تاند- پخواني جهادي مشر او د مجاهدینو د حکومت لومړني دولتمشر صبغت الله مجددي، چې څو ورځې مخکې یې ویلي و چې په ولسمشر غني فاسد کسان راټول شوي دي، نن وویل چې تېروتنه یې کړې وه.
ښاغلي مجددي نن /دوشنبه/ له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د سرولښکرو د وتلو د اووه ویشتمې کالیزې په مناسبت غونډې ته وویل:«ما اشتباه وکړه چې پر ولسمشر غني راټول شوي کسان مې فاسد وبلل، دوی ښه خلک دي.»
مجددي دا هم وویل چې د شوروي خلاف د لومړي ځل لپاره د جهاد اعلان ده وکړ.
مجددي په عین حال کې د شوروی د سرو لښکرو په وړاندې د افغانانو بری د خدای تعالي کار وباله.
ده وویل چې افغانانو خاص د خدای د رضا لپاره د شورویانو خلاف جهاد وکړ، نه د شخصي ګټو او هدفونو لپاره.
ده د شوروي خلاف د افغانانو بری نه هېرېدونکی ویاړ وباله.
صبغت الله مجددي زیاته کړه:«موږ زبرځواک په ګونډو کړ خو اوس د تروریزم او پاکستاني دهشت ګردو له لاسه په خپل هیواد کې په عذاب یوو.»
مجددي وویل چې په افغانستان کې داسي کورنۍ نشته چې په سپېڅلي جهاد کې یې د کورنۍ یو غړی وژل شوی نه وي.
ده دا هم وویل، هغه سرزورې ډلې چې په افغانستان کې فعالیت کوي، د دې ټاټوبي بچیان نه دي، بلکې د بهرنیو هیوادونو تالي څټي دي.
پروفیسر مجددي دا هم وویل:«په افغانستان کې طالبان نشته، هغه ډله چې د طالب په نوم په افغانستان کې فعالیت کوي، د پاکستان استخباراتي اداره ده چې د افغانستان د ورانولو لپاره راغلي ده.»
مجددي له طالبانو سره د سولې په خبرو کې پر پرمختګ شک څرګند کړ، ویې ویل چې پاکستان به د افغانستان د خلکو او سرتېرو د وینو بهېدا ته دوام ورکړي.
ستاسو جهاد يوازی اويوازی دپاکستانی پنجابی اوخپلو ګټو لپاره وه نه دافغانانو دهوسا ژوند لپاره تاسی کابل جان ټوټه ټوټه اووران کړ هيڅ حيا اوشرم نه لر ی لږ خو دقبر دعذاب څخه وويريږی تاسی ولی دولس سترګوته خاوری شيندی تاسی غلو دجهاد ريښتينی اشخاص اوصادق مجاهيدين له سياسته ويستل اويا موووژل. مرګ پر تاسو وطن فروشانو
پخوانی اولمړنی دغلو ستر مشره ! ايا ستا په دوره کی ټول دولتی دفترونه چور نشو حتی يوه ددفتر قالينه دستاسو دغلو تر منځ په څو ټوټو پری نکړه ؟ زه يي شاهد يم اوځما پر وړاندی يي داکارونه شوی دی . ټانکونه خو لا څه کوی تاسی بايد محکمه شی چی ولی موارګ ته پنجابيان بيدون دکومی رسمی بلنی څخه دننه کړه اوداسی نور اعمال چی دبشر دحقوقو پر وړاندی جرم دی لکه ترور انسان وژنه اوداسی نور چی هيوادوال يي شاهيدان دی.
Mr. Mojaddidi should be reminded that he is following the exact path of his immidiat forefather that had successfully utilized ” Estekhara ” as political tool over a century earlier to oust modern late King Amanullah khan.
Now he himself smell victory once again refreshing the old family tool, to seat his elder son as his political heir aiming for dream of Afghanistan presidency another ” Estekhara ” away.
Where were Mr. Mojaddidi’s holly thinking when Pakistan gave him green light of two months presidency over a decades ago?
He need to be reminded that political and social backwardness of Afghanistan are in part directly related to him and his family past deeds blocking Afghanistan progress to enter 21st century.