تاند- د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالي یو شمېر اوسېدونکي وايي چې خپل هیواد او مېنې ته له ستنېدو وروسته د دې ولسوالۍ د متغصب ولسوال له مخالفت سره مخامخ شوي دي.
دوی وايي، د «خپل وطن ګل وطن» تر شعار لاندې خپلو پلرنیو او مورنیو مېنو ته راغلل خو د سنمګان د حضرت سلطان فاشیست او متعصب ولسوال خبرداری ورکړی چې یا د افغانستان جنوب وګرخي او یا بېرته پاکستان ته لاړ شي.
له تاند سره په تماس کې د دې سیمو اوسېدونکو ویلي چې د حضرت سلطان قومپال ولسوال د دې ولسوالۍ ۱۶ پښتنو کلیو ته خبرداری ورکړی چې ژر تر ژره بېرته پاکستان یا جنوبي ولایتونو ته لاړ شي.
په لاندې عکسونو کې وینئ چې د ولسوال په امر پولیس کلیو ته استول شوي او خلک ځوروي. هغوی ته وايي چې له دې سیمې لاړ شي.
د حضرت سلطان اوسېدونکي وايي چې د ټول ولایت په کچه یوازې په ولایتي شورا کې یوه وکیله خاټول شېرزۍ لري چې هغه هم د زورواکانو په مقابل کې څه نه شي ویلی.
تر دې وړاندې په تېرو ۱۶ کلونو کې په تخار، فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې له مهاجرته د بېرته راستنو شویو پښتنو مخه په ورته ډول نیول شوې ده.
د اکثرو کډوال شویو پښتنو مځکې او جایدادونه د زورواکو قوماندانانو له لوري غصب شوي دي.
وایی د سارا را غلل د کور خلک یې وویستل.
هېڅ دولتي مسوول شخص حق او اجازه نه لري چې د افغانستان د اتباعو د مسکن او سکونت حق تعیین کړي. د هېواد اساسي قانون ټولو اتباعو ته د اوسېدو د ځای د انتخاب حق ورکړی دی.
د حضرت سلطان ولسوال او بل هرڅوک چې غواړی هېوادوال له خپلو مېنو او کورونو نه وشړي باید محاکمه او ترټول سخته سزا ورکړل شي.