ژباړه: حمیدالله حمیدي
د دې لپاره چې هیله من و اوسئ اړ یاست چې خپل ذهن پر نظرونو، معلوماتو او مکالماتو تغذیه کړئ. دا چې انسانان یاست نو طبیعي ده چې تل له ناوړه کارونو څخه ډډه کوئ او له ځان سره فکر کوئ چې د یو انسان په توګه ژوند ولرئ.
که چېرې سالمه تغذیه ولرئ، هغه ده چې یو سالم انسان به یاست، دغه راز که مو ذهن پر مثبتو خبرو، معلوماتو او مو ضوعاګانو باندې تغذیه کړئ، ډېر ژر به پر یو مثبت فکره او خلاق انسان بدل شئ او داسې خارق العاده کارونه به وکړئ چې تر اوسه مو نه وي کړي.
کله چې تاسو له ستونزو سره د مخ کېدو په صورت کې له دې ډول افکارو لاس واخلئ، وبه ګورئ چې په څومره اسانۍ سره ځان له ستونزو څخه ایستلی شئ. مثبت فکر، مثبتې خبرې او مثبت لید لوری، ستاسو د راتلونکي ضمانت کوي.
د هر څه په اړه چې تاسو ډېر فکر کوئ، پوه شئ چې هغه شی به ستاسو خوا ته د هغو وړو اوسپنو په څېر چې مقناطیس (اهن روبا) یې ځان ته را کش کاږي، را کش کړئ. که تاسو خپلې راتلونکې ته اندېښمن یاست او په اړه یې منفي فکر کوئ، د جذب قانون مو فعالېږي او لرې به نه وي چې په رښتیا سره په د هغه څه سره مخ شئ چې په اړه مو یې منفي فکر کړی دی. هوښیار ذهن شفافیت او تعهد ته اړتیا لري، ذهن د احساساتو په وسیله فعالېږي چې یو له هغه څخه هیله ده. هر څومره چې د یو شي او یا یوې موخې ته د رسېدو لپاره ډېر فکر وکړئ په هماغه کچه مو د جذب قانون فعالېږي او موخې ته رسېدل درته اسانه کوي.