تاند- د امریکا دفاع وزیر جېمز متیس نن / سې شنبه/ د معمول په شان په یوه نااعلان شوي سفر کابل ته راغی.
ټاکل شوې ده چې متیس په څو شېبو کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني، دفاع وزیر او نورو چارواکو سره د تروریزم پر ضد د جګړې او د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړي.
دی به په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو له قوماندانانو سره هم وویني.
د سي این این د راپور له مخې، متیس کابل ته تر رسېدو مخکې خبریالانو ته وویل، د طالبانو په منځ کې داسې کسان شته چې سوله ییزې حللارې ته لېوالتیا لري.
ده زیاته کړه، دا توقع چې طالبان به ممکن اوربند ته تیار شي، یو څه لېرې خبره ده، خو د دوی په منځ کې داسې ډلې شته، البته کوچنۍ ډلې، چې سولې او پخلاینې ته یې تیاري ښودلې ده.
«ممکن ټول طالبان په یو وار سولې ته حاضر نه شي… خو د طالبانو ځینې عناصر شته چې په ښکاره د افغانستان له حکومت سره خبرو ته لېواله دي.»
له کله چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني طالبانو ته د سولې نوې طرحه وړاندې کړې، دا افغانستان ته د متیس لومړنی سفر دی.
طالبانو تراوسه پورې د ولسمشر غني د سولې وړاندیزونو ته ځواب نه دی ویلی.
متیس وویل چې امریکا په افغانستان کې د بري په لټه کې ده او د امریکا لپاره په افغانتان کې بری دا دی چې په دغه هیواد کې سوله وشي.