تاند، دوشنبه، د قوس ۳مه: د ولسمشر د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب وايي، حکومت د سولې مذاکراتو ته چمتو دی او هڅه کوي چې ستونزه په بین الافغاني تفاهم هواره کړي.
حمدالله محب دا خبرې تېره شپه په کابل کې د اروپايي ټولنې له سفیرانو سره په لیده کې کړې دي او د افغانستان د امنیت، سولې او ټاکنو په تړاو ورسره غږېدلی دی.
ښاغلي محب په دې لیدنه کې ویلي، د افغانستان دښمنان له نظامي پلوه ځپل شوي دي او له افغان ځواکونو سره نوره د مخامخ جګړې توان نه لري.
په همدې حال کې د اروپايي ټولنې سفیرانو له افغانستان سره د دوه اړخیزو اړیکو په دوام ټینګار کړی دی.