تاند- د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب وايي، افغانستان له تروریزم سره په مبارزه کې د ورځې لږترلږه ۵۰ قربانۍ ورکوي.
ښاغلي محب دا خبره نن /سې شنبه/ د روسیې په اوفا ښار کې د روسیې، چین، هند، پاکستان او ایران د ملي امنیت د سلاکارانو په غونډه کې وکړه.
ده وویل چې افغانستان د تروریزم پر ضد د مبارزې د جبهې په لومړۍ کرښه کې دی او له نورو هم غواړي چې له ترهګرۍ سره مبارزې ته لومړیتوب ورکړي.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل«ترهګر او د مخدرو موادو قاچاقبر د یوې سکې دوه مخونه دي، مخدر مواد د تروریزم د تمویل اصلي سرچینه ګڼل کېږي چې له دې درکه هر کال ملیاردونه ډالر ترلاسه کوي. له دې کرغېړنې پدیدې سره د مقابلې لپاره منظمو او ګډو هلوځلو ته اړتیا ده.»
ده د هیوادونو د امنیت لپاره له مالي جرمونو سره مبارزه هم ضروري وبلله، ویې ویل چې د پیسو د سپینولو، د ناراجستر حوالې له لارې د غیرقانوني پیسو د راکړې ورکړې، او په سیمه کې د بسپنې په نوم د اقداماتو مخنیوی پکار دی.