تاند- د امریکا دفاع وزیر جیمز متیس وايي، هیواد یې د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي خو د دې معنا دا نه ده چې امریکايي پوځیان اوس له افغانستانه وځي.
د امریکا د دفاع وزارت یا پینتاګون د ویبپاڼې د راپور له مخې، متیس ویلي«طالبانو ثابته کړه چې د افغانانو ژوند ته اهمیت نه ورکوي، دوی انتخابات ګټلی نه شي، له همدې کبله هڅه کوي چې وېره او ترهه خپره کړي.»
د متیس څرګندونې ښيي چې له طالبانو سره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په وروستیو خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.
له طالبانو سره د خلیلزاد له وروستیو کتنو وروسته د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور د دوام ملاتړ وکړ، حال دا چې مخکې یې ویلي و چې امریکا د افغانستان د مسلې د هواري بېړه لري.
تېره اوونۍ طالبانو د سولې د خبرو لپاره د افغانستان د حکومت ۱۲ کسیز پلاوی رد کړ، ویې ویل چې طالبان د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي.
خو امریکا بیا بیا ویلي چې له طالبانو سره د دې لپاره خبرې کوي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د خبرو لار هواره کړي.
په وروستیو څو ورځو کې امریکايي ځواکونو د طالبانو پر مورچو هوايي حملې زیاتې کړي دي.
د امریکا دفاع وزیر ویلي«که موږ له افغانستانه ووځو، له دې سره سره چې د نړۍ ۲۰ خطرناکې ډلې په دې سیمه کې راټولې شوي دي، موږ پوهېږو چې څه به پېښ شي؛ هغوی به پر موږ حملې وکړي.»
ده په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور د اهمیت یادونه وکړه خو په عین حال کې یې وویل، پینتاګون به د داسې سیاسي حللارې او د سولې د موافقې هڅه وکړي چې نتیجه یې په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره تر ټولو په حقیقت ولاړه وي.
متیس د پخلاینې په اړه د طالبانو پر دریځ انتقاد وکړ، ویې ویل چې د سولې لپاره هلې ځلې یوازې امریکا نه کوي بلکې د سیمې هیوادونه او ملګري ملتونه به هم پکې شامل وي.