مثبت فکر وکړئ او د خپل ذهن حریم ته مو د منفي افکارو د ننوتو مخنیوی وکړئ. د ډېری خلکو د خپګان اصلي لامل دا دی چې ډېر کله په منفي مسایلو او داسې څه فکر کوي چې هېڅکله هم نه واقع کېږي. د تېرو ښو خاطرو په اړه فکر وکړئ، د جزئیاتو په اړه یې فکر وکړئ، په پټو سترګو د هغه ټولې صحنې یو ځل په خپل ذهن کې را تېرې کړئ او له هرې شېبې یې خوند واخلئ. له ځنډ پرته به مو پر شونډو مسکا خوره شي. یوازې د هغه څه په اړه فکر وکړئ، چې پوهېږئ په اوس او راتلونکې کې خوښي درکولای شي.

انسان یو اجتماعي موجود دی او اجتماعي اړیکو ته اړتیا لري. د مثبت فکر د درلودلو یوه تر ټولو مهمه او اړینه لار دا هم ده  چې له نویو کسانو سره پېژندګلوي پیدا کړی، انسان یوازې د خپلو مثبتو افکارو په درلودلو سره موخې ته نه شي رسېدای، بلکې مجبور دی چې له نورو داسې کسانو سره هم ناسته ولاړه وکړي، چې وکولای شي ده ته نوره هم مثبته روحیه ورکړي. له هغو کسانو سره ناسته ولاړه چې مثبت فکر کوي، موږ ته دا چانس راکوي چې له منفي افکارو څخه لرې اوسو او له مثبتو افکار څخه په ډک چاپېریال کې ژوند وکړای شو. د دغه ډول شرایطو برابرول ډېر ستونزمن نه دي، په دې شرط چې تاسو یې وغواړی.

@ ژباړه: حمیدالله حمیدي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *