تاند، چهار شنبه، د عقرب ۲۲مه: طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د حقاني شبکې درې غړي دوی ته نه دې رسېدلي او د امریکايي پوهنتون استادان به هغه وخت خوشې کړي، چې انس حقاني، حافظ رشید او مالي خان ځدراڼ دوی ته وسپارل شي.
ذبیح الله مجاهد همدا راز وايي، د زندانیانو تبادله شاید د سولې په مذاکراتو مثبت تاثیر وکړي او کېدای شي چې د امریکا او طالبانو تر منځ په ټپه درېدلې خبرې هم ورسره بېرته پیل شي.
خو د طالبانو د وخت مهم کس وحید مژده بیا وايي، داسې خبر شوی دی چې خوشې شوي درې طالب قطر ته رسېدلي دي او د امریکايي پوهنتون استادان هم امریکایانو ته سپارل شوې دي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسمشر غني تایید کړه چې د انس حقاني په شمول درې مهم طالب بندیان له زندان څخه د مذاکراتو د پیل او تاوتریخوالي د راکمېدو په هیله په مشروط ډول خوشې کوي.
ولسمشر ګواښ وکړ که طالبان له دې وروسته هم نیک نیت ښکاره نه کړي، نو د روان کال په څېر به راتلونکي کې هم سخت وځپل شي.