل ستونزمنه ده، خو مهاریدلی ناشوني نه دي. مثلاً: یو څوک چرسي دی، بیرون چرس وهي خو کور کې ترې ډډه  کوي یا هغو ځایونو کې ترې ډډه کوي چې کارونه یې منع ګرځول شوې.

هغوی چې د تعصب په ناروغۍ اخته دي، دا ناروغي دې لږ تر لږه په رسمي دفاترو کې نه څرګندوي. د خپلې دغې پلیتې ناروغۍ سزا دې بل ته نه ورکوي او یا دې دغو ناروغانو ته دا اجازه نه ورکول کیږي چې څوک په تکلیف کړي.

د دې لپاره، دولت باید داسې لایحې جوړې او عملي کړي چې د رسمي ژبو انډول پکې مراعت شي. مکاتیب، احکام، فرمانونه، قبالې، اسناد او… دې په دواړو ژبو کې ولیکل شي.  مثلاً: که د بامیان، پنجشیر او … اوسیدونکي پښتون مامور ته په ډاډه زړه دري عریضه لیکي، نو پښتانه دې هم د خپل هیواد  د دغو سیمو مامورینو ته په خپله ژبه عریضې وړاندې کړي او هغوی دې ورته نه وايي: ای، چیست؟

تعصب، لکه مخکې چې مې وویل یوه خطرناکه ناروغي ده. دا ناروغي ( چې هرڅوک پرې اخته وي)  ولس تباه کوي، هیواد تباه کوي نو یو ناروغ ته باید دومره وخت ور نکړل شي چې وطن او ولس ته یې زیان ورسیږي.

محمد نعمان دوست، د غبرګولي ۱۱مه،۱۳۹۵

( دا لیکنه د سرخط ورځپاڼې په نننۍ /سې شنبه/ ګڼه کې هم خپره شوې ده)

One thought on “متعصب ناروغان دې مهار شي”
  1. دريغئ چې مونږ داسې ټکړه طبیب نه لرو چې د داسې لیونیو متعصبینو علاج وکړي۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *