د نجیب ننګیال لیکنه

دا ځینې چې لس کاله بې مالګې ډوډۍ وخوري هم، که به د مجید قرار ځای ونیسي. د هغه د فکر ژوروالی، د قلم رسايي، د وجدان ويښتيا او بې خوفه مبارزه هغه څه دي چې الا ماشاالله که به په دې وطن کې پنځو تنو هم کړې وي.

د يوه غريب سپين ږيري ملا دې مېړني زوی چې په يوازې ځان د ټول نړیوال تروريزم او د وحشي افراطيانو پرخلاف کوم قلم وچلاوه، کومه منطقي او فکري مبارزه يې وکړه که به له ټول نړیوال ملاتړ او امکاناتو برخمن حکومت په پنځلسو کالو کې کړې وي.

که غاړې بندې نکړو، عقدې شا ته وغورځوو او په انصاف خبره وکړو. د اروپا مېشتو او کابل مېشتو طالب پلوو په خبرو غوږ و نه ګروو دا نن چې ځينې د سولې او انسانيت خبرې کوي، اکثرو يې له قراره زده کړي.

همدا فيسبوک يې شاهد دی چې پنځه کاله پخواني طالبان چې په افتخار به يې زمونږ د نظام دښمني کوله، د سرتېرو په مرګ به يې چکچکې وهلې، نن د سولې او انټي- طالبيزم نغارې غږوي. قرار يو له هغو مستقل مزاجو او نه ماتېدونکو ځوانانو څخه دی چې دريځ يې سهار ماښام نه دی تغير شوی. که به ټول ولس يوې خوا ته رغړېده، د ده لاره به بېله وه. تر ټولو به منطقي او عالي وه. امريکايانو يې د کورنۍ ډېر نژدې خلک او طالبانو يې د يوې کاسې ملګري شهيدان کړل.

د دې ټولو په بدل کې مونږ څه ورکړل؟ درې کاله د مخه يې کوچنۍ لور روښانې تېزاب څښلي و. د مرګ او ژوند سوال يې و. زمونږ ډېرو درنو او اصيلو ملګرو په ځای د دې چې انساني خواخوږي ورسره وښيي خپلې عقدې ان په هماغه بده ورځ هم سړولې او ډنډوره يې جوړه کړې وه چې لور يې د قرار د شرابو بوتل په سر اړولی. هغه قرار چې که به يې حجرې ته ورغلې څو ږيرور، خړ پړ، شډل پښتانه به هر وخت په کې دېره و. څوک به محصل و، څوک به يتيم او څوک به سوچه ملا و. ښار کې به يې انګليسي زده کوله، ماښام به يې ده کره شپه وه. په کور کې يې تلويزون نه ساته، خو درنو پښتنو به د شرابي ټاپه پرې لګوله. اتيستان يې مذهبي افراطي بولي او مذهبي افراطيان يې ملحد.

خدای شاهد دی، زه يې شاهد یم همدې قرار د څوارلس کاله پرله پسې وظيفو او ډالرو په باران کې په وروستۍ ورځ دومره پيسې نه درلودې چې د خپلې په کوما پرتې لور درملنه پرې وکړي. د معدې په جراحۍ يې ۱۲۰۰۰۰ کلدارې مصرف راته، خو د اوښي او مېرمنې سره يې په روغتون کې ټوله پانګه ۲۰۰۰۰ کلدارې وې. رڼې رڼې يې کتلې، تر څو پيسې را پيدا کړي او لور ته د ژوند ساه وبښي.

هغه قرار چې د غني د کمپاين روح و. د همده لپاره يې د ۴۰۰۰ ډالرو دنده پرېښوده په پای کې د غني په واکمنۍ کې يو کال داسې مفلس وګرځېد چې دوه مياشتې يې ډيوه لورځکه ښوونځي ته نه لېږله چې فيس يې نه درلود. بيا يې د ولسمشر مطبوعاتي مشاور کړ خو مياشتی معاش يې تر ۷۰۰ ډالرو نه زياتېده او تر ارګه به په ټيکسي کې ته راته. هغه هم د يوې خبيثې خودخواه کړۍ پر ونه لورېده او له وطنه فرار ته يې مجبور کړ. په خورا سيستماتيک ډول يې تبعيد او د حکومت له بدنې وويست. دا په داسې حال کې چې ډېر واړه واړه ماشومان د غني په شاوخوا کې مليونران شول. ګونګيان وياندان شو او هغوی چې خپله پزه يې نشوای پاکولی د ولسمشرۍ ماڼۍ پروټوکول ور له غاړې شو.

نن طلوع پرې راپور جوړوي چې قومي تعصب ته لمن وهي. ولې لنډغر ته لنډغر وايي. یوه خاصه کړۍ هڅه کوي له اوسنۍ دندې یې هم ګوښه کړي. تر څو یا یې په کابل کې لنډغر ووژني، یا ترهه ګر.

مه پرېږدئ چې هغه غږ خپ شي، چې ستاسې د ژوند لپاره لوړ شوی. هغه ناره چې خورا ویده ضمیرونه یې ويښ کړل. ګنګس سرونه یې خلاص کړل. هفه قلم چې سل پوښتنې را ولاړوي، زر پوښتنو ته ځواب وايي…. دا په تن کوچنی او فکر لوی انسان لنډغرو او ترهه ګرو ته یوازې مه پرېږدئ. له حکومته شړېدلې. حکومت د نظام تر ملاتړو، د نظام مخربینو ته ډېر قدر ورکوي. ارګ د هغو ځاله ده چې په ارګ یې د مرګ نارې وهلې. له پاچا هغوی تاو دي، چې یو وخت یې د همدې پاچا د ملاتړ له امله مونږ ته ناموسي ښکنځلې کولې.

2 thoughts on “مجید قرار- نه ماتېدونکی سړی!!!”
  1. خدای تعالی دی قرار صیب ته سل کاله نور هم عمر ورکړی. مونږ یی ملګری یو

  2. ننګیال صیب مننه تا هم لکه قرار ډیر سوچه حقیقت راسپړلي
    قرار یواځی د زړونو قرار ندي بلکه په پټو راضونو ککړو او ملوثو څیرو وحشي جنایتکارانو باندی را سپړونکی قراردي الله دي پخپل حفظ کي وساتي موږ ټول ورسره یو. خو افسو دادی چې موږ پردي نه وژلای شی نه شړلای مګر خپل مو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *