ناشناس

په دې ورځوکې دافغانستان په هکله ډیرغټ خبرپه کندز کې د جګړې ، ورانۍ او د خلکو د وژنې خبردی خو د دې تر څنګ په ټولنیزو سایټونو کې یو ناموثق، بوږنونکی خبر د ډاکتر ناشناس د مړینې په هکله خپور شو چې افغانان او د ګاونډ هیوادونه یې ولړزول، خوسمدلاسه له ډاکترناشناس سره د آزادۍ راډیو مرکې دا خبر درواغ او ناسم زبات ته ورساوه .

د دې کاذب خبر خپریدل یوشی زبات ته ورسول او هغه دا چې ډاکترناشناس افغانانو او د ګاونډ هیوادونو خلکوته یو محبوب القلوب هنری استوره ده .

د ښاغلی اومنلی ډاکتر ناشناس لنډ ژوند لیک :

ډاکتر محمد صادق فطرت ناشناس دکوټې د ژوب د ملابابړ کاکړله کهول نه داسې یوه شجره لری :

محمد صادق ولد محمدرفیق ولد ذین العابدین ولد ملا عبدالرووف ولد ملاعبدالرحیم اخندزاده ولد ملاحبیب الله اخندزاده ولد ملا فیض الله ولد ملا بابړکاکړ .

د دوی کورنۍ دکوټې ښار له ژوب نه کندهار ته راغلې وه  اوبلاخره ددې کهول یوه سنښته دمعصوم هوتک درنې کورنی پورې هم تړلې ده .

د ډاکترناشناس بی بی مورشجره د ازبکستان دخجند ښارساداتو ته رسی چې ډیرپخوا زمانو کې له خجند نه د کندهارار غنداب ته راغلی اوبیا یې هلته ځمکې اخیستې دی .

د افغانستان نومیالی عالم اونابغه علامه ‍پوهاند عبدالحی حبیبی دډاکتر ناشناس له تربورانواوورته نږدې کس دی .

د ښاغلی ناشناس پلار محمدرفیق خان چې خصوصی زدکړې او دارالحفاظ یې لوستی وو په افغانستان کې د لومړنی بانک بنسټ ایښودونکی مجید زابلی نږدې ملګری و ، هغه  هم سوداګر او د کراچی په ښار کې د مجیدزابلی ددفترمنیجرپاتې شوی .

ډاکتر ناشناس په ۱۳۱۴کال د کندهار په یوه روحانی کورنۍ کې وزیږید ، هغه وروسته لمړنۍ زدکړې په هندوستان کې دډیلی ښار په (میلې ) ښوونځی کې سرته ورسولې چې د هیندوستان مسلمان ولسمشر ارواښاد ذاکرحسین د ناشناس د اردو او فارسی ژبې استاد وو.

وروسته چې افغانستان ته راغی نو ثانوی زده کړې یې دحبیبې عالې لیسې اوتجارت لیسه کې ترسره اوبیا دکابل پوهنتون دحقوقواوسیاسی علوموپوهنځی داقتصاد له څانکې فارغ شو-  بیا خپله دوکتورایې له پخوانی شوروی اتحاد نه په پښتو ژبه کې لاس ته راوړه .

ډاکترناشناس د (بیباک ) – (پرواز) او (پاک طینت) تخلصونه هم کارولی دی .

هغه دافغانستان دراډیودبهرنیوخپرونودمدیر په توګه هم دنده ترسره کړې اودنورودیپلوماتیکو دندوسربیره دافغان موزیک درییس په توکه هم پاتې شوی .

ډاکترناشناس اوس له خپلې درنې کورنۍ سره په لندن ښار کې میشت دی اوداونۍ پنځه ځلې لامبوته هم ځی ، هغه دافغانستان دمعاصرې موسیقی په هکله دڅیړنې اوکتاب په لیکلوسخت بوخت دی آن تردې چې له رسنیو سره دمرکې وخت هم نه لری.

د ناشناس په هکله زما خاطرې :

په ۱۳۵۷کال کله چې زه دپوهنځی دلمړی کال زده کړیال وم ، د همدې کال دزمری په میاشت کې په لوګر کې داورښت له امله یوسخت سیلاو راغی ، ډیر کورونه په اوبو لاهو اوډیر خلک بې کوره اوبې وزلی شول – په همدې وخت ډاکترناشناس چې هیڅ وخت په کوم واده یا محفل کې لیدل شوی نه وو د سیلاب ځپلو مرستې ته را ودانګل اوسیلاب ځپلوته یې د پیسو دراټولولپاره لومړنی او آخرنی کنسرت په غازی اسټیدیوم کې په لاره واچاو چې میلیونونه روپې راټولې شوې .

زه د بایسکل په ذریعه د لوګر د محمد آغې له ولسوالۍ نه د دې کنسرت لیدو لپاره راغلی وم .

په دې کنسرت کې یو چا د ډاکتر ناشناس نه وپوښتل چې څرنګه یو نامتو هنرمند شوې؟

هغه په ځواب کې په دری ژبه ورته وویل :

(( درزمان شاه جهان پادشاه هیندوستان هنرمنددرباری بود که به دربار میرفت ومیسرایید ، یک رفیق صمیمی این هنرمند بسیار اصرار میورزید که اورا بادسته ی هنری اش به دربار ببرد تا یګانه آرزویش (دیدن دربار شاه)برآورده شود . هرچه هنرمند برایش میګفت که خودت موسیقی بلد نیستی ترا چه ګفته به دربار ببرم ؟ ولی او دست بردار نبود. بلاخره هنرمند برایش ګفت ترا میبرم به شرطیکه یک هارمونیه را جلوت میګذاری وتا آخربزم خودرا تکان نمیدهی )).

همان شب مجلس دربار بسیار عالی بود ، شاه به هرکدام ازهنرمندان تحفه ی درنظر ګرفت زمانیکه به نزد چهره ی جدید رسید برایش ګفت [ همه رفقای توخیزک وجستک میزدند ولی خودت ساکت دستهایت را بالای هارمونیه ګذاشته بودی کمال درچی بود؟ ] او جواب داد(همه رفقایم عقب سُرسرګردان بودند ولی من سُررایافته بودم )

ناشناس هم به شخص پرسنده جواب داد من هنرمند نیستم ولی سُررایافته ام.

دناشناس دډنګروالی په هکله ټوکه !  دده له قوله :

(په هغه وخت کې چې په شوروی اتحاد کې دیپلومات وم ، دکمیس اخیستلو لپار یوې مغازې ته ورغلم دمغازې څښتنې را څخه وپوښتل چې دغاړې نمبر دې څودی ؟ ماورته وویل ۱۳نومغازه دارې راته وویل ((وبخښی تاسو دکوچنیانو مغازې ته تشریف یوسی ))

ښاغلی ناشناس ته دلوی خدای له دربار نه داوږد عمرغوښتونکی یم .

3 thoughts on “محبوب القلوب/ عبدالرووف لیوال”
  1. هزاره ګانو په خپل تیر تاریخ کی بیخ یی معلوم هم نه دی د دوی ژبی ته دومره خدمت نه دی کړی لکه ناشناس اونه یی داس ی هنرمند درلود

  2. لېوال صاحب ښکلی معلومات دي مګر یوه جمله مو داسې لیلکې: اخرنی کنسرت په غازي اسټېډیوم کې په لاره واچاوه!! اسټېډ یم، الف نه غواړي ښايي سټډيم ولیکل شي او بل په لاره اچول دا مانا لري چې کنسرت یې لیرې غورځولی، مګر ده هلته کنسرت تر سره کړی، نو د لارې اچولو پر ځای به ښه وه چې تر سره کړل، هلته یې کنسرت جوړ کړ او …

    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *