په ورځینې ژوند کې ډیري داسې جملې، کلیمې او بیتونه مو له خولې څخه راوځي؛ چې په اصلي (حقیقي) معنا یې نه پوهیږ بلکې په مجازي ډول یې استعمالو، خو اصلي معنا یې بله ده لکه وایو چې: کافر ملاو او کافري تراویح یې وکړي، پیسې مې وخوړي، دیګ پوخ شو، سباته به افغانستان د پاکستان سره یوه ورځینۍ لوبه کوي او داسي نوري ډیري جملې چې اصلا په دي معنا ندي.
دا او دي ته ورته نوري جملې، کلیمې او بیتونه ابهام (ګونګوالی) لري او هغه څوک پري ښه پوهیږي چې زیرک وي.
په ادب پوهنه کې تشبیه،استعاره، کنایه او مرسل مجاز د انځورجوړونې څلور اصلي ذریعې دي چې یو یې هم مجاز دی چې یو څه خبري به پري وکړو.
(( مجاز په لغت کې تیریدلو او تجاوز کولو ته وایي. په اصطلاح کې مجاز هغه لفظ ته ویل کیږي چې د څه اړیکو له امله د اصلی وضع شوې معنا نه پرته په بله معنا استعمال شوی وي؛ خو داسې نښه او قرینه وي چې حقیقي معنا نه تري نه شي اخیستل کیدای)).
قرینه: هغه نښه ده چې ذهن له حقیقت نه لري ساتي.
مجاز باید دوه معناوي ولري . د هغوی ترمنځ باید اړیکه او مناسبت(علاقه) وي او ویوونکی یې د قرینې په راوړلو سره د اوریدونکي ذهن د اصلي معنا نه اړوي مجازي معنا ته.
علاقه: د حقیقي او مجازي معنا ترمنځ اړیکې ته علاقه وایي.
حقیقت: د یو لفظ نه هغه معنا اخیستل چې کومه ورته اخیستل شوي وي لکه احمد بخیل دی.
د یوې کلمي استعمالول په مجازي معنا سره د قرینې په واسطه کیږي او مناسبت او اړیکې ته اړتیا لري. دغه اړیکه کله مشابهت وي چې استعاره ورته ویل کیږي او کله غیر مشابهت چې مرسل مجاز یې بولو.
لکه وایو چې: طوطي دی. دا استعاره شوه چې یو چالپاره یې د طوطي لفظ د پور په ډول استعمال کړ معنی دا چې ډیري خبري کوونکی دی.
پیسې می وخوړي. اصلاُ پیسی به یا اوسپنیزي یا به قاغذي وي او خوړل یې مشکله ده، نو اصلاً هغه څه چې موږ په پيسو اخیستي ول هغه مو وخوړل چې دي ته مرسل مجاز وايي.

استاذ غضنفر وایي: مرسل مجاز ډیر ځله زموږ سترګو ته منظره دروي او خیال ته فرصت ورکوي چې له یوي معنا بلې ته لاړ شي مګر دغه فرصت نسبتاً استعاري او تشبیه ته ډیر کوچنۍ ده لکه وایو چې پلانی بخیل دی، خبره مسقیمه بیانه شوه او که ووایو چې پلانی پيسو ته غوټې ور اچوي نو خبره غیرمستقیم او یو خیال هم ورسره شو .
موږ وویل چې نسبتأ استعاري ته یې خیال او تصویر لږ کمزوری دی لکه وایو چې زمری دی.
بل شاعر وایي:
څوک په لارو کې ازغي کري نېکنام شي
څوک تابیا د سرو ګلونو کړي بدنام شي
اغزي خو څوک نه کری بلکې دلته اغزي د مجاز په ډول راغلی چې اصلی معنا یې هغه خلک چې نورو خلکو ته ضرر رسوي یعني بد خلک.
یا وایو چې کافر ملا و، کافري تراویح یې وکړي. ملاهم کافر او تراویح هم کافريᴉ دلته دا په مجازي معنا استعمال شوي او اصلی( حقیقي) معنا یې تیزوالی او یا ښه والی دی.
استاد اجمل ښکلی وایي:
وايم، زړه به مې په خوله باندې راوځي
ستا د عشق له درده هۍ کولاى نه شم
په پورته بیت کې زړه له خولې نه راوتل. اصلاً دلته شاعر د عشق په اور سوزیږي او چې سړی ډیر په تنګ شي نو بیا داسی یوه خبره وکړي. دلته زړه مجاز دی او زما په نظر د نه صبر په معنا راغلی دی.
یا
ورپورې نښلي به بيا هم دوړې د خلکو د خولې
که څوک هرڅومره د رڼو اوبو چينې نه وځي
دوړي ځکه د خلکو نه خوښیږي چې مکروبونه له ځانه سره لري او د خلکو د کالیو او د ځان د خیرنوالی سبب کیږي نو دلته دوړي اصلی معنا د خلکو بدي خبري چې دا هم په خلکو ښي نه لګې.
اجمله زه که نه يم، سيورى به مې وي درسره
داسې اسانه خو اشنا خلاصېدى نه شې له ما
سیوري کلیمه هم په مجازي معنا استعماله شوي دلته مخاطب ته اشاره ده او اصلی معنای کیدای شی خبري وي، شیبې وي، زما تصویر ستا په خیال کې او داسی نوري معناوي.
دا لاندې جملې ښي بیلګې دی د مجاز:
۱ـ افغانستان تاسو غوندې ځوانانو ته اړتیا لري یا تاسو باندې ویاړي. دلته هغه خلک چې په افغانستان اوسیږي تاسو باندې ویاړي یا ضرورت لري. کل نه جز ته اشاره ده.
یا افغانستان له پاکستان سره خبري وکړي. افغانستان او پاکستان خلک ندي چې یو له بل سره خبري وکړي بلکې دا دهیوادونو نومونه دي چې په مجازي ډول استعمال شوي او مطلب تري د دي هیوادو خلک دي، چې دلته د ګاونډیتوب اړیکه له مخې استعمال شوي.
۲ـ احمد ته لاس ورکړه. دلته د لاس نه مراد مرسته او کومک کول دي. د سبب نه مسبب ته.
۳ـ طلوع تلویزیون نه مې واوریدل. مطلب هغه خبریال چې ویاندویي کوي.
۴ـ ځان مې درد کوي. دلته د بدن یوه مشخصه حصه په درد ده او دا وایي چې ځان مې درد کوي.
۵ـ لیکوالو، شاعرانو، او د مدنې ټولنې فعالانو په غونډه کې ګډون کړی و. مشخص ندی چې کوم لیکوال، شاعر او یا مدنی ټولنې غړی. عام نه خاص ته.
۶ـ لغمانیانو چې یو خاص ولایت پوري اړه لري خو دلته له خاص نه عام ته اشاره ده.
۷ـ ویاله بهیږي. ویاله اصلاً نه بهیږي مګر هغه اوبه بهیږي یا لکه وایو اوبه وچي شوي، اوبه نه وچیږي مګر ځمکه، ویالي یا بل ظرف وچیدل دي.
۸ـ سر مي لنډ کړ: دلته معنا دا ده چې سر پورې چې کوم مظروف (ویښته) نښتی دی هغه مې لنډ کړل.
۹ـ د انجینری، ژورنالیزم، ادبیاتو، طب، حقوقو او داسې نورو محصلانو ته چې ووایو انجینر، ژورنالیست، لیکوال یا ادیب، ډاکټر، دیپلومات یا قاضي ووایو. دا کسان اصلاً دي مسلک ته ندې رسیدلی مګر موږ یې د بریالیتوب او فراغت په صورت کې ورته استعمالو.
او داسې نوري جملې، کلمې او بیتونه چې اصلی معنایې بله وی خو موږ یې په مجازي معنا کې استعمالو.
که څوک ٪۸۰ یو څه له ځانه لیکې، دروغ به وي. موږ دنورو تجربو،څیړنو، اوخپلو تجربو او څیړنې ته اړتیا لرو ترڅو یو څه ولیکو.
که غواړئ چې دا برخه نوره هم وسپړل شی، خپلې تبصرې پرې ولیکئ.