مجیب الرحمان څمکنی

تاند- د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د دوشنبې په ورځ وویل چې مجیب الرحمان څمکنی د پکتیکا د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

ښاغلی څمکنی د الیاس وحدت پر ځای د پکتیکا والي ټاکل شوی دی. وحدت د ۲۰۱۶ م کال د جون په ۲۳ مه د پکتیکا د والي په توګه کار پیل کړ او په تېرو ۱۸ میاشتو کې یې په پکتیکا کې د پام وړ کارونه وکړل.

د پکتیکا ډېر خلک له الیاس وحدت څخه په دې خاطر خوشاله ول چې له فساده پاک و او د دې تر ټولو وروسته پاتې ولایت بیارغونې ته یې تر خپله وسه پام وکړ.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره وايي چې ولسمشر غني د پکتیکا د نوي والي په توګه د مجیب الرحمان څمکني د ټاکنې په اړه د دوی له وړاندیز سره موافقه کړې ده.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره وايي چې ښاغلي څمکنیي زده کړې د ماسترۍ تر کچې کړې او په ولسي جرګه کې یې د پکتیکا د خلکو استازیتوب کړی دی.

ښاغلي څمکني د کابینې د دارالانشا د سلاکار په توګه هم کار کړی دی.

د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې د الیاس وحدت خدمتونه ستایلي دي خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې ښاغلي وحدت ته بله کومه دنده سپارل شوې او که نه ده.

ښاغلي وحدت د پکتیکا د ولایت په دوره کې د ښوونځیو لپاره د محدود شمېر ودانیو د جوړولو پر ځای له پخڅو څخه د زیات شمېر ودانیو د جوړولو نوښت وکړ. د ده له دې نوښت څخه د نورو ولایتونو چارواکو هم ګټه واخیسته.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *