د ميدان وردګو ولايت د جلګې ولسوالۍ د تر ټولو لوی او ګڼ نفوسه کلي چنګې اوسېدونکی محمد ظريف بې وروره و، خدای (ج) پرې د زوی لور وکړ محمدهاشم نوم يې پرې کېښود .

هغه وخت په هېواد کې سردار دادود خان واکمن و ، تر حده پورې ښوونځي وو محمد هاشم په هماغه وخت دوه درې صنفه ولوستل خو په سردار داود له کودتا وروسته ښونځی ترې پاتې شو، د نورمحمد ترکي په وخت کې هم ښوونځي ول خو د وردګو اکثره خلکو د تره کي له حکومت کرکه کوله او خپل اولادونه يې ښوونځيوته نه لېږل ويل يې چې خلقيان نشي ، محمد هاشم چې د پلار يو زوی و، نو له زيات ګرانښته يې آن ښوونځي ته هم ونه لېږه چې ګويا کوم وخت د خلقي ملقي په نوم ونه وژل شي، له ده ښونځی پاتې شو .

محمد هاشم چې فطرتاً علم دوسته او د پوهې تږی کس و نو خپل دا آرمان يې تل په زړه کې وساته او خپل دې آرمان دومره وکړاوه چې آن کله ناکله به ويل کاشکي تعلیم په پيسو اخیستل کېدای مابه اخستې وه .

د عمر په دوولسم پسرلي يې پلار وفات شو، کومه اسره يې چې درلوده له هغې هم بې برخې شو ، کال نه و وتلی چې د تربور سر بور له لاسه مخ په ايران لاړ ، له ایرانه څلور پنځه کاله پس راغی د ژوند شريک يې وموند، خپلې شاړې ځمکې يې زرغونې کړې له پلاره ور پاتې کسب بزګري يې را ونيوه ، په ځینو پټيو کې يې تر نورو کليوالو مخکې د مڼو نيال کښېنول .

د ۱۳۷۰ کال لومړۍ مياشت وه چې په کورکې يې د ماشوم غږ واورېدل شو، په همدې ماشوم د کلي ملا امام محب الله نوم کېښود .

محب الله د خپل پلار تر مينه ناک سيوري لاندې له هر آفت په امن را لوی او ښونځي ته روان شو، پلار يې شکر ويست، تل به موسکی وو چې ګويا زوی يې ښونځي ته ځي راځي ، محب الله هاشمي په کال ۱۳۸۷ کې د جلګې له تر ګردو پياوړې لېسې غازي عبدالکبير خان فارغ شو د کانکور له ازموينې وروسته پکيتا پوهنتون ته بريالی شو او هلته يې د پښتو ادبياتو لوست پيل کړ ، هاشمي د پوهنتون په دويم کال تخلص بدل کړ آرمل شو ، ويل به يې چې څوک راته هاشمي وايې لکه د پلار نوم مې چې نیمګړی اخلي.

شاعري يې وړاندې د ښونځي په نهم ټولګي کې شروع کړې وه په پوهنتون کې د شاعرۍ په هکله په ډېر څه پوشو اوس تکړه شاعر دی ليکوالي يې تر شاعرۍ هم زوروره ده. په ۱۳۹۱ کال يې له پوهنتون د فراغت سند په عالي درجه ترلاسه کړ . مياشت نه وه تېره، چې د ميدان وردګو ولايت د راډيو تلويزيو د نشرا ت مدير شو او تر اوسه په همدې دنده کې بوخت دی .

آرمل د شعرونو دوې ټولګې تيارې کړې دي مګر چاپوي يې نه، دی وايې : (( ډارېږم چې شعرونه مې مېرونه نه وي ځکه شعر ليکل کوم آسانه کار ندی، کله ناکله خو وايې چې شعرونه مې تر پخوا کم شوي ځکه چې د چليپا تالان پرې راغلی ….))

د ليکوالۍ په برخه کې هم تر چا کم ندی د لنډو کيسو يوه ناچاپ مجموعه لري ، کوم شل پنځويشت ادبي ټوټې يې هم شته چې په بېلابېلو مجلو او وېبپاڼو کې خپرې شوې دي ، ددې تر څنګ يې يو څېړنيز اثر په نثر کې چاپ ته تيار دی او همدارنګه يوه ټولګه مقالې چې په بېلابېلو ادبي موضوعاتو يې ليکلې دي هم په لاس کې دي، پدې وروستيو کې يې د ادبي ليکنو او ترحو په ليکلو لاس پورې کړی، ښه روان دی باوري يم چې لاسته راوړنې به ولري .

لنډ به ووايم چې محب الله آرمل د ميدان وردګو ولايت هغه ګل دی چې لا يې خوشبويانې ندي خپرې شوې، وخت به راشي چې ددې خوشبوګانو وږم تر لره بره يوسي، په پای کې د آرمل د شعر او نثر نمونې راوړم ، داهم د ښاغلي آرمل يوه کيسه ګۍ :

د پلار کسب

جېب ته يې لاس ښکته کړل د سيګرېټو کوتی يې را ويست ، يو يې په شونډوکې ونيو، اور يې ورکړ ، له خولې يې شين لوګی راووت . په چت يې ستر وګنډلې .

وړوکی ماشوم ټوخي واخیست، مور يې غېږ ته ور پورته کړ په تندي يې ښکل کړ ، په نيمه ژبه يې ورته وويل زويه چې لوی شوې د پلار کسب مه کوه، له سيګرېټو لرې اوسه .

۱۳۹۳-۹-۱۰

او دايې هم د شعر يوه بېلګه :

غزل

د ژوندون د فلسفې صحيفې نه مني دا خلک

او د تېرې زمانې افسانې نه مني دا خلک

چې د مينې پيغمبر ته يې په خشکه انکار ووې

يانې اوس هم په کوټه کې دورڅې نه مني دا خلک

د دېوانو، ښاپېريانو په نقلونو به يې پالې

د دې دور او د دې وخت کيسې نه مني دا خلک

په ظاهره انسانان، مګر باطن کې بلا ګانې

خپل وجدان ته ګوري نه آئينې نه مني دا خلک

په خوله وايې خو په زړه اعتراف نکوي آرمله

بې اېمان بې ګروهې شول توبې نه مني دا خلک

۱۳۹۳/۹/۱۰

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *