محاکمه
د مازدیګر د لمر د وړانګو مخه د (نیبوشیڅي) د ځنګله ګورو ونو نیولې وه. د ونو له منځه ورووتم او په پراخ شنه چمن کې مې له لرې پر هغه سړي سترګې ولګیدې چې دا دوهمه ده پر همدې یوې چوکۍ یې لاسونه داسې اچولي وي لکه پر طناب چې کمیس راځوړند وي.
د دې سړي خوا ته ورروان شوم. زما پخوانی ګاونډی دیوید و. سلام مې ورته وکړ، سر یې وخوځاوه چې پرې تیرشوم راپسې غږ یې کړل:
– زما یو قاضي پکار دی؟
ودریدم. سړي د څټ ببر ویښته وګیرول:
– ملګرې مې له ما بیله شوې ده نن شپږمه ده چې راته ویلي یې دي چې نور د تل لپاره سره نه ګورو
سړی مځکې ته ځیر شو، دواړه سترګې یې یو ځای ته ښخې کړې. ما ورته وویل:
– خبرې ورسره وکړه
– نه یې کوي
– ته ملامت وې چې خپه شوې ده؟
– څو ورځې وشوې چې دې پارک ته راځم او همدا مساله په خپل ذهن کې ګرځوم راګرځوم، د دفتر له مشر سره جوړه شوې او له کاره یې هم ایستلی یم
– دا خو زیاتی دی بیا یې پریږده
– نه شم کولی
– ډیره درباندې ګرانه وه؟
– نه
– نو زړه مه ورته خوره فکر کوه چې هیڅ نه دې شوي
– چې تر څو کار پیدا نه کړم له دې ذهني محکمې نه شم خلاصیدی یو ځل ټولې پیښې لکه یو فلم په فکر کې راوګرځوم قاضي په خپله یم، زه مدافع وکیل لرم دا یې نه لري نو دا سل په سلو کې ملامته شي. که کار پیدا کړم له دې محاکمې به ووځم چې زړه مې خوري او سزا هم نه شې ورکولی
– نو کار ته فکر وکړه
سړی یو دم پاڅیده او راته ویې ویل« زه هم نن همدې نتیجې ته رسیدلی وم اوس ځم په انټرنټ کې په کار پسې ګرځم».