تاند- د صبغت الله مجددي په مشرۍ د جهادي او ملي ګوندونو عالي شورا نن په کابل کې اعلان وکړ چې د ولسمشر او د هغه د لومړي مرستیال د اختلافاتو د حل کولو لپاره هڅې کوي.

د دغو ګوندونو له لوري بلل شوې غونډې ته ښاغلي مجددي وویل چې له ولسمشر غني او جنرال دوستم سره یې خبرې کړي او ژر به د دواړو خواوو اختلافات حل شي.

دې غونډې ته پخواني مرستیال ولسمشر کریم خلیلي وویل چې د ملي یووالي ننګه کوي او د ملي یووالي لپاره به هڅې ونه سپموي.

ده وویل، افغانستان باید د نیابتي جګړو په میدان بدل نه شي او له نړیوالې ټولنې هم غواړي چې خپلې لانجې افغانستان ته رانه وړي.

په وروستیو کې ځینو ادعا کړې چې جنرال دوستم د روسیې له لوري لمسول شوی خو ځینو نورو ویلي چې دوستم په دې خاطر پارېدلی چې ولسمشر غني د افغانستان برښنا شرکت ته وویل چې د دوستم په شمول د ټولو هغو کسانو نومونه افشا کړي چې د برښنا شرکت پوروړي دي.

ویل کېږي چې دوستم لا هم په جوزجان کې دی او وايي، تر هغو به کابل ته ستون نه شي چې غوښتنې یې منل شوي نه وي.

4 thoughts on “مجددي وايي، د اختلاف د حل کولو لپاره یې له ولسمشر او دوستم سره خبرې کړي”
  1. ښاغلی ولسمشراشرف غنی ته په لاندی ډول مشوره ورکووم

    لمړی: داچه دافغانستان دښمنان زیات شویدی، دغه دښمنان هم دننه په حکومت کی دی او هم دحکومت د باندی دی، خو دحکومت
    دننه ډیر خطرناک دی، لکه دوستم چه دیوی خوا غلا، فساد او قتلونه کوی، او دبل خوا قومی او نیژادی کړنی سرته رسوی

    دوهم : په افغانستان کی فساد خپل اوج ته رسیدلی دی، او دملکی وګړو او عسکرو وژنه هم خپل اوج ته رسیدلی ده

    دریم: دیمو کراسی، رسنۍ اوتلویزونونو هم د خپل ژورنالیستیکی حدوداتو څخه خپی اړولی دی، اوهم په هره غیر قانونی موضوع خطرناک لاریونونه او مارشونه کوی تر څو یو بهران پیداکړی

    نو دپورتنی دریو حالاتو په اساس باید په افغانستان کی نظامی حکومت اعلان شی، تر څو دیوی خوا بهرنی او دبلی خوا داخلی تروریستان اوغله سرکوب اویا دعدالت منګولو ته وسپارل شی

    په اوسنی حالت کی نظامی حکومت دافغانانو په خیر دی، او دغه دمجددی اونورو رواجونه په افغانستان کی مه پلی کوه، ځکه دغه خبری حالات بلی خواته وړی، سبا ته به هر سړی غلا او قتلونه کوی، او بیا به دغه رواجونه ددی با عث ګرځی چه دفساد او ترور مخه به څوک نشی نیولای

    په درنښت

  2. زه خو وایم چې د افغانستان د ارامۍ او سوکالۍ یواځینۍ لاره داده چې دا د تش په نوم جهادي مشران، جنګ سالاران، ټوپک سالاران، قوم سالاران او حتی قومي او کلیوالي ملکانو باندې امتیازونه بند شي. ځکه په دې تیرو څو لسیزو کې دولتونو او ولس ته همدوی مشکلات او ستونځې پيدا کړي او پيدا کوي یې. همدوی د افغانستان د بربادۍ اصلي عاملین دي. امتیاز هم دوی غواړي، مخالفت هم دوی کوي، د پردیو استخباراتي شبکو سره ارتباطات هم دوی لري او دولت هم دوی خپل کار ته نه پریږدي. هسې یو او بل ته ګوتې نیول څه ګټه نلري، ځکه یو بهرنی هم پخپل سر په افغانستان کې څه نشي کولی تر څو چې د پورته افرادو ملاتړ ورسره نه وي. ولس مشر باید پدې مضوع هم جدي فکر او عمل وکړي.

  3. په دوستم باندې تورونو ته پکۍ وهل د ټلوالې اود هغوی د تلویزيوني شبکو کار دئ ترڅو د دوستم او غني تر منځ تفرقه واچوی اوبیا دوستم خپلې خواته کش کړي ، ترڅو غني يواځې شي اوټلواله خپلې ټولې منصوبې عملي کړي يابه د خپلو بادارانو په اشاره افغانستان تجزيه کړي

  4. دافغا نستان محترم جمهور ریس صاحب
    اسلام علیکم
    هیله ده پدی ارتباط د هیڅچا مشوری ته غوژ ونه نیسی او په تیره بیا د شور بازا د بی دینه او بی غیرته حضر ت دا هغه څوک دی چی یهودا نو ته سجده کوی او د یهو دانو وتل ۍ له افغا نستا ن څخه نه قبولول او تا کید ۍ کاوه چه چی دغه ناولی تر ډیر وخته په افغانستان کی پا تی شی ځکه ددی بی غیر ته پشت هم ددی یهو څخه دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *