لیکوال محمداکبر حقمل

د یو څه پر وړاندې ریښتینی هوډ او مثبت احساسات مو ددې لامل ګرځي ترڅو تاسو خپلې ټاکلې موخې او بریا ته په ډېر ساده ډول ځان ورسوئ. احساسات هغه څه دي، چې تاسو دې ته اړ باسي تر څو یو څه ترسره کړئ هغه هم که منفي وي او یا که مثبت. که مو احساسات مثبت وو نو د ترسره کېدونکي کار پایله به مو هم مثبته او هم به ستاسو په خپل زړه برابره وي او که چېرې مو احساسات منفي وي، نو د ترسره کېدونکي کار پایله به مو هم منفي او هم به مو په خپل زړه جوړه نه وي. ډېری وخت داسې پېښېږي، چې د منفي احساساتو له لاسه د ښه ژوند چمتو کولو او غوره راتلونکې جوړولو تر ټولو ستر فرصت یا چانس له لاسه ورکړئ. د مثال په ډول تاسو همدا اوس د هېواد په یوه ستر شرکت یا کمپنۍ کې په یوه داسې مقام کار کوئ، چې بل هېڅ کس ته ستاسو په اندازه معاش یا حق الزحمه نه ورکول کېږي او د کاري ټیم له رئیس یا مشر سره مو په یوه ناڅیزه یا لویه موضوع باندې داسې لانجه پېښېږي، چې کېدای شي تاسو پړ یا ملامت یاست او یا هم نه یاست خو د مشر پروړاندې مو بې عزتي کول او یا هم د خپلو منفي احساساتو نه کابو کول مو ددې لامل ګرځي تر څو تاسو له خپلې دندې ګوښه شئ او له خپل غوره ژوند جوړولو څخه پاتې شئ. که چېرې مو د  منفي احساساتو په کابو کولو کې بریالي وئ نو هېڅکله به له ورته ماتې سره مخ نه شئ. بریالي کسان تل خپل منفي احساسات یا پارېدنې کابو کوي او د کابو کولو له غوره مهارتونو سره یې بلد دي. دوی پوهېږي، چې منفي احساسات وېجاړوونکي او مثبت احساسات رغوونکي دي. هغه کسان کوم، چې په خپلو مثبتو احساساتو کې پیاوړي دي هېڅکله خپل اصلي محور له لاسه نه ورکوي، تل خپل منفي احساسات کابو کوي او خپلو مثبتو فکرونو او احساساتو ته لا پراختیا ورکوي، چې پایله یې بریالیتوب دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *