مثبت بدلون ټولنې په ننګرهار او د هیواد یو شمیرنورو ولایتونوکې د ولسی مرګ ژوبلی وروستی پیښی په سختو ټکو وغندلی او د جګړی پرښکیلو خواوو یې دملکې خلکو د ژوندخوندیتوب غږ وکړ .
په جلال ابادکې د یادی ټولنې په نوښت د ناامنیو پیښو کې دملکې تلفاتو دغندلو په هدف جوړی شوی خبری غونډی کې دیوشمیرنورو مدني ټولڼو استازو هم په همدی موخه خپل غږ پورته کړ .
مدني فعالانوچې په ننګرهارکې دشنبي ورځي ځانمرګی برید او دیکشنبی چاودنه دبیلکوپه توکه یادولې په ورته پیښو کې دملکی خلکو تلفات دجنګ اله نړیوالو اصولو سره په ټګر دافغان ولس په حق کې یو تیري وبللو .
دمثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصیرسباوون وویل چې په تیرو دریو میاشتو کې ترسلو ډیرولسی وکړی په بیلابیلو پیښو کې وژل شوي .
هغه وایې په وروستیو کې دختیځ او ننګرهار په کچه دولسی زیان کچه لوړه شوی چې دوي ته داندیښنی وړده .
په ختیځ کې دمدنی ټولنو دهمغږی شبکی مسول ډاکټرنعمت الله همدرد هم دناامنیو په پیښوکې ولسی زیان داندیښنی وړبولو.
هغه وایې غوښتنه یې دجګړی له ښکیلو غاړو څخه داده چې ولسی خلک دخپلو موخو ښکار نه کړی او ددوی دژوندخوندیوالی لپاره کار وکړي .
دننګرهار دځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزی او دځوانانو فدراسیون مسول دخبری ناستی نوردوه کډونوال ووچې دوی هم پخپلو خبرو کې په ننګرهار کې دهندپرقونسلګری ځانمرګی برید کې د۳۳ ولسی وکړو پرمرګ ژوبلی اندیښنه ښکاره او ددولت او او وسلوالو ډلو څخه یې وغوښتل ترڅودخلکوګڼ میشتو سیمو کې چاودنې او بریدونه ونکړی .