تاند، دوشنبه، د حمل ۱۸ مه: د سیمه ییزو ارګانونو رئیس عبدالمتین بیک وايي، طالبان د یو شمېر هغه بندیانو پر خلاصون ټینګار لري، چې هېواد کې د ستر. بریدونه او حملو پلانوونکي دي او له همدې امله تر اوسه د بندیانو د خلاصون بهیر ځنډېدلی.
د سیمه ییزو ارګانونو رئیس او له طالبانو سره د افغان حکومت لخوا د مرکچي پلاوي غړي عبدالمتین بیګ نن دوشنبه د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله ځکه ځنډېدلې، چې طالبان د خپلو هغو ۱۵ قومندانانو پر خلاصون ټینګار لري، چې هېواد کې د لویو بریدونو او حملو طراحان پېژندل شوي دي.
ښاغلي بیګ وویل، افغان حکومت له خپل اړخه د سولې د راوستو په موخه خپل دریځ کې نرمښت راوستی او له همدې امله د یو شمېر طالب بندیانو د خلاصون ژمنه یې کړې، خو د نوموړي په وینا افغان حکومت نشي کولای د طالبانو هغه مهم بندیان خوشې کړي چې د افغانانو په وینو یې لاسونه سره دي.
هغه طالبان پړه وګڼل چې د بندیانو د خلاصون چارې یې ځکه ټکنۍ کړي، چې تر بین الافغاني خبرو مخکې د خپلو مهمو بندیانو پر خلاصون ټینګار کوي.
نوموړي د خبرو پر مهال وویل چې د پنځه زره طالب بندیانو ژمنه امریکا طالبانو ته کړې، خو افغان حکومت نرمښت ښودلی او یو شمېر طالب بندیان به مشروط ډول او په څو پړاوونو کې آزاد کړي، چې لومړي پړاو کې به ۴۰۰ طالب بندیان له بنده آزاد شي.
ښاغلی بیک چې د افغان خکومت د د سولې مرکچي پلاوي غړی هم دی وایي، چې له څو ورځو راهیسې کابل کې د طالبانو مرکچي پلاوي او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو پر خلاصون بحثونه روان دي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني خبرو پر وړاندې یوازینی لوی خنډ همدا د بندیانو خلاصون مسله ده، چې تر اوسه افغان حکومت او طالبان پرې ندي جوړ شوي.
طالبان تر بین الافغاني خبرو مخکې د خپلو هغو پنځه زره بندیانو د خلاصون غوښتنه لري چې دوی یې نوملړ امریکا ته سپارلی او دا کار له امریکا سره د سولې خپلمنځي هوکړې یوه برخه ګڼي.
که څه هم په لومړیو کې افغان حکومت تر بین الافغاني خبرو مخکې د طالب بندیانو آزادېدو سره کلک مخالف و، خو بیا د امریکا په غوښتنه نرمښت وښود او اوس ټینګار لري، چې یو شمېر طالب بندیان به په خپله خوښه او په مشروط ډول آزاد کړي، چې دا بیا طالبانو ته د منلو وړ خبره نده.