ليکونکی: محمد میلاد بارکزی، د کابل پوهنتون د پالیسي او عامه ادارې ماستري پروګرام د دوهم کال محصل

۱۳۹۵ – ۱۱ – ۲۲

په دې لیکنه کې؛

  • سیاسي نظام څه ته وايي،
  • د سیاسي نظامونو ویش،
  • متمرکز او نا متمرکز سیاسي نظامونه کوم دي،
  • فدرالي او پارلماني نظامونه سره یو دي که توپیر لري،
  • د سیاسي نظامونو ښېګڼې او نیمګړتیاوې،

  • د افغانستان لپاره کوم سیاسي نظام غوره دی،

د افغانستان د اساسي قانون د یو سلو اوه دیرشمې مادې پر بڼسټ افغانستان د مرکزیت اصل لرونکی هیواد دی. د مرکزیت اصل د افغانستان د اساسي قانون لخوا په رسمیت پېژنل سوی دی، او د اساسي قانون ټول مواد په مستقیم او نا مستقیمه توګه دې اصل ته په درناوي رامنځته سوي دي. لکه: د اساسي قانون لومړۍ ماده صراحت لري: ( افغانستان خپلواک، واحد او نه بېلیدونکۍ اسلامي جمهوري دولت دی.) دا ماده په مستقیمه توګه صراحت لري چې افغانستان واحد نظام به لري او دا هیواد به په برخو نه بیلیږې.

د ډیرو سره به یوه پوښتنه پاته وي چې متمرکز او نا متمرکز نظام یعنې څه، او څه توپیرونه د دوی تر منځ شتون لري؟

پدې لیکنه کې د نظام نه هدف د سیاسي نظامونو څخه دی. دلته به لومړی سیاسي نظام تعریف او بیا به يې په ډولونو باندې رڼا واچوو.

تعریف:

  • سیاسي نظام د حکومت کولو د ډول څخه عبارت دی، چې پکښې یو لړ تشکیلات، ادارات، ګوندونه او وګړي د قانون/اصولو له مخې خپل رول او فعالیتونه سموي.
  • (Dictionary.com) سیاسي نظام د دولت د څرنګوالي په تړاو د اصولو، قوانینو، کړنلارو او ایدیولوژي ګانو همغږ شوې ټولګه ده.
  • معاصر سیاست پوهان ګبرائیل الموند او جیمس کولیمن (۱۹۶۰) سیاسي نظام داسي تعریفوي: سیاسي نظام د اړیکو هغه سیستم دی چې په هره خپلواکه ټولنه کې، د مشروعیت او فیزیکي جبر له لیارې د یوالي او ټولنیز ژوند د تامین دنده ترسره کوي.

د سیاسي نظامونو وېشنه:

په نړۍ کې ټول تیر سوي او روان نظامونه د وګړو د ګډون پر بڼسټ لاندې درېو ډلو ته ویشل کېږې.

  • اوتوکراسي (Autocracy): هغه نظام دی چې واک پکښې د یوې سړي په لاسونو کې محدود وي. لکه: د صدام حسین حکومت.
  • اولي ګارشي (Oligarchy): هغه نظام دی چېرې چې واک د یوې کوچیني ډلي په لاسونو کې محدود وي. لکه: ځیني کمونیستي نظامونه.
  • ډیموکراسي (Democracy): هغه نظام دی چېرې چې واک د خلکو په لاس کې وي. لکه: د امریکا متحده ایالتونه.

پورتنۍ ویشنه د نظامونو یوه ټولییزه ویشنه ده. چې هر یو اوتوکراسي، اولي ګارشي او ډیموکراسي نظامونه په خپلو کې ځیني نور ډولونه هم لري.

اوتو کراسي: د یوې شخص لخوا حکومت، دا هغه نظامونه دي چېرې چې ټول واک د یو شخص د ارادې پورې تړلې وي. دا نظامونه کیدای سي قوانین ولري، اداري جوړښت ولري او اداره پکښې په څو برخو ویشلې وي، اما د رهبر اراده پکښې تر هرڅه پورته او معتبره ده. دا نظام درې ډولونه لري.

الف: توتالیتر دیکتاتوري

ب: شاهي

ج: مشروط شاهي

اولي ګارشي: د یوې ډلې لخوا حکومت، دا هغه نظامونه دي چې پکښې یو لړ اشخاص د یو سازمان، ګوند، شبکې په څېر د یو لړ شریکو ارزشتونو او موخو له مخې سره یو ځای سي او ټول واک په خپلو لاسونو کې محدودې کړي. دا ډول نظامونه بیلابیلې ‌‌ډولونه لري، لکه فیوډالي حکومتونه، کمونیستي حکومتونه او هر هغه حکومت چې د ټولنې د یوې کوچیني ډلې تر مینځ د یو/څو شریک اصل/اصلونو پر بڼسټ رامنځته سوی وي، اولي ګارشي حکومت دی.

ډیموکراسي: د خلکو لخوا حکومت، ډیموکراسي د اوسنۍ نړۍ معمولترین سیاسي نظام دی. چېري چې د حکومت اصل د خلکو اراده وي. یعنې دا چې خلک د نظام په رامنځته کولو، د قوانینو په رامنځته کولو، د چارواکو په ټاکلو او دولتي کړنو کې په مستقیمه او نا مستقیمه بڼه برخه اخلي. ډیموکراسي لاندي دوه ډولونه لري، ریاستي ډیموکراسي او پارلماني ډیموکراسي. چې په لاندې ډول ورباندې رڼا اچول کېږې.

الف: ریاستي ډیموکراسي: دا هغه سیاسي نظام دی چېرې چې د دولت او حکومت رئیس یو شخص وي. او دا رئیس د خلکو د مستقیمو رایو په پایله کې رامنځته کېږي. پدې نظام کې درېګونې قواوې ( اجراییه، مقننه او قضایه) شتون لري، او د درېګونو قواو ترمنځ د تفکیک اصل موجود وي.

ب: پارلماني ډیموکراسي: دا هغه سیاسي نظام دی چېرې چې د دولت او حکومت رئیسان دوه جلا اشخاص وي، د حکومت رئیس د پارلمان غړی، او د کابینې رامنځته کوونکی دی. د دولت رئیس اکثرآ د خلکو د رایو په پایله کې واک ته رسيږې، خو واکونه یې تشریفاتي وي او اجرایی او سیاسي چارې د حکومت د رئیس په واک کې وي. پدې نظام کې د اجرائیه او مقننه قواوو ترمنځ فرق نه وي، یعنې مقننه قوه د اجرائیه قوې رامنځته کوونکی وي، او اجرائیه قوه د مقننه قوې د مخکښ ګوند/ګوندونو د غړو نه جوړه وي.

دا چې زموږ د بحث موضوع متمرکز او نامتمرکز سیاسي نظامونه دي، نو په عمومي توګه د سیاسي نظامونو په اړوند په پورته مالوماتو باندې بسنه کوو. ځکه چې دا لڼده لیکنه د دې ظرفیت نه لري چې د سیاسي نظامونو هر اړخیزه څېړنه پکښې ترسره سي.

اوس راځو په متمرکز او نامتمرکز سیاسي نظامونو باندې خپل بحث ته دوام وروکوو.

په داسي حال کې چې د ملي وحدت حکومت د فعالیت نه دوه نیم کاله کېږي، د نامتمرکز سیاسي نظام غږونه د ځینو سیاسي کړیو له لورې پورته کېږې، په خاصه توکه د افغانستان د اجرائیه ریاست له لورې د نامتمرکز سیاسي نظام او په عین حال کې د افغانستان د اساسي قانون د تعدیل په تړاو اعلامیې او اعلانونه خپریږي.

پدې لیکنه کې د متمرکز او نامتمرکز سیاسي نظامونو د پېژندګلوي نه وروسته به پدې بحث وکړو چې آیا نامتمرکز سیاسي نظام به کومې ګتې او کومې نیمګړتیاوې ولري.  

متمرکز او نامتمرکز سیاسي نظامونه

د نړۍ موجوده ډیموکراټیک نظامونه په ریاستي او پارلماني نظامونو باندې ویشل کیدای سي. که څه هم متمرکز نظام یوازي په ریاستي او نامتمرکز نظام یوازي په پارلماني باندې نسي محدودیدلای ، لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وسوه، اوتوکراسي نظام په خپل ذات کې یو متمرکز نظام دی، اما کله چې د ډیموکراټیکو نظامونو د اجرائیه قوې د واک او رامنځته کیدا بحث راسي نو، ډیموکراټیک نظامونه په ریاستي او پارلماني نظامونو باندي ویشلای سو.

ریاستي نظام هغه سیاسي نظام دی چېرې چې د حکومت او دولت مشر یو شخص وي او د اجرائیه قوې غړي د مقننه قوې غړي نه وي. دا هغه نظام دی چېرې چې د حکومت او دولت مشر (جمهور رییس) د خلکو د مستقیمو رایو په واسطه واک ته راځي، او پارلمان ته مسؤلیت نلري. نوموړی خپله کابینه پارلمان ته وړاندې کوي تر څو د اعتماد رایه ترلاسه کړي او دغه وزیران بیا پارلمان ته مسؤلیت لري. په خپله پارلمان (مقننه قوه) هم د خلکو د مستقیمو رایو په واسطه رامنځته کېږي او خپل په کاري دوره کې د قوانینو د رامنځته کولو او په دولتي چارو کې د نظارت چارې ترسره کوي. یعنې دواړه مقننه او اجرائیه قوې د جلا جلا ټولټاکنو په پایله کې واک ته رسېږې.

پدې نظامونو کې د درېګونو قواو ترمنځ تفکیک شتون لري، پدې مانا چې هره قوه خپله تخصصي چارې مخ ته وړي او د بلې قوي په چارو کې لاسوهنه نه کوي. هیڅ قوه نسي کولای چې بله قوه منحل کړي. دیته ځیني سیاست پوهان مطلق تفکیک هم وایي. د امریکا د متحده ایالاتو حکومت د ریاستي نظامونو یوه ښه بیلګه ده. که څه هم د امریکا متحده ایالات یو دوه ګونې سیستم لري، یعنې دا چې د امریکا د متحده ایالاتو دولت یو فدرالي دولت دی. د امریکا قلمرو په ایالتونو باندې ویشل سوېده او هر ایالت په خپل کورني چارو کې مستقله ده، هر ایالت ځانته پارلمان لري چې د کورني ټولټاکنو په پایله کې رامنځته کېږې او همدارنګه دغه ایالات د کورنیو چارو د ترسراوي دپاره قوانین رامنځته کوي. هر ایالت د اجرایي کارونو د ترسراوي دپاره یو حاکم (ګورنر) لري، چې دننه په ایالت کې د خلکو د رایو په پایله کې واک ته رسېږې، او همدارنګه دغه ایالتونه د دریګونو ایالتي محکمو لرونکي هم دي. په عین حال کې، فدرالي حکومت چې په رآس کې یې د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر قرار لري، په ټولو ایالتونو باندې حاکمه ده. دا فدرال دولت د اجرائیه قوې، مقننه قوې او فدرال قضائیه قوې لرونکې ده. اما د امریکا د متحده ایالتونو حکومت بیا د ریاستي نظام لرونکی دی. یعنې دا چې ولسمشر د خلکو د مستقیمو رايو په پایله کې واک ته رسیږې، پرته د دې چې د پارلمان غړیتوب ولري. د حکومت او د دولت عمومي مشر دغه ولسمشر دی. خپله کابینه کانګرس (پارلمان) ته د اعتماد اخیستنې دپاره معرفي کوي او دغه کابینه د پارلمان غړیتوب نلري.

په هر حال، زموږ بحث د قواو په تفکیک وو، د امریکا په متحده ایالتونو کې بیا د قواو ترمنځ د نظارت او توازن اصل (چک او بیلانس) شتون لري. چک او بیلانس پدې مانا ده چې هره قوه خپل اختصاصي چارې مخته وړي، یوه قوه د بلې قوې د منحلیدو توان نلري. اما د دې دپاره چې یوه قوه ټول واک انحصار نکړې او د واک څخه ناوړه ګټه پورته نکړې، نو هره قوه کولای سي چې د بلې قوې چاري ودروي او ویټو کړي.

په لڼډه توګه، په ریاستي سیاسي نظامونو کې اجرائیه قوه د ټولو اجرایي او سیاسي چارو د واک لرونکې ده. او په رآس کې يې د دولت او حکومت واحد مشر قرار لري. اما د اجرائیه قوې ځیني واکونه بیا د پارلمان رایې او تایید ته اړ او موقوف دي. لکه: په افغانستان کې که چېرې حکومت وغواړي چې قرضه ترلاسه کړي او یا بل هیواد ته قرضه ورکړي نو د اساسي قانون د ۹۰ مادې، ۳ فقرې په اساس اړینه ده چې د پارلمان (مقننه قوې) اجازه ترلاسه کړي.

پارلماني نظام لکه څنګه چې مخکې ورته اشاره وسوه، هغه سیاسي نظام دی چې پکښې مقننه او اجرائیه قوه سره نږدې همکاران او یو د بل په چارو کې سره شریکان وي. په پارلماني نظام کې د پرنسیپ له مخې، د حکومت او دولت مشران دوه جلا اشخاص وي. کله چې پارلماني ټولټاکنه ترسره سي، هغه ګوند چې په پارلمان کې تر ټولو نورو ګوندونو مخکښ وي د حکومت رئیس او کابینه یې د نوموړي ګوند د غړو نه جوړیږي. اما که چېرې یو ګوند هم په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ترلاسه نکړي نو بیا ګوندونه سره ائتلاف کوي او خپل د څوکیو د تناسب سره سم یو ائتلافي حکومت رامنځته کوي.

پدې ډول نظامونو کې که څه هم ځیني اوقات ولسمشر یا د دولت رئیس د خلکو د مستقیمو رایې ورکونې په پایله کې واک ته رسیږې اما نوموړی د تشریفاتي او غیر سیاسي واکونو لرونکی وي. او لومړی وزیر (د حکومت رییس) پکښې مطرح شخص وي.

ځینې شاهي حکومتونه هم، سره د دې چې د مشروطه شاهي نظام لرونکي دي، پارلمانې نظام يې د حکومت دپاره خوښ کړي دي. لکه: بریتانیا، په بریتانیا کې د دولت رییسه ملکه دوهم الیزابیټ ده (۱۹۵۲ ز نه راپدېخوا)، نوموړې د تشریفاتي واکونو لرونکې ده. اما د حکومت رئیس معمولآ په پارلمان کې د مخکښ ګوند رهبر ټاکل کېږې او نوموړی خپله کابینه په پارلمان کې خپل د ګوندي ملګرو د ډلې نه ټاکې. او دغه کابینه بیا خپل د چارو په تړاو د پارلمان کښتني خونې ته مسؤلیت لري.

په هر حال، دې ډول نظامونو ته ځکه غیر متمرکز نظام وایي چې د دولت په رآس کې دوه اشخاص شتون لري، یو په خپله د دولت رئیس او بل د حکومت رییس. بله دا چې پدې نظام کې هیڅ وخت اجرائیه قوه نسي کولای چې واک خپل په انحصار کې راوي، ځکه چې لومړی وزیر مستقیمآ پارلمان ته مسؤل دی، او په غیر مستقیمه توګه په اجرائیه قوه باندې ګوند/ګوندونه حاکم دي، نه یوازي لومړی وزیر. درېیمه دا چې پارلمان د دې واک لري چې حکومت منحل او نا مطلوب اعلان کړي او نوې کابینه راوغواړي. پدې ډول نظامونو کې د قواوو ترمنځ نسبي تفکیک اصل معتبره ده. مانا دا چې، لومړی خو مقننه قوه د اجرائیه قوې رامنځته کوونکی وي. او د دوی ترمینځ د ډیرو نږدې اړیکو د شتون په اساس یو په بل کې دننه سوي وي. او دا چې هره قوه اساسآ کولای سي چې بله قوه منحل اعلان کړي. لکه: که چېرې اجرائیه قوه حکومتې چاري د قانون سره سم ترسره نکړې نو قضائیه قوه دا واک لري چې اجرائیه قوه منحل اعلان کړي. همدارنګه که قضائیه قوه د واک څخه ناسمه ګټه پورته کړي نو اجرائیه قوه کولای سي چې نوموړې قوه منحل اعلان کړي او بله قضائیه واک راوبلي. په همدې توګه اجرائیه او مقننه قواوې هم مشابه واک متقابلآ لري. د دغو پورتنیو دلایلو له مخې پارلماني نظامونو ته غیر متمرکز نظام، او برعکس ریاستي نظام ته متمرکز نظام هم ویل کېږې.

پاته دې نه وي چې په پارلماني نظامونو کې حکومت د خلګو د نامستقیمو رایو په واسطه واک ته رسېږي. یعنې، خلګ لومړی د پارلمان وکیلانو ته رایه ورکوي، او دوی د خلګو د رایو په واسطه رامنځته کېږې. بیا وروسته، کوم ګوند چې په پارلمان کې اکثریت وو کابینه جوړوي او لومړی وزیر د همغې ګوند څخه ټاکل کېږې. پدې ډول نظامونو کې خلګ نه پوهیږې چې کوم شخص خپل د حکومت د مشر په توګه ګوماري او ورته رایه ورکوي، خلګ یوازې د پارلمان د وکیلانو د ټاکلو په موخه رایې ورکونې ته ځي، اما دا چې کوم ګوند په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ګټي او حکومت جوړوي وروسته د دې چې وکیلان وټاکل سوه رابرسیره کېږې.

د پارلماني نظام یوه ښه بېلګه د بریتانیا حکومت دی. په بریتانیا کې د دولت مشره ملکه دوهم الیزابیټ ده، اما د حکومت مشر بیا لومړی وزیر دی. د بریتانیا پارلمان دوه خونیزه پارلمان دی. یو پورتنی خونه (مشرانو جرګه) او بل کښتنی خونه (ولسي جرګه) نومیږي. د پورتني خونې غړي اکثرآ میراثي دي، یو تعداد غړي یې د روحانیونو ترمینځ ټاکل کېږې، پورتني خونه د شاهي کورنۍ، اشرافو او روحانیونو څخه جوړه ده. پورتنی خونه معین تعداد غړي نه لري اما اوس یې د غړو شمیر ۸۰۵ تنو ته رسېږې. پورتنۍ خونه د حکومت په رامنځته کولو کې رول نه لري اما کولای سي چې کابینه تر پوښتنې لاندې راولي. کښتنی خونه ۶۵۰ غړي لري او ټول عوام دي او د خلکو د رایو په پایله کې ټاکل کېږې. د پارلماني ټولټاکنو دپاره هر ګوند خپل غړي نوماندوي او کله چې ټولټاکنه ترسره سوه نو بیا کوم ګوند چې په پارلمان کې اکثریت څوکۍ ګټلي وې حکومت به رامنځته کوي. په ۲۰۱۵ ز کې په بریتانیا کې کله چې ټولټاکنه ترسره سوه نو یو ګوند هم دومره څوکۍ نه وو ترلاسه کړي چې وکولای سي حکومت رامنځته کړي، اما د محافظه کار ګوند د ۲۵۲ څوکیو په ګټلو سره تر نورو ګوندونو ډېرې څوکۍ ګټلي وې. نو ځکه محافظه کار ګوند د کارګر ګوند سره، چې د ۲۰۳ څوکیو په ګټلو دوهم ګوند وو، ائتلاف وکړ او حکومت یې رامنځته کړ.

په بریتانیا کې د حکومت مطرح شخص لومړی وزیر دی، ملکه تشریفاتي واکونه لري او د حکومت په چارو کې مداخله نه کوي. پارلمان د اجرائیه قوې رامنځته کوونکی دی او دغه پارلمان بیا واک لري چې اجرائیه قوه لمنځه هم یوسي او بله راوبلي. په بریتانیا کې د قواوو ترمنځ نسبي تفکیک وجود لري، هره قوه کولای سي چې بله قوه د چارو د ناسم اجرا په دلیل تر پوښتنې لاندې راولي.

یوه بله پوښتنه چې دلته راولاړیږې هغه دا ده چې، فدرالي او پارلماني نظامونه کوم دي، او آیا فدرالي او پارلماني نظامونه سره یو دي که توپیر لري؟

فدرالي او پارلماني نظامونه:

ډیری خلګ د پارلماني او فدرالي نظامونو په تړاو مغالطه کېږې، عین دا چې دا اصطلاحات یو د بل پر ځای کاروي او یو د بل سره یو شان ګڼي. خو حقیقت دا دی چې پارلماني او فدرالي نظامونه د سیاسي نظامونو د جلا جلا ویشنو ډولونه دي او یو د بل سره تړاو نلري.

که داسي و انګیرل سي چې پارلماني نظام = فدرالي نظام دی، نو دا X ده.

سیاسي نظامونه که چېرې د مرکزي ادارې او محلي ادراتو ترمینځ د واک د ویش له مخې و وېشل سي نو په دوه ؤ ډلو، د مرکزیت اصل لرونکی نظام او فدرال او کانفدرال نظامونو باندې ویشل کېږې.

د مرکزیت اصل لرونکی نظام هغه سیاسي نظام دی چېرې چې مرکزي حکومت د ټولو سیاسي او اجرايي واکونو لرونکی دی، پدې نظامونو کې محلي واحدونه د ولایتونو، ولسوالي ګانو او کانتونونو په شکل شتون لري اما نوموړي واحدونه مرکزي حکومت ته مسؤل دي او په خپلو چارو کې بشپړ خپلواکې نه لري. پدې واحدونو کې د واحد مشر ( والي/ولسوال) د حکومت د پالیسي ګانو تطبیق کوونکی دی. بودیجه دې واحدونو ته د مرکز نه ورکول کېږې او کوم عواید چې پدې واحدونو کې لاس ته راځې مرکزي حکومت ته سپارل کېږې. د نوموړي واحدونو اجرایي ادارې که څه هم د واحد د مشر تر نظارت لاندې خپلې چاري ترسره کوي اما په مستقیمه توګه د مرکزي ادارو استازیتوب کوي. لکه: په افغانستان کې، د ولایتونو د عدلیې ریاست، امنیه قومندانې او استیناف څارنوالي؛ که څه هم په عمومي توګه نوموړي ادارې د دولت د پالیسي ګانو په تړاو د والي څخه لارښونې ترلاسه کوي، اما نوموړي ادارې په مرکز کې د عدلیي وزارت، کورنیو چارو وزارت او لویې څارنوالي استازیتوب کوي او مستقیمآ خپل د چارو په تړاو دغو مرکزي ادارو ته مسؤلیت لري.

فدرال او کانفدرال نظامونه د نامتمرکز نظامونو ډولونه دي. کانفدرال هغه سیاسي نظام دی چې واک د مرکزي حکومت او محلي واحدونو ترمینځ د اساسي قانون د مخې ویشل سوي وي. پدې شکل چې هره محلي اداره د یو خپلواک هیواد حیثیت لري او خپل په چارو کې مستقل دی. په کانفدرال نظام کې د مرکزي حکومت او ایالتونو واکونه سره برابر وي. هر ایالت کولای سي خپل حکومت خپلواک اعلان کړي او یا دې په کانفدرال کې پاته سي. لکه: کله چې په ۱۷۷۶ ز کې د امریکا د ۱۳ ایالتونو ترمینځ د اساسي قانون د موادو په اساس د کانفدرال تړون رامنځته سوه (۱۷۸۱ په ټولو ایالتونو کې تایید سو)، هر ایالت د یو خپلواک هیواد حیثیت درلود. د دغې اتحاد په پایله کې یو کانفدرال حکومت رامنځته سوه، د ۱۷۸۹ ز کال د اساسي قانون له مخې کانفدرال حکومت لمنځه ولاړ او د دغو ۱۳ ایالتونو ترمینځ یو فدرال حکومت رامنځته سوه. د کانفدرال حکومت لویه نیمګرتیا پدې کې ده چې د هیوادونو ملي حاکمیت لمنځه وړي. په اوس وخت کې د کانفدرال نظام بیلګه په نړۍ کې نه لیدل کېږې.

فدرال هغه سیاسي نظام دی چې د دولت واک د مرکزي حکومت او محلي واحدونو (معمولآ ایالتونو) ترمنځ د اساسي قانون د مخې وېشل سوي وي، هر ایالت په خپل کورنيو چارو کې مستقل دی، دغه ایالتونه د اجرائیه، پارلمان او قضائیه قواوو لرونکي وي. ایالتونه خپله قوانین او پالېسي ګانې رامنځته کوي تر هغه بریده چې د فدرال ګټو سره ټکر ونکړي. هر ایالت د یو حاکم لرونکی دی، نوموری حاکم (ګورنر) د کورني ټولټاکنو په پایله کې واک ته رسېږي. مرکزي حکومت د اساسي قانون په حدودو کې د ایالتونو په وړاندې خپل واکونه ترسره کوي. هر ایالت اساسي قانون لري مګر دا قوانین د فدرال اساسي قانون د احکامو خلاف نسي واقع کیدای.

د فدرال او کانفدرال نظامونو ترمینځ لوی توپیر دا دی چې په کانفدرال کې هر ایالت د یو خپلواک هیواد حیثیت لري او د ایالتونو او مرکزي حکومت واکونه سره برابر وي. اما په فدرال کې که څه هم هر ایالت په خپلو کورنیو چارو کې خپلواکه وي اما د یو جلا هیواد حیثیت نلري، د مرکزي حکومت واکونه تر ایالتي واکونو زیاتې وي او فوقیت لري.

د یادونې وړ ده چې فدرال نظامونه د دوؤ اصلونو له مخې رامنځته کېږې. جغرافیايي ویش او قومي/ژبنیز/ توکمیز ویش له مخې. فدرال حکومت د لومړي ځل دپاره په ۱۷۸۹ ز کې په امریکا کې رامنځته سوه. په امریکا کې ایالتونه (چې هر ایالت د یو خپلواک هیواد حیثیت درلود) د مخکي نه د جغرافیایي ویش له مخې رامنځته سوي وه او بیا د فدرال حکومت په چوکاټ کې سره یو ځای سول. اسټرالیا د نړۍ دوهم فدرال دولت دی. لومړنۍ اروپایان آلمانان وه چې په ۱۶۰۶ ز کې اسټرالیا ته ولاړل، د دغو آلمانانو په رآس کې ویلیم جینز قرار درلود، په داسي حال کې چې پدې سیمه کې بومي اسټرالیایان اوسیدل. بریتانیا په ۱۷۷۷ ز کې د اسټرالیا سیمو ته ولاړل او په ۱۸۵۰ ز کې یې په ټوله اسټرالیا کې ۶ استعماري حکومتي واحدونه جوړ کړل. دغه واحدونه د جغرافیایي ویش له مخې رامنځته سوي وه. په ۱۹۰۱ ز کې د بریتانیا پارلمان د یوې پریکړې په تصویبولو دغه شپږ استعماري حکومتي واحدونه د کامن ویلټ فدرال حکومت په توګه وپېژندل چې خپل په کورني واکونو کې به خپلواکې وي. او پارلماني حکومتي نظام به لري. پورتني دواړه فدرال نظامونه د جغرافیايي ویش له مخې رامنځته سوي دي.

د پاکستان حکومت هم یو فدرالي حکومت دی، چېرې چې واک د فدرالي حکومت او ایالتونو تر مینځ د قانون له مخې ویشلې ده. په پاکستان کې ایالات بیا د امریکا او اسټرالیا برعکس د قومونو او ژبو له مخې رامنځته سوېده. ټول هیواد په ۷ محلي او یو مرکزي حکومت باندې ویشل سوېده، چې عبارت دي له: خیبر پښتونخوا، بلوچستان، سند، پنجاب، آزاد جامو کشمیر، ګلګد بلټستان، د آزادو قبایلو د فدرالي ادارې سیمه، او د فدرال حکومت سیمه.

اما ریاستي او پارلماني نظامونه بیا د اجرائیه قوې د واک او رامنځته کېدا له مخې د سیاسي نظامونو ډولونه دي چې مخکي پدې اړه توضیحات ورکړل سويدي.

د پوښتنې دوهم جز ته راځو، چې آیا پارلماني او فدرالي نظامونه سره یو دي که توپیر لري؟

د دې پوښتنې دپاره تر ټولو ښه ځواب دا دی چې فدرالي او پارلماني سیاسي نظامونه سره د مقایسې وړ ندي. ځکه چې دا دواړه د سیاسي نظامونو د جلا جلا ویشنو ډولونه دي. فدرالي نظام د مرکزي حکومت او محلي حکومتونو تر مینځ  د واک د څرنګوالي له مخې د نظامونو د وېشنې یو ډول دی، اما پارلماني نظام د اجرائیه قوي د واک او رامنځته کېدا له مخې د سیاسي نظامونو د وېشتنې بل ډول سیاسي نظام دی.

یو هیواد کیدای سي په یو وخت کې هم پارلماني او هم فدرالي وي، لکه: جرمني، استریا، اسټرالیا او کاناډا. او کیدای سي یو هیواد فدرالي وي اما پارلماني نه وي، لکه: د امریکا متحده ایالات (فدرالي – ریاستي). او یا برعکس کیدای سي یو هیواد پارلماني وي اما فدرالي نه وي، لکه: بریتانیا. او همدارنګه کیدای سي یو هیواد نه پارلماني وي او نه هم فدرالي، لکه: افغانستان او پیرو هیواد، ځکه چې دا هیوادونه د یوې خوا ریاستي او د بلې خوا د مرکزیت اصل لرونکي هیوادونه دي.

وروسته د دې چې مو د سیاسي نظامونو په اړه اجمالي مالومات ترلاسه کړل، خپل بحث ته پر دې ادامه وکوؤ چې دغه څلور ډوله سیاسي نظامونه څه ښېګڼې او څه نیمګړتیاوې لري. که څه هم دغه ارزونه د ځای، سیاست، مذهب، دود او په ټولنې باندې د ځینو نورو حاکمو عناصرو په پام کې نیولو سره ترسره کېږې، بیا هم دلته په عمومي ډول یوه ارزونه ترسره کوؤ. نو اړینه ده چې څلور ډوله سیاسي نظامونه (پارلماني نظام، فدرالي نظام، ریاستي او د تمرکز اصل لرونکي)، سره پرتله کړو او د دغو نظامونو ښېګڼې او نیمګړتیاوې سره وازمایو.

پارلماني نظام

ښېګڼې:

الف: یوه ټولټاکنه: په پارلماني نظامونو کې لومړی د پارلمان غړي د خلکو د مستقیمو رایو په واسطه ټاکل کېږې او بیا کوم ګوند/ګوندونه چې اکثریت څوکۍ ګټلي وې، پرته د بلې ټولټاکنې حکومت جوړوي.

په ځینو پارلماني نظامونو کې سربېره پر دې چې حکومت د پارلمان د مخکښ ګوند/ګوندونو لخوا جوړېږي، ولسمشر هم د خلکو د رایو په پایله کې رامنځته کېږې، چې دیته بیا نیمه پارلماني نظامونه ویل کېږې.

ب: د مقننه او قضائیه قواوؤ نږدې همکاري: په پارلماني نظامونو کې مقننه قوه د اجرائیه قوې رامنځته کووکې ده، نو د دغو دوه ؤ قواوؤ ترمینځ نږدې اړېکې او نسبي تفکیک شتون لري. او دغه وضعیت د دې لامل ګرځي چې دواړه تقنیني او اجرایي چارې د دوی ترمینځ ونه ځڼدیږي او په ښه همغږی سره ترسره سي.

نيمګړتیاوې:

الف: د حاکم ګوند خود کامه ګي: په پارلماني نظام کې کله چې پارلماني ټولټاکنې ترسره سي او یو ګوند اکثریت وګټي او حکومت رامنځته کړي، د یو ګوند په لاسونو کې د مقننه او اجرائیه قواوؤ د واکونو انحصار کیدای سي د ګوند د خپل سري او خودکامه ګي لامل وګرځي.

ب: د قواوؤ ترمینځ د اڼډول نه شتون: په پارلماني نظامونو کې د مقننه او اجرائیه قواوؤ ترمینځ انډول شتون نه لري. مقننه قوه هر وخت کولای سي چې حکومت منحل کړي، او بله دا چې د حکومت غړي او لومړی وزیر د پارلمان غړیتوب لري او پارلمان ته مسؤل هم دی، نو پدې نظامونو کې د حکومت استقلالیت، د مقننه قوو په وړاندې تر پوښتنې لاندې راځي.

ج: د دولت په رآس کې دوه اشخاص: لکه څنګه چې مخکي هم یادونه سوېده، په پارلماني نظامونو کې د دولت او حکومت مشران دوه جلا اشخاص دي. په هغو هیوادونو کې چې قانون حاکمیت لري دا امر ستونځه نه راپېښوي، اما په هغو هیوادونو کې چې د قانون حاکمیت پکښې بڼسټیزه نده، کیدای سي د دولت په رآس کې د دوه ؤ مشرانو ترمینځ تفوق غوښتنه او سیالۍ راپېښ سي، چې پایله به یې هیواد ته ناخوښوؤنکې وي.

د: د بې پلوؤ وګړو د حقونو اتلاف: د پارلماني نظامونو یوه لویه نیمګړتیا دا ده چې د مقننه او اجرائیه قواوؤ واکونه د حاکم ګوند/ګوندونو په لاس کې وي. پدې نظامونو کې خپلواکو وګړو او کمزورو ګوندونو ته په دولتي چارو کې د ګډون لږ او محدود چانس ورکول کېږې. سربېره پر دې، حاکم ګوند په حکومت کې خلاس لاس لري، کومې پالیسیانې، قوانین او پلانونه چې وغواړي طرح او تطبیقولای سي، ځکه دواړه مقننه او اجرائیه قوې د دوی په لاس کې وي. پدې نظامونو کې دا امکان ډیر دی چې حکومت دې په اولي ګارشي ( د یوې کوچیني ډلي لخوا حکومت) باندې بدل سي.

ر: د چارو نه تخصصيتوب: په پارلماني نظامونو کې وروسته د دې چې خلګ د پارلمان دپاره وکیلان وټاکل، بیا د پارلمان مخکښ ګوند خپل د پارلماني غړو څخه کابینه او لومړی وزیر ټاکي. نو پدې ډول نظامونو کې هغه اشخاص چې د خلګو لخوا د تقنینی چارو دپاره ټاکل سوي دي اجرایي چارو ته سوق کېږې، ګورو چې پدې نظامونو کې د چارو تخصص ته نه کتل کېږې. دا هم د پارلماني نظامونو یوه عمده نیمګړتیا ده.

ریاستي نظام

ښېګڼې:

الف: د حکومت په پرېکړو کې چټکتیا: په ریاستي نظامونو کې د حکومت په رآس کې یو شخص واقع وي، د بلې خوا ولسمشر په هره موضوع کې پارلمان او حزب ته رجوع نه کوي، درېیمه دا چې معمولآ د اجرائیه قوې واکونه ډیر او عملي وي، نو ځکه د حکومت چاري په چټکۍ سره ترسره کېږې.

ب: د خلکو د ارادې ښه تمثیل: په ریاستي نظامونو کې ولسمشریزې ټولټاکنې جلا او پارلماني ټولټاکنې جلا ترسره کېږې. خلک دواړه مقننه او اجرائیه قوې په جلا جلا ډول ټاکي، نو د خلکو اراده پکښې ښه تمثیلیږې.

ج: د چارو تخصصي ترسراوې: په دې ډول نظامونو کې خلک د پارلمان غړي د تقنیني او د پارلمان پورې اړوندو چارو دپاره ټاکې، او ولسمشر او د هغه مرستیالان د اجرایي چارو دپاره. او پدې ټاکنو کې ولس د دوی وړتیا او چارې په پام کې نیسي. د بلې خوا د اجرائیه او مقننه قواوؤ ترمینځ اختلاط نه راځي او هره قوه خپلې تخصصي چارې ترسره کوي. نو ځکه پدې نظامونو کې د تخصص اصل مراعت کېږې.

د: د حکومت ثبات: پدې ډول نظامونو کې معمولآ د قواوؤ ترمینځ مطلق تفکیک موجود وي. د پارلماني نظام په خلاف، مقننه قوه نسي کولای چې اجرائیه قوه منحل اعلان کړي او بله راوبلي. نو ځکه ویلای سو چې پدې نظامونو کې حکومت د ثبات لرونکی دی.

ج: د قواوو ترمینځ اڼډول: په ریاستي نظامونو کې د قواوو ترمینځ مطلق تفکیک، د دغو قواوو ترمینځ یو ډول اڼډول رامنځته کوي. پدې نظامونو کې اجرائیه او مقننه قواوې د خلګو د مستقیمې ارادې په اساس رامنځته کېږې. مقننه قوه د اجرائیه قوې رامنځته کوؤنکې نده.

د: په حکومت کې د ګوندونو پسیف فعالیت: ګوندونه په پارلماني نظامونو کې د نظام عمده عناصر بلل کېږې. او په مستقیمه توګه په ټولټاکنو کې، او د مقننه او اجرائیه قواوؤ په رامنځته کولو کې وڼده اخلي. دا کړنلاره د مستقلو او بې پلوؤ وګړو رول او وڼډه کموي. اما په ریاستي نظامونو کې که څه هم ګوندونه فعاله وي، اما خاصتآ په ولسمشریزو ټاکنو کې خلګ اشخاصو ته رایه ورکوي (ګوندي وي که بې پلو). برعکس په پارلماني نظامونو کې حکومت د ګوند لخوا رامنځته کېږې، نو دلته د نورو حزبونو او بې پلوؤ وګړو وڼډه اخیستنه محدوده سي.

نیمګړتیاوې:

الف: د واک تمرکز: په ریاستي نظامونو کې د دولت او حکومت مشر یو وي، او معمولآ د ډیرو واکونو لرونکی وي، نو په اجرائیه قوه کې، خاصتآ د ولسمشر په وجود کې واک تراکم کوي.

ب: د خودکامه ګۍ امکان: د قدرت تمرکز کیدای سي چې په ولسمشر کې یو ډول زورواکي او خودکامه ګي رامنځته کړي. او د اجرائیه قوې او ولسمشر د ناوړه ګټه اخیستنې لامل وګرځي.

ج: د ټاکنو ګڼوالی: په ریاستي نظامونو کې وروسته د هرې ټاکلې مودې یوه ټولټاکنه د پارلمان دپاره او بله د ولسمشر د ټاکلو دپاره ترسره کېږې، دغه ټاکنې د ډیر لګښت او ستونځو لرونکي وي. اما په پارلماني نظامونو کې بیا یوازې یوه ټولټاکنه ترسره کېږې.

د: د تقنیني او اجرایي چارو ځڼدیدل: په ریاستي نظامونو کې د پارلماني نظامونو په څېر د مقننه او اجرائیه قواوؤ ترمینځ نږدې اړیکي او همکاري موجوده نه وي، او دا حالت کیدای سي د قوانینو په رامنځته کولو، د بودېجیې په تصویب، انکشافي پلانونو او نورو چارو کې د ځڼد لامل وګرځي.

فدرالي نظام

ښېګڼې:

الف: د محلي اداراتو کمېدل: د فدرالي نظامونو یوه ښه والې داده چې محلي ادارات پکښې کمه وي، اما د محلي اداراتو شمیره په – د تمرکز اصل لرونکي هیوادونو کې بیا ډیره وي. لکه: د فرانسې هیواد چې د تمرکز اصل لرونکی هیواد دی په ۲۲ محلي اداراتو باندې ویشل سوېده، اما بیا په جرمني کې د ایالاتو شمیر ۱۶ ته رسېږې.

ب: د کنترول سهولت: دا چې په فدرالي نظامونو کې د محلي اداراتو شمیر کمه وي نو خامخا د مرکزي حکومت لخوا د هغه کنټرول هم اسانه وي. لکه: د پاکستان هیواد ۸ محلي حکومتونو ته ویشل سوېده اما افغانستان ۳۴ ولایتونه لري.

ج: د ایالتونو ترمینځ رقابت: په فدرالي نظامونو کې دا چې هر ایالت خپل کورني چارې په خپله ترسره کوي او حتي کورني عواید او مصارف هم تنظیموي نو ممکن د ایالتونو ترمینځ د ښه حکومت والی او د ژوند د سطحې په تړاو سالم رقابت رامنځته سي او هر ایالت هڅه وکړي چې پدې برخه کې ډیرې لاسته راوړنې ولري.

د: د واک د تراکم لمنځه تلل: برعکس د تمرکز اصل لرونکي هیوادونو، په فدرالي نظامونو کې د اساسي قانون له مخې واکونه د مرکزي حکومت او محلي حکومتونو ترمینځ ویشلې وي او په دغو واکونو کې انډول ساتل کېږي. نو هیڅکله ټول واک د مرکزي حکومت په انحصار کې نه پاته کېږې.

ر: په حکومت کې د محلي وګړو د ګډون زیاتوالۍ: په فدرالي نظامونو کې دا چې هر ایالت ځانته اجرائیه قوه، قضائیه قوه او مقننه قوه لري او د دغو قواوو ټول غړي د مربوطه ایالت د وګړو استازیتوب کوي، سربېره پر دې په هر ایالت کې د ایالتي اورګانونو کارکؤنکي د ایالتي حکومتونو لخوا ګومارل کېږي نو ځکه ویلای سو چې په فدرالی نظامونو کې په حکومت کې د محلي وګړو ګډون زیات وي. (البته په ایالتونو کې فدرالي ادارې او د دوی کارکؤنکي د دې امر څخه مستثنی دي)

نیمګړتیاوې:

الف: اقتصادي مصارف: په فدرالي نظامونو کې د ایالتونو اداري مصارف نسبت د تمرکز اصل لرونکي نظامونو ته ډیره وي، ځکه چې هر ایالت درېګوني قواوې لري او دغه قواوې ادارې او کارکؤنکي لري، د مقننه او اجرائیه قوې غړي ټاکل کېږې او دغه ټاکنې ځانته مصارف لري، سربېره پر دې فدرالي ادارې هم په هر ایالت کې فعالې دي او ځانته کارکونکې او اداري جوړښتونه لري، د دغو ټولو ادارو، جوړښتونو او کارکونکو مصارف د هیواد په پښه تړلې وي.

ب: جغرافیایي وېش او یا قومي/ژبنیز وېش: لکه څنګه چې مخکي مو هم یادونه وکړه چې فدرالي هیوادونه د دوه ؤ اصلونو له مخې وېشل کېږي، جغرافیایي وېش یا قومي وېش. د فدرالي نظام د رامنځته کولو لپاره هیواد باید د دغو دوه ؤ اصلونو له مخې و وېشل سي او دغه ویشنه د وخت په تېرېدو سره تفکیک او د وګړو ترمینځ جلا والۍ تقویه کوي.

ج: ملوک الطوایفي او زور واکي: دا چې فدرالي نظام محلي حکومتونو ته یو لړ صلاحیتونه او واکونه ورکوي او تر ډیره برېده فدرالي حکومت د ایالتونو په کورنيو چارو کې مداخله نکوي، نو د دې امکان ډیره ده چې په محلي حکومتونو کې ملوک الطوایفي او د چارواکو خپل سري او زور واکي رامنځته سي. په خاصه توګه د افغانستان په رکم قومي او دودیزو ټولنو کې، چېري چې خلک ډیموکراتیکو اصولو ته ژمن نه وي دا امکان پخه او ډېره ده.

د: د عوایدو نا اڼدول وېش: په فدرالي نظامونو کې دا چې ایالتونه خپل کورني چارې په خپله سرته رسوي نو دا یو لړ مصارف او مالي سرچینو ته اړتیا لري. هر ایالت دغه مالي مصارف خپل د کورنيو سرچینو څخه پوره کوي، یعني د اړوند ایالت عواید ترلاسه کوي او بیایې په کورني چارو باندې لګوي (کېدای سي ځیني سوداګریز او مالي سرچینې د فدرال حکومت لخوا کنټرول سي). نو دا یو طبیعي امر دی چې ځیني ایالتونه به د مالي سرچینو له حیثه شتمن او ځېنې به نشتمن وي. ځیني ایالتونه کولای سي چې اړوند ایالت ته ښه اقتصادي وده ورکړي او ځیني نور نشتمن ایالتونه به د فقر د رنځ نه رنځور وي.

ر: د بهرني مداخلې دپاره اسانتیا: که چېرې فدرالي نظام د جغرافیایي وېش له مخې رامنځته سوې وي نو د ایالتونو ترمینځ تفکیک کمه وي، او که چېري فدرالي نظام د قومي/ژبنیز/توکمیز وېش له مخې رامنځته سوې وي نو د خلکو ترمینځ به تفکیک او واټن زیات وي، دغه دوهم ډول، ډیر تفکیک د بهرنيو کړیو لاسوهنو ته لاره پرانیزې. چې په نتیجه کې د ایالتونو د دښمنۍ، ضدیت او حتی تجزیې لامل به وګرځي.

س: د ملي یوالي زیانمنیدل: په فدرال نظامونو کې دا چې واک د مرکزي او محلي ادارو ترمینځ وېشل کېږې، او د بلې خوا د ایالتونو ترمینځ د وخت په تېريدو سره تفکیک ډېرېږي، نو ملي یوالي او وحدت ته زیان رسوي.

ص: د تجزیې مقدمه: فدرالي نظامونه معمولآ د جګړې، استعمار، کورنیو ستونځو او اقتصادي ملحوضاتو له مخې د جلا شويو سیمو ترمینځ رامنځته کېږې. ځینې وخت د هغو سیمو ترمینځ چې پکښې د مرکزیت اصل لرونکي نظام رامنځته کول ناممکنه سي او د دې بیره موجوده وي چې دغه سیمي خپل بېلوالي اعلان نکړي نو د فدرالي نظام رامنځته کول د ستونځې ښه حل کېدای سي. لکه: په ۱۷۷۶ ز کې د امریکا ۱۳ جلا سېمي سره اتحاد وکړل. په ۱۹۰۰ ز کې د اسټرالیا ۶ استعماري واحدونه سره یو کړای سول. اما که چېرې یو واحد هیواد چې کلونه سره یو ځای اوسېدلي وي په ایالتونو و وېشل سي، په خاصه توګه کله چې دغه ویشنه قومي/ژبنیز او توکمیز بڼه ولري، دا په اصل کې راتلونکي ته د تجزیې لیارې خلاسول دي.

ط: د ایالتونو ترمینځ تفوق غوښتنه: مخکې مو په ښېګڼو کې یادونه وکړه چې فدرالي نظام د ایالتونو ترمینځ رقابت ته لاره پرانیزي، او دغه رقابت د ژوند د سطحې د لوړاوي او د اقتصادي ودې لامل ګرځي. اما کېدایسي دغه سیالي منفي اړخ ځانته غوره کړي. کېدایسي د ایالتونو ترمینځ د تفوق غوښتنې، ناسالم رقابت، دښمني او تخریب کاري لامل وګرځي.

د مرکزیت اصل لرونکی نظام

ښېګڼې:

الف: د واک یوالی: په مرکزیت اصل لرونکي هیوادنو کې مرکزي حکومت په ټولو مرکزي او محلي واحدونو باندې حاکمه ده. واک پکښې وېشلی نه دی. د واک یوالی په دغو هیوادونو کې د ځواک او قوت لامل ګړځي.

ب: د ملي یوالي ټینګېدل: د مرکزیت اصل لرونکي نظامونه په برخو باندې نه وي وېشل سوي، که څه هم دغه نظامونه په کوچینیو محلي واحدونو باندې وېشل سوي وي، اما ټوله مرکزي حکومت ته ژمن او مسؤل دي. اخري واک د مرکزي حکومت په لاس کې وي، پدې نظامونو کې د واک ویش نسبي دی، حقیقي ندی. نو ځکه د واحدونو ترمینځ تفکیک شتون نه لري او ملي یوالی پکښې ټینګ وي.

ج: په حکومت کې د وګړو انډول ګډون: د مرکزیت اصل لرونکي نظامونه د فدرال نظامونو په پرتله کوچیني واحدونو ته وېشل سوي وي. برعکس ایالتونه د لویو سیمو لرونکي وي. په دغو ایالتونو کې کیدای سي د محلي حکومتونو د زورواکي او خودکامګي له مخې یوه ډله واک ته ورسېږي او د وګړو د انډول ګدون مخه ونیسي. اما دا چې د مرکزیت اصل لرونکي نظامونه په کوچینیو واحدونو باندې ویشلي وي، هر کوچینۍ واحد د اړوندې سیمي د وګړو د ګډون ښه تمثیل کولای سي.

د: په نظام کې د ښایسته سالاري اصل مراعات: په مرکزي اصل لرونکي نظامونو کې ټول هیواد په نظام کې سره شریک دي، نو مرکزي حکومت په مرکزي او محلي اداراتو کې د ښایسته سالارې اصل پر بڼسټ چارواکې، پرته د هغه د تبر، توکم او د اوسېدو د ځای په پام کې نیولو سره ګوماري. برعکس، په فدرالي نظامونو کې د ایالتونو چارواکې په خپلو اړوندو ایالتونو کې دندې ترلاسه کوي. په ځانګړې توګه کله چې د فدرالي نظام اصل قومي/ژبنیز/توکمیز ویش وي، په اړوندو ایالتونو کې د ښایسته سالاري پرځای چارواکي د قوم/ژبه/توکم له مخې ګومارل کېږي.

ر: د بهرني لاسونو د لاسوهنې محدود امکان: په مرکزيت اصل لرونکي نظامونو کې دا چې هیواد نه د جغرافیې او نه هم د تبر او توکم له مخې وېشل سوي وي، نو ځکه یو ډول وحدت او نه تفکیک په هیواد باندې حاکم وي. په دغه دلیل بهرني لاسونه لږ وار موندلای سي تر څو په نظام کې لاسوهنې وکړي.

س: د عوایدو انډول وېش: په مرکزيت اصل لرونکي نظامونو کې د ټول هیواد عواید مرکز ته راجع کېږې، او مرکزي حکومت د هیواد د متوازن انکشاف اصل په پام کې نیولو سره بودیجه جوړوي او محلي او مرکزي واحدونو ته تخصیص ورکوي. پدې ډول نظامونو کې ټولې هغه سیمې چې ډېر عواید لري، مینځنی عواید لري او لږ عواید لري انډول انکشاف کوي او انډول د ژوند اسانتیاوؤ او پراختیا څخه برخه مند کېږې.

ص: د خپلسري او زورواکي لږ امکان: په مرکزیت اصل لرونکي نظامونو کې په ټول هیواد کې چارواکې د یوې مرکزي حکومت لخوا ټاکل کېږې. او د دغو واحدونو واکونه محدود او د مرکزي حکومت د لارښوونو پورې تړلي وي. نو که چېرې مرکزي حکومت احساس وکړي چې د یو یا څو واحدونو چارواکې ډیر پیاوړي کېږې، او خپلسري او زورواکي چلوي نو مرکزي حکومت په اسانۍ سره کولای سي دوی تبدیل او لیرې کړي. نو ځکه پدې ډول نظامونو کې د خپل سرۍ او زوراکۍ چانس لږ وي.

ط: د قومونو تر مینځ د سیالۍ پر ځای اتفاق: په دغو نظامونو کې د فدرالي نظامونو پر خلاف د محلي واحدونو ترمینځ سیالۍ شتون نه لري، نو ټول وګړي او نظام سره یو ځای د هیواد د انډول انکشاف او پراختیا په موخه هڅه کوي.

ع: په راتلونکي کې د تجزیې د امکان مخنیوی: په مرکزیت اصل لرونکي نظامونو کې دا چې د هیواد د وګړو او محلي واحدونو ترمینځ تفکیک شتون نه لري نو دا په اوږده موده کې د یو واحد ملت د ټینګښت تقویت کوي، او د تجزیي او بېلوالي چانس کموي، که څه هم هیواد د بیلابیل قومونو او ولسونو څخه جوړ وي.

نیمګړتیاوې:

الف: د قدرت تمرکز: په مرکزیت اصل لرونکي نظامونو کې ټول نظام په مستقیمه او نامستقیمه بڼه د مرکزي حکومت لخوا کنټرولیږي. دا چې پدې ډول نظامونو کې معمولآ واک د یو واحد (مرکزي حکومت) پورې محدود وي نو په نظام کې یو ډول د قدرت تمرکز رامنځته کېږې، چې دغه تمرکز بیا ځیني وخت نظام ډیکتاتوري او توتالیتري ته اړوي. نو ځکه دا ډول نظامونه ځیني وخت د انتقاد لاندې وي. اما که چېرې وګورو، که څه هم په دې ډول نظامونو کې د ټولو محلي واحدونو نهایي واک د مرکزي حکومت په لاس کې وي، خو، د مرکزي حکومت مشر (ولسمشر) د ټول هیواد د وګړو د رایې ورکونې په پایله کې واک ته رسیږي، د بلې خوا کابینه د خلکو لخوا د ټاکل سوي وکیلانو (پارلمان) له لورې اعتماد ترلاسه کوي، په خپله وکیلان د ټول هیواد د وګړو استازیتوب کوي او د خلکو د رایو په واسطه ټاکل کېږې. که چېرې افغانستان ته وګورو، علاوه له پورتني موضوعاتو، هره محلي اداره د اساسي قانون د ۱۴۰ مې مادې له مخې ولایتي شورا لري، او د دغو شوراګانو غړي د خلکو لخوا ټاکل کېږې. همدارنګه، د اساسي قانون د ۱۴۱ مې مادې له مخې شاروال او د شاروالي د مجلسونو غړي هم انتخابي دي. (خو عمل په ندی سوی)

پایله دا چې، پورتني موارد د واک د انحصار او تمرکز مخنیوی کوي، او په ریاستي ډیموکراتیکو نظامونو کې هم د خلکو اراده په ښه ډول تمثیلیږې.

ب: د محلي واحدونو ګڼوالی: مخکې هم یادونه وسوه چې په مرکزیت اصل لرونکو نظامونو کې محلي واحدونه متعدد او ګڼ شمېر وي. اما په فدرالي نظامونو کې محلي واحدونه (ایالات) لویې سیمې سره تړلي وي. نو ځکه شمېر یې کمه وي. د دغو ګڼو محلي واحدونو کنټرول او څارنه، او د دوی ټولو کورنیو چارو ته رسېدنه مرکزي حکومت د یو ډول مشغولا او د کارونو د بوج سره مخوي، نو ځکه د هر واحد چارو ته په مرکز کې سمه رسیدنه نه کیږې.

دا چې د افغانستان دپاره به کوم سیاسي نظام غوره وي، د دې لیکنې په دوهمه برخه کې د یوې تحلیلي څیړنې په لړ کې به وڅېړل سي.

په درنښت،

محمد میلاد بارکزی، د کابل پوهنتون د پالیسي او عامه ادارې ماستري پروګرام د دوهم کال محصل،

[email protected]

سرچېنې:

کتابونه

رسمي جریده، پرله پسې ګڼه ۸۱۸، د افغانستان اساسي قانون،۱۳۸۲.

بشیریه. حسین، ، درسهای دموکراسي برای همه، نشر نګاه معاصر، تهران، ۱۳۹۲.

حمیدی. خلیل الله، مبانې سیاست ګذاري عمومي، انتشارات سراج، کابل، ۱۳۹۴.

Finer. S, E. Comparative Government, London. 1970.

  1. Laxmikanth, Public Administration, McGraw Hill Education, New Delhi, 17th reprint, 2015.

وېبپاڼې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *