د امریکا دفاع وزیر جنرال ماتیس د سنا جرګې د فاعي کمېټې ته ځوابونه وايي

تاند- د امریکا دفاع وزیر وايي، افغانستان به د امپراتوریو هدیره وي، خو امریکا په افغانستان کې استعماري نیتونه او عزایم نه لري.

جېمز متیس د سې شنبې په ورځ د خپل هیواد د کانګریس د سنا جرګې غړیو ته په وینا کې د طالبانو د ارادو د ماتولو لپاره د متحدو ایالتونو د نوې ستراتیژۍ دفاع وکړه.

د سنا جرګې د وسله والو خدماتو په کمېټې کې د جمهوریپال ګوند غړي والټر جونز دفاع وزیر ته وویل چې افغانستان د امپراتوریو هدیره دی، ده په ځواب کې وویل، په دې کې به شک نه وي چې افغانستان د امپراتوریو هدیره دی خو امریکا د افغانستان د نیولو په نیت په دغه هیواد کې حضور نه لري.

جونز له متیس څخه وپوښتل چې ایا د سمندري ځواکونو د قول اردو د قوماندان جنرال چوک کولک له ارزونې سره موافق دی چې په یوه ایمیل کې یې لیکلي«ډېرو هڅې کړي خو هیڅوک د افغانستان پر لاندې کولو بریالی شوی نه دی. موږ به هم د هغو ملتونو په لیست کې راشو چې په دې کار کې پاتې راغلي دي.»

متیس په ځواب کې وویل«د کانګریس غړیه، که موږ د افغانستان د نیولو هلې ځلې کولای، نو له تاسو سره به مې سل په سلو کې منلې وای. څه چې موږ یې په لټه کې یوو هغه دا دي چې امریکایانو ته دا ډاډ ورکړو چې بیا به د سپټمبر یوولسمه نه پېښېږي.»

متیس په عین حال کې ومنله چې د افغانستان په شپاړس کلنه جګړه کې د پام وړ پرمختګ نه دی شوی.

متیس د افغانستان لپاره د نوې ستراتیژۍ ملاتړ وکړ او ویې ویل چې افغان امنیتي ځواکونه تر پخوا زیات پیاوړي شوي او جګړه کاملاً د هغوی په لاس کې ده.

ده وویل چې اوس امریکايي پوځیان د افغان ځواکونو د روزنې ترڅنګ د هغو یوازې هوايي ملاتړ کوي.

د سې شنبې په ورځ په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت عمومي قوماندان جان نیکلسن وویل چې د ده تر قوماندې لاندې ځواکونو د افغانستان په شمال کې هم د مخدرو موادو پر ضد له څلور ورځو راهیسې هوايي بریدونه پیل کړي دي.

د افغانستان پر جګړه د کال ۴۵ ملیارد ډالره لګښت

متیس د سناجرګې غړیو ته وویل چې د افغانستان پر جرګې امریکا د کال ۴۵ ملیارد ډالره لګوي.

په دغو پیسو کې ۵ ملیارده پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ۱۳ ملیارده په افغانستان کې پر مېشتو امریکايی پوځیانو لګېږي.

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو شمېر تر ۳ لکو زیات دی خو د امریکايي پوځیانو شمېر ۱۴ زرو ته رسېږي.

One thought on “متیس: امریکا د افغانستان د نیولو نیت نه لري”
  1. امریکا د افغانستان د نیولو نیت درلود ، خو اوس یی نه لري، ځکه د افغانانو حوصلی او میړانی یی پښی سستی کړی او ارادی یی ور بدلی کړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *