(د محمد يار يار د ليکنو په ځواب کي)
په تاند کي مي د عبدالاحمد محمد يار- يار درې پرله پسې ليکني وليدلې، چي د داسي يوه کس د بې ګناه ثابتولو لپاره يې کړي، چي دوو محاکمو د اختطاف په يوه قضيه کي مجرم پېژندلی دی. د هستي محمد قضيه اوس ستري محکمې ته ولاړه ده.
د ښاغلي يار د لومړنۍ ليکني او تحليل څخه جذباتي سوم او د کندهار له دولتي ادارې سره مي پخوانۍ کرکه بيا راتازه سوه. ځکه په کندهار کي اکثرو چارواکو تر خپله وسه له ولس سره ظلم کړی، په خاص ډول بيا امنيتي لوړ پوړو چارواکو. ښاغلي يار هم د هستي محمد قضيه د يو تکړه مدافع وکيل په حيث شنلې وه. هغه يادونه کړې وه، چي د قضيې اړوند قوي لاسوندونه لري، چي د هغه ټولي ادعاوي ثابتولای سي. دغو ثبوتونو ته سترګي په لار وم، چي په دوهمه ليکنه کي يې يو داسي انځور پورته کړی، چي پر سپينه پاڼه د ۹ اختطاف کوونکو په اړه د يو څارنوال؟! له خوا تحقيق سوی دی. پاڼه په اخر کي د څارنوالانو په نوم دوه داسي لاسليکونه سوي، چي د څارنوالانو نومونه نه دي ذکر سوي. دلته څو پوښتني پيدا کيږي:
دا تحقيق ولي پر سپينه او غير رسمي پاڼه سوی؟
تحقيق کوم څارنوال کړی؟
لاسليک د چا دی؟
برعکس، په دوهمه ورځ مي له فېس بک څخه داسي لاوندونه ترلاسه کړل، چي ثابتوي هستي محمد همهغه کس دی، چي د يو ماشوم په اختطاف کي يې لاس درلود. قوي لاسوندونو ته په کتو ثابتيږي، چي هستي محمد بې ګناه نه دی.
هستي محمد خپله اقرار کوي او د ټليفوني مکالمو ږغيز ثبتونه يې ښيي، چي نوموړی د خپلو نورو ملګرو په ملتيا د يو کوچني په اختطاف کي د هغه له کورنۍ څخه پنځه لکه ډالره غواړي.
په دغو اسنادو کي اول يې د کشفي ارګان لومړنۍ څېړني دي، چي مخکي تر نيول کېدو ليکل سوي.
دوهم انځور د هغي څېړني دی، چي د ګرفتارۍ په جريان کي محاکمې ته د هغه د حاضر کولو مخکي ليکل سوي.

دريم انځور د نوموړي د ټليفوني مکالمو هغه ليست دی، چي نوموړي د ماشوم کورنۍ ته له خپلي شمېرې زنګ وهلی دی.

څلورم انځور د هغه کوچني دی، چي د پيسو لپاره اختطاف سوی.

دا قضيه د ملي امنيت، کشفي ارګانونو، د جنايي جرمونو سره د مبارزې امريت او مخابراتو رياست په ګډه همکاري بررسي سوې ده، د نوموړي د دغه جرم په اړه قوي ثبوتونه ټول سوي او وروسته محاکمې ته موضوع راجع سوې ده.
دا منم، چي د کندهار په دولتي اداره کي پرېمانه فساد روان دی، خو دا پر دې دلالت نه کوي، چي يو مجرم دي حتما بې ګناه وي. د دې هر څه وضاحت وروسته له ښاغلي يار څخه هيله کيږي، چي د يو اختطاف کوونکي په بې ګناه ثابتولو کي مرسته و نه کړي.
په دې اړه، چي هستي محمد مجرم دی او ښاغلی يار د يو ګناهګار دفاع کوي، نور ثبوتونه هم راسره سته، چي د ضرورت پر مهال به يې د يوې بلي ليکني سره وړاندي کړم.
————————————–
د موضوع په اړه د ښاغلي یار لیکنې: