متقاعد جنرال اسد درانی

تاند- د پاکستان د پوځ د استخباراتي ادارې پخوانی ريیس متقاعد ډګرجنرال اسددرانی د اسامه بن لادن په وژلو کې د پاکستان د پوځ د رول په اړه د یوه کتاب د لیکلو په خاطر د پوځ مرکزي قوماندانۍ ته د توضیحاتو د وړاندې کولو لپاره احضار شوی دی.

جنرال اسد دراني، د (The Spy Chronicles) په نوم په کتاب کې، چې له یوه پخواني هندي استخباراتي چارواکي سره په ګډه یې لیکلی، ادعا کړې چې پاکستان اسامه بن لادن په ۵ کروړ ډالره خرڅ کړ.

 د پاکستان د پوځ‌ د عامه اړیکو د ادارې مشر جنرال آصف غفور پر خپل ټوېټر لیکلي چې پوځ دغه متقاعد جنرال د مې په ۲۸مه ورغوښتی چې په راولپنډۍ کې د پوځ مرکزي قوماندانۍ ته ورشي او د پاکستان د پوځ د قانون له مخې د خپلو خبرو سپیناوی وکړي. پخواني لومړي وزیر او د مسلم لیګ ګوند مشر نوازشریف هم د اسد دراني پر کتاب (The Spy Chronicles) د ملي امنیت د کمېټې د عاجلې غونډې غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په کتاب کې د ګڼو مهمو مطرح شویو مسلو په اړه باید غور او څېړنه وشي.

د پاکستان د مشرانو جرګې د تېرې دورې ريیس رضا رباني د جمعې په ورځ په سنا جرګه کې د اسد دراني پر کتاب سخته نیوکه وکړه.

رباني وویل«بوږنوونکې دا ده چې له یوې خوا د پاکستان او هند اړیکې تر بل هر وخت خرابې دي او له بلې خوا د دواړو هیوادونو د استخباراتو پخواني مشران په ګډه کتاب لیکي.»

له دراني سره دا څېړنیز کتاب د هند د استخباراتي ادارې (را) د څېړنې او شننې د څانګې پخواني ريیس اې ایس دولت لیکلی دی.

د رباني په وینا که د دراني پر ځای دا کار د پاکستان یوه ملکي سیاستوال کړی وای، اوس به د خاین او غدار ټاپې پرې لګېدلې وای.

د رباني اشاره د نوازشریف وروستیو څرګندونو ته وه چې له کبله یې د ملي امنیت د کمېټې غونډه وبلل شوه.

نوازشریف د هند د مومبي د ۲۰۰۸ کال د حملو په اړه ډان ورځپاڼې ته په مرکه کې ویلي و«دلته د سختدریځو ترهګرو شبکې فعالې دي. دوی غیردولتي لوبغاړي بلل کېږي، ایا پکار ده چې هغوی پرېږدو څو له پولې واوړي او په مومبي کې ۱۵۰ تنه ووژني؟»

د رباني له څرګندونو وروسته د پاکستان د پوځ ویندوی وویل چې درانی یې د سپیناوي لپاره د پوځ مرکزي قوماندانۍ ته ورغوښتی دی.

2 thoughts on “متقاعد جنرال اسد دراني: د پاکستان پوځ اسامه بن لادن په ۵ کروړ ډالره خرڅ کړ”
  1. THIS IS SHAME FOR PAKISTANI INCHARGE TEAM/
    ALL PAKISTANI GENERALS/MINISTERS AFTER THEY LEAVE THE POST,
    THEY SHOW THEIR TERRORIST FACE TO THE WORLD/
    THEY BECOME GUILTY ON WORLD CRIMINAL ACTIVITY/

    THES TIME TO PASHTOONS WAKEUP AND FIGHT FOR FREEDOM,
    THANKS FROM TAAND.COM WEB TEAM

  2. واقعت دانه دی هغه د زور خبره وه اوس دوی خپله کمزوری په همدی پتوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *