سپين ږيرى عجبه چمونه كول ، كله به ئې له خوشحالۍ اتڼ كوئ ، خو كله به په جنګ سو او بيا به ئې د خشم اور په هر رنګه اوبو نه مړېدئ ، خورا بږنېدلئ وو ، په خله چى به ئې هر څه وراتله ، وئيل به ئې ، لكه لېونئ يو واربه تر يوه سره سو ، بيا تر بله سره.
نن د هغه د آزدېدو ورځ وه او هغه به د هغه جېل تور دېولونه د همېښ دپاره پرېښول ، چېرى چى هغه خپل ټول ژوند تېر كړئ وو . د هغه جرم دا وو چی ازاد مرغان يې خوښ وو .
هغه چى كله دلته راغئ ، نو خورا توان من ځوان وو او بدن ئې له طاقته ډك وو ، ځكه نو هر جېلر به هر سخت كار په هغه كوئ او هغه به هم په ډېره مړانه وكړئ ، مجال دئ چى كله ئې هم پر تندى د انكار معمولى كرښه راغلى وى ، ځكه به نو هر بنديوان له هغه خوشحاله وو او و هغه ته آزادى وه چى د جېل په هر وارډ كښى ګرځېدئ سى او د چا مجال وو كه به ئې اعتراض ورباندى كوئ ، كه څه هم په بند كښى په دغه ډول ګرځلاو ډېره سخته پابندى وه او بل يو بندى هم داسى نه سو كوئ ، خودي ازاد وو.
په جنګ به هغه ځكه سو چى ولى مى نه ايله كوئ چى كورته ولاړ سم ، د غړكى شلومبې وڅښم ، تبۍ په اور كښى وكړوم او د لاندى ټوټه تر غاړى تېره كړم ، بيا باغو او پا لېزو ته ووزم او په خټكيو، هندوانو ، سېبو ، انارو ، انګورو او الوچو نور ځان موړ كړم ، دا ډول به يې د موسمونو خوراکونه هم سر ګډ وډ کرل ،خو بيا به يو عسكر يا ملګرى ورته ووئيل چى لږ صبر ، ولى چى د بنديانو د خلاصولو وخت ماځيګر وى ، په خپله به دى جېلر وغواړى ، ستا سامان به در كړى او دباندى به دى هغو عزيزانو ته ور ايله كړى چى ستا دپاره به ئې هارونه ، امېلونه او ګلان راوړى وى ، خو بيا به په اتڼ هغه مهال سو چى و يو نوى وارډ ته به ولاړئ ، بنديان به پر ټول سول ، هم به ئې مباركۍ وركولې او هم ئې دا ځنى پوښتل چى اوس به څه كوې .
ًاوسً هغه به غاړى تازه كړې ، خپله كنډوله خوله به ئې بنده كړه ، سترګى به ئې پټى ، سپېره ، پينه پينه پټو به ئې په ځان را ټول كړئ او په چرت كښى به سو ً اول كار به دا كوم چى قام به د آزادې په معنا پوه كړم ، تور زندانونه به ختموم ، تعليم ، علم او پوهنه نسته ، دا به كلى ته راولم ، سكولونه به خلاصوم ، زنانى به دې ته نه پرېږدم چى پلرونه ولورونه ورباندى واخلى او دوئ بيا انګۍ يا چغيان واى ، زما له انګيو او چغيانو دواړو بد بلكه ډېر بد كېږى ، دا به د تل دپاره ختموم ، سودخورو پلرو ته به وايم چى لوڼو ته حق وركړئ ، تاسى خو به ئې هم خدائ ته وړئ ، په وطن به د برق ، شنېزې او باغونو راج جوړوم ، له ټولو كروندو به د افيم بوټى ختموم او هلته به غنم كرم چى ماشومان په وږى نه بلكه په ماړه نس ويده سى او ځوانه وينه له نشو راوګرځى ، كلئ او وطن به د نړۍ په سترګو كښى سيالوم ، د كلى ټول توپقونه او تورى به ماتوم او و وګړو ته به سپين ګلان وركوم ، هر ماخوستن به د لوئ ميدان په منځ كښى ډول او سورنا دروم او زه او زلمى به د خوشحالۍ غاړى ورباندى وايو . اوس به بوډا په اتڼ سو ، ټپې به يې په خله وي او په کوړپه خله به مست مست کېدي .
او نجيلۍ شاه مستى ، قميض دى لښتى لښتى
ځوانان دى لېونى كړو ، زاړه خواران دى وايستو له ګټى
ډوله د ډاله لرګئ دى مات سه
نجونى دى واده كړې ، تاترين دوزغ دى ځائ سه
توره توته مات دى سه شاخونه
موږ درختئ نه سو ، شاه ليله دركښى جوړ كړى دى ځايونه.
له دې سره به ټولو بنديانو نارى كړې
ً ګل اكا ، ژوندئ دى وى ، ګل اكا ، ګړندئ دى وى ، ګل اكا زنده باد. ً
په دغو نارو به بوډا يودم له حاله ووتئ او په نڅا به سو ، خو بيا به ودرېدئ . هغه په رښتيا د خبرو بنۍ وه .
ً كه تاسى واياست چى ستاسى ګل اكا دروغ واى او اتڼ ئې سم نه دئ زده ، هسى جګ جګ خورزېدئ ، نو د�� شك به هم در ختم كړم ، دا دئ نوي اتڼ بلكه اصلى اتڼ .
اوس به هغه د اتڼ طرز بدل کړي او په دغه غټ عمر كښى به هم خورا له طاقته ډك وو ، پښې او لاسونه به ئې داسى په کمال اړول چى خلګ به ورته حېرانېدل .
كه واياست چى كاكو نا سياله دئ او يوازى يې يو دوه اتڼوڼه زده دئ ، نو داسى هم نه ده ، دا دئ ډانس .ً
دا مهال به سپين ږيرى دا رنګه انګرېزى ډانس پيل كړئ ، خاص لكه يو انګرېز چى ئې كوى ، يو وار به ئې لاسونه په ملا ونيول او بيا پر سر ، يو ځل به تر يوې خوا سو او بيا تر بلى ، بس لكه انګلسى موزك چى ورته وئيل كېږى ، دئ پكښى ډوب وى ، زوړ پېرنګئ وى او بنديان به له خندا شنه شنه كېدل .
بوډا به د خلګو په يوې دائرې كښى ولاړ وو.
ً نه مړه ، په تاسى كښى داسى شكيان اوس هم سته چى واى به كاكو ګرسره په رخص نه پوهېږى ، نو دا ئې د طبلې كلاسكى رخص ً
اوس به كاكو پشې داسى اړولې لكه يو تربيه سوئ رقاص چى په پښو ئې ژمژغې تړلى وى ، په ډېر ترنګ مځكه ټكوى، كتونكو به نسونه تينګ نيولى وو او له خندا به ډوب ډوب كېدل .
ً نه نه زه ستاسى په نيت ښه خبر يم ، تاسى به واياست دا د انګرېز د زوئ ګرسره خپل كلتور هېر دئ ، نو دا دئ زموږ كليوال غرږئ .ً
اوس به سپين ږيرئ په هغه اتڼ سو چى په غرو كښى كېږى ، په غرږى به سو ، عجب عجب ږغونه خاص لكه غومبر چى وهى ، له خلې به يې راوتل او مخ او شاته به داسى كېدئ لكه څوك چى وېروى.
دا ډول به په هر وارډ كښى دغه مېله تر ډېره وه ، هر چا به خندل او په مينه مينه به ئې كاكو رخصتوئ بلكه ښكلوئ به ئې ، د ډېرو به ګرسره اوښكى څه را ايله وې چى زورورى سګلۍ به ئې اورېدل كېدې بلكه خوش نصيب به ئې ګڼئ چى له تورو دېولو پاى وزى ، لي چي ده له دوي سره دېر عمر په مينه او خندا تېر کرئ وو . كاكو به هر څوك تسلى كول.
ً زما كلى ته به حتماً راځي ، زه ئې ملك يم ، هر يوه ته به ښكلى جونګره ورجوړوم چېرى چى به نه غوغا وى ، ژړا نه وي بلكه يوه خوږه او توده دنيا به وى ، د خوبونو ، د خيالونو ښكلى او حسينه دنيا.ً
ماځيګر چى كله خوشحاله سپين ږيري د جېل له تور ګېټه وتئ ، نو دباندى ئې بيا يوه توره لارۍ او څو پوليس والا په انتظار وو . هغه حېران سو چى دغه خلګ څه كوى او د چا نيولو ته راغلى دى ، زما دپاره خو به خپل خپلوان راتله، هغوي چېري دي.
ناڅاپه يو غټ پټ سور سترګئ برېتور پوليس افسر ورمخته سو او يو كاغز ئې په لاس وركړئ چى دا ستا خلاف نوئ اېف آئ آر دئ او موږ ددې په تور كښى تا ګرفتاروو .
ًولى ما څه كړى دى ، خو ټول عمر په دغو تورو دېولو كښى زندانى وم ، هم دلته د نوى سحار په اميد وخت راباندى تېر سو . ً هغه دغسى چيغى كړې .
ً ته خوبونه وينې او زموږ په ولات کښي خوب ليدل جرم دئ . ً پوليس افسر هغه تر وستخ ونيوئ او دغسى ئې و تورى لارۍ ته پورى وهئ .
پاى
فرورى كال دوه زره څورلس