حمدالله محب

تاند، چهار شنبه، د دلوې ۲مه: د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د بلوچانو له سراسري شورا غوښتي چې دوی دې هم خپل ځوانان د ملي پوځ لیکو ته واستوي.

د ملي امنیت شورا لخوا تاند ته په استولې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا خبرې ښاغلي محب د بلوچانو د شورا له غړو او سپین ږیرو سره په لیدنه کې کړې دي.

په دې لیدنه کې د بلوچانو شورا د حکومت د سولې د هڅو ملاتړ کړی خو ترې غوښتي یې دي چې د بلوچ بیځایه شویو کورنیو سره دې عاجلې مرستې وشي.

بلوچان د افغانستان له مهمو قومونو ګڼل کېږي چې زیاتره وګړي یې په جګړه ځپلو سیمو کې میشت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *