تاند، پنجشنبه، د ثور ۱۸مه: وروسته له هغې چې تېره ورځ په افغان – جاپان روغتون کې د کورونا د یو ناروغ د کورنۍ لخوا د د ډاکترانو د ډبولو خبرونه خپاره شول، اوس د عامې روغتیا وزارت پر حکومت غږ کړی چې د کورونا د تجریدي مرکزونو امنیت دې خوندي کړي.

 د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدماتو معین وحید الله مجروح نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، د ډاکټرانو وهل ډبول، توهین، سپکاوی  ورته د کورونا د بحران په شپو ورځو کې د منلو نه دی.

 د راپورونو له مخې تېره ورځ د یو ناروغ د مړ کېدو له امله د هغه پایوازانو د افغان جاپان روغتون یو ډاکټر، نرس او کارګر وهلي ډبولي دي.

 همدا راز د استقلال روغتون کې د یوې حامله ښځې چې د کورونا نښې یې هم لرلې خپلوانو یې د روغتون ښيښې ماتې کړې دي او په ډاکټرانو یې ډزې کړې دي.

اوس د عامې روغتیا وزارت معین وحید مجروح وايي، حکومت باید د روغتونونو امنیت جدي ونیسي او په داسې حال کې چې روغتیايي کارمندان تشویق ونه لري باید د وهلو مخه یې هم ونیول شي: (( که تشویق نه وي او کارمندان مو وهل کېږي، وخت به راورسېږي چې هیڅ ډاکټر به په روغتون کې پاتې نه وي او ټولو به دندې پریښې وي.))

 دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د کورونا ناروغۍ له پراختیا سره هم مهاله د خلکو احساسات په ټولنیزو رسنیو کې توند شوي او ګڼ کسان ډاکټرانو ته سپکې سپورې وايي او تور پورې کوي چې ناروغانو ته سمه رسیدنه نه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *