دا چې په وروستيو کې د سولې او پخلاينې لړۍ چټکه شوې ده، ګلب الدين حکمتيار سره د سولې خبرې مثبتې ارزیابي شوي دي.
که څه هم د سولې د عالي شورا څو کلونه ووتل، هغه مهال د سولې پروسې هيڅ پایله نه درلودله، حتی په لومړيو کې مو هغه وختونه هم ښه په ياد دي، چې د سولې عالي شورا نه به مو هره ورځ د برمختګ خبرې اورېدلې، چې د طالبانو سره خبرې روانې دي، د سولې د عالي شورا کارکوونکي ورسره په خبرو بوخت دي.
نژدې يو کال وروسته چې کله خبره ميډيا ته راغله، نو هغه چا چې د سولې عالي شورا له غړيو سره خبرې کړې وې، هغوی دوکانداران وختل او دغه دوکاندارانو د سولې عالي شورا له مالي امکاناتو څخه ګټه پورته کړه.
خبرې مې تر استاد برهان الدين ربانې پورې رایادې شوې، نوموړی د سولې د عالي شورا مشرو، هر وخت به د تلويزیون په پرده اعلانونه ليدل، چې يو زیات شمېر وسله والو مخالفين د سولې له پروسې سره يو ځای شول، هغوی چې به خپل زاړه ټوپکونه د سولې پروسې ته سپارل، نو پر مخونو به يې مولونه وهلي و، چې ونه پېژندل شي، د طالبانو ليکې ځواکمنې شوې، طالبانو بريدونه د کابل تر ښار پورې راوسېدل، خو استاد رباني به د سولې پروسې اړوند د پرمختګونو خبره کوله.
د کرزي په دوره کې د سولې قوي اراده ځکه موجوده نه وه، چې رباني د طالبانو د جګړې مخالف اړخ و، همدارنګه يې نه غوښتل چې حکمتيار دې د سولې له پروسې سره يو ځای شي.
رباني تل په دې هڅه کې و، چې د سولې په پروسه کې درزونه پيدا کړي، هغوی نه غوښتل،چې يا دې د طالب د سولې د لارې ملګری شي او يا د ې ګلب الدين حکمتيار له جمعيت سره واک وويشي.
ګلب الدين حکمتيار باید لا په لومړيو کلونو کې د سولې له پروسې سره يو ځای شوی وای، خو هغه مهال کرزي، غوښې په پيشو ساتلې، ځکه رباني او د جمعيت ګوند په هيڅ ډول د سولې د پروسې بريا نه غوښتله، که نه هغه مهال هم د حکمتيار استازي کابل ته راغلو له دولت سره يې خبرې وکړې، خو خبرې نتېجې ته ونه رسېدې، نو ځکه د حکمتيار او افغان دولت تر منځ خبرې له کومې پایلې پرته پای ته ورسېدلې.
د ولسمشر له راتګ سره سم چې پیر سیدا احمد ګيلاني د سولې عالي سورا ریس وټاکل شو، ورسره جوخت د حکمتيار د استازو راتګ کابل ته نېک زېری او نېک فال ګڼم، ځکه هيڅ کوم مخالفت رامنځ ته نه شو، له بله لوري په د ملا اختر محمد منصور چې د ډرون په بريد کې ووژل شو، د امريکا بهرنيو چارو وزير وویل: ملا اختر محمد منصور ځکه په نښه شو، چې د سولې د خبرو خلاف و.
داسې ښکاري، چې نور په هيواد کې نړيواله ټولنه هم له جنګه ستړې ښکاري، هغوی غواړي، چې د سولې پروسې ملا تړ وکړي، نو په داسې وختونو کې د سولې اړوند خبرې ډېرې هيله بښونکي دي، که نن حکمتيار کابل ته راځي او د سولې پيغام له ځان سره راوړي، نو سبا به طالبان هم ارومرو د سولې له پروسې سره يوځای کېږي، ځکه له يوې خوا په ورستيو کې د افغان ولسمشر قطر هيواد ته سفر هم د سولې اړوند يو ښه سفر و،همدارنګه د چابهار بندرپرانيستنه د هند، افغانستان او ايران هيوادونو تر منځ د اړيکو نوی پيل دی، چې پر پاکستان دغه تړون هم زیات منفي اغېز کوي، هغوی اقتصاد ننګوي او نور به دوی ونه شي کولای، چې له يوې خوا خپل ځان بسیا او له بله لوري ترهګرو ته ټوپکې واخلي.
طالبانو ته هم بې له سولې بله لار شتون نه لري، ځکه هغوی ته هم دا زرين فرصت دی، چې د حکمتيار د ځيرکتيا نه ګټه پورته او د هغه په پله ګام کېږدي.
مجاهدين له همدې وېرې د سولې د پروسې هڅې شنډوي، چې مخکينۍ د سولې پروسه د شمالي ټلوالې په لاس کې وه، هغه مهال د سولې خبرو کومه ګټه ونه کړه، نو اوس دوی د همدې ضد پر بنسټ يې د ناکامولو هڅې کوي، یا کېدای شي، د وی د خپلو چوکيو او واک پر سر وېره لري ، دوی به داسې انګيري، که حکمتيار کابل ته راځي، نو کېدای شي، له موږ څخه چوکۍ واخيستل شي او ګلب الدين حکمتيار ته ورکړل شي، ډېر نور دلایل هم شته، چې مجاهدين يې وارخطا ، خو روشنفکره او د حکمتيار د ارادې او فکر خلاف خلک يې ځکه د ملاتړ هڅې کوي، دوی سولې ته تږي دي او په سوله کې خپل پرمختګونه ويني.
هر څوک د سولې او امن په ګټه پوه دي، خو هغه مجاهدين چې د حکمتيار په راتګ سره د دوی ګټې کنګل کېږي د سولې د خبرو خلاف دي
Dear
You & all know that the peace Balance to UK & USA Not Idea of Rabani & Gaylani Not form Karzai & Ghani way you write that The Karzai not do & Ghani do the work , Just Peace & Peace come By UK & USA,
It is very obvious that the peace with HIA and Taliban will jeopardize the benefits and illegal earnings of many people. for example,they will question Mr. Ahadi on three houses he owns in Kabul and getting thousands of dollars rents, and many other people.