ژباړه: حمیدالله حمیدي

د هغه څه په اړه هره ورځ فکر کوی چې غواړی ويې لری. فکر وکړئ چې دا څه وار له مخه درسره دي.

په ارامۍ سره ډوډۍ وخورئ، خوند او رنګ ته یې پوره پام وکړئ.

که مو ملګرو درته اړتیا پیدا کړه د توان تر کچې یې لاسنیوی وکړئ؛ ځکه له نورو سره مرسته انسان ته ذهني، فکري ارامي او د زړه سکون ورکوي. له دې سکونه ځان مه محروموئ.

هېڅکله منفي فکر مه کوئ؛ ځکه ستاسو فکر چې کوم منفي زېګنالونه خپروي، له اړوند کار سره مو په مستقیم ډول تړلي دي، نو هر څه پر خپل لاس مه خرابوئ، تل مثبت فکر وکړئ.

تل له د خپلې ښې روغتیا، خوښۍ او بډاینې په اړه خبرې وکړئ، په خپل ځان او ملګرو کې د ښه توب حس ژوندی او پیدا کړئ.

موخې ته د رسېدو لپاره له «زه نه شم کولای» جملې سره خدای پاماني وکړئ او خپلې بریاوې مو په یاد راولی.

موږ چې کومې خبرې کوو؛ په دې کې پوره قدرت او وړتیا پرته ده. په موږ کې ډېری داسې کسان شته، چې منفي فکر لري او منفي خبرې کوي؛ راځئ له نن وروسته تل مثبتې خبرې وکړو او له منفي خبرو سره خدای پاماني وکړو.

One thought on “مثبتې وړانګې”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *