تاند- د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس، چې عموماً په افغانستان کې د حکومتي ځواکونو او طالبانو د جګړې د وضعیت په اړه څه نه وايي، د سې شنبې په ورځ وویل چې د سږ کال په اګست او سپټمبر میاشتو کې تر ۱۰۰۰ زیات افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

متیس، چې د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انستیتیوت غونډې ته خبرې کولې وویل«افغان ځوانان جګړه پرمخ بیايي، یوازې د دوی مرګ ژوبلو ته وګورئ… په اګست او سپټمبر کې تر زر زیات ځوانان وژل شوي یا ټپیان شوي، او دوی په میدان کې جګړې ته لا هم دوام ورکړی دی.»

له زیاتو تلفاتو سره سره متیس افغان ځواکونه په دې وستایل چې طالبان یې نه دي پرې ایښي چې د ولایتونو مرکزونه ونیسي او یا د افغانستان انتخابات ګډوډ کړای شي.

د امریکا دفاع وزارت تر ۲۰۱۷ م کال پورې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د مرګ ژوبلو شمېر خپراوه خو له هغه راوروسته یې د افغانستان د حکومت په غوښتنه د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلو په اړه د معلوماتو له وړاندې کولو ډده کړې ده.

د امریکا دفاع وزیر د جمعې په ورځ له واشنګټن څخه دباندې په یوه کنفرانس کې پوځي خبریالانو ته وویل، د افغان ځواکونو د تلفاتو په اړه د معلوماتو د خپرولو په اړه پرېکړه د دې لپاره شوې چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني نه غواړي چې په دې اړه جزییات څرګند شي.

د امریکا دفاع وزیر او لوی درستیز دواړه وايي چې له طالبانو سره د سیاسي پخلاینې لپاره سیمه ییزه ستراتیژي د پرمختګ په حال کې ده.

متیس وویل«زموږ له نظره دا ستراتیژي نتیجه ورکوي، خو څه چې منل یې دردوونکي دي، دا دي چې پرمختګ او تشدد خوا په خوا روان دي.»

جېمز متیس وايي، په افغانستان کې د امریکا او نړیوالو ځواکونو شمېر، چې په ۲۰۱۳ کې له یولکو ۴۰ زره تر یولکو ۵۰ زرو پورې وو، اوس شاوخوا ۱۵ زره دی، خو له دې سره سره د افغانستان امنیتي وضعیت هومره خراب شوی نه دی.

ده دا یو پرمختګ وباله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *